ژوند او ژواک

عمره – حفیظ الله تراب

د جدې د میاشتې د سپېده داغ سړو سمه خوله لګوله. د سړک پر څنډه يو نیم سړی په چټک مزله روان او په څادر کې به يې د سوړ باد له امله خپل ځان داسې پېچلی و، لکه چا چې ورپورې سريښ کړی وي. د سړک دواړو خواوو ته په مختلفو واټنونو به ایله پنځه شپږ کسه یوستوي روان وو، خو هر يوه به داسې چټک تګ کاوه لکه چا چې د يوه مهم کار له‌پاره غوښتی وي.

په کومه لیکه چې زه رهي وم، د شل دېرشو مټرو په اندازه رانه مخکې يو څوک روان و. د هغه د تګ له اندازه داسې ښکارېدل لکه تنکی زلمی چې وي. د دې له‌پاره چې ساړه په خپلو ګړندیو ګامونو لږ را کم کړم؛ نو مې مزل چټک کړ. په زړه کې مې وويل چې تر مخکېني هلک باید مخکې شم. ګړندی شوم. تر څه مزل وروسته پوه شوم چې تر هلک مخکې کېدای شم، خو دومره ژر هم نه لکه څومره چې يې ما تمه لرله.

زما دغه کار اوه اته دقيقې وخت ونیو، خو سره له دې مې خپل ځان ته په لومړي سر کې په دې زړه تنګ و چې په لږ وخت کې ترې ولې مخکې نه‌شوم. په همدې فکر کې وم چې هلک په مزله کې ټکنی شو. نوره نو زما او د هغه تر منځ لس دولس مټره فاصله پاتې وه. پر دغه وخت هلک داسې اېسېده لکه له چا سره چې په ټلیفون خبرې کوي.

لږ وروسته مې داسې څه واورېدل لکه څوک چې په ډېر غمجن انداز له چا سره خبرې کوي. په همدې کې دوه ګامه نور هم ور نږدې شوم، دا ځل مې د هغه دا خبره پوره واورېده؛

ـ مورې خدای مهربانه دی، ته مه خپه کېږه!

زما او د هغه تر منځ واتڼ نور هم را لنډ شو، له دې سره مې خپل مزل ورو کړ. هغه بیا په ژړغوني ډول وويل؛

ـ مورې خدای مهربانه دی، ته مه خپه کېږه!

دا ځل مې د هغه خبره پوره واورېده، خو په داسې انداز لکه په دې جمله کې چې ډېر درانه دردونه پراته وي. که څه هم د يوه چا خبرو ته په پټه غوږ نیول، اخلاقي کمزوري ده، خو د هلک د خبرو دردوونکي اهنګ دې ته مجبور کړم چې خپل ګامونه په مصنوعي ډول ورو کړم. لږ وروسته هلک بیا وويل؛

ـ مورې خدای مهربانه دی، د همدې له‌پاره خو نن راوتلی یم.

د هغه دې خبرې نور هم فکرمن کړم، د خولې د ګډولو جرات مې وکړ؛

ـ ولې وروره څه مساله درته پېښه شوې ده؟

په ناجاڼۍ يې وويل؛

ـ نه، نه هيڅ هم نه‌شته.

ـ خو تا داسې خبرې وکړې، لکه په کومه ډېره سخته ستونزه کې چې راګير يې؟

هلک به د پنځلسو شپاړسو کلونو و، د سهار رڼا يې د سترګو تاثر ښوولای شو. نوره يې لکه چې کومه بانه نه‌شوای جوړولای، ښکاره خو په دردمنه توګه يې وويل؛

ـ مور مې وه، پنځه ورځې کېږي چې په کور کې مو اوړه نه‌شته. ورته و مې ويل، خدای مهربانه دی.

د هغه دې ځواب مې د زړه پر کور زلزله راوسته. ټولې مې پنځه سوه روپۍ لرلې، په زوره مې په ګوتو کې ورکړې. د هغه پر مخ حالت راته دا وښووه چې کله يې هم له چا وړیا روپۍ نه دي اخیستې. نور ترې ولاړم، خو چې کله دوکان ته ورسېدم، چوکۍ ځای نه راکاوه، مورې خدای مهربانه دی، د همدې له‌پاره راوتلی یم، پنځه ورځې کېږي چې په کور کې مو وړه نه‌شته…

دا ډول خبرو ارام ته نه پرېښودم. پنځه دقيقې به لا تېرې نه وې چې له دخل څخه مې خپلې سل زره افغانۍ راوويستلې، د هماغې ليکې پر لار سم شوم، د ښار په ټولو کوڅو کې مې ولټاوه، خو د سهار تر اتو بجو پورې مې و نه موند.
ناببره مې پام شو چې باید، د وړو دوکانونو ته ولاړ شم، په لږ وخت کې ورسېدم، شا و خوا مې وکتل، اخېر مې خدای خواري په ځای کړه.

له يوې سپینې پلاسټيکي کڅوړې سره مخامخ مخې ته راغی، خدایزده څومره وړه به يې اخیستي وو، داسې خوشاله شوم لکه يوه ډېره ګرانه ورکه چې مې موندلې وي، هلک راته په داسې سترګو وکتل لکه ډېر چې راته ملامته وي. د واسکټ له جېبه مې په ډېره بېړه د يو لک افغانیو بنډل راوويست، نه پوهېږم چې په څومره لږ وخت کې مې د هغه په ګوتو کې کېښود!؟ دومره ژر ترې روان شوم چې د خبرو وخت مې ور نه کړ.

د ماخوستن له جمعې وروسته مې د جومات امام صاحب ته کیسه وکړه. هغه راته په لنډو ټکيو کې وويل؛
ـ ستا عمره وشوه!

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */