کلتور او هنر کورنی ژوند

عمران خان دوو ښځو ته له طلاق وروسته له دریمې سره هم واده وکړ

له کرکټ نه سیاست ته تلوونکي عمران خان د خپلې روحاني سلاکارې بشرا منیکا سره دریم واده کړی.
د واده مراسم د یکشنبې په ورځ د پاکستان په لاهور کې ترسره شوه، چې پکې د تحریک انصاف ډلې ځینو غړو هم ګډون کړی و.

عمران خان ۶۵ کلن دی، او له دوه کلونو راهیسې بشرا منیکا سره اړیکې لري. اغلې بشرا د خان روخاني سلاکاره وه.

د واده د مراسمو خپاره شوي تصویرونو کې ښکاري، چې عمران توره کورتۍ او سپین جامې په تن کړي او د بشرا منیکا تر څنګ په سوفه ناست دی. تصویرونو کې د پاکستان تحریک انصاف یو شمیر غړي لکه اوان چودري او زلفي بخاري هم ښکاري. مفتي محمد سعید د عمران خان او بشرا منیکا نکاح تړلې.

د پاکستان تحریک انصاف په خپله یوه خپره کړې بیانه کې د واده جوړې ته مبارکي ویلې او دواړو ته يې د خوشاله ژوند هیله کړې. بیانه وړاندې لیکي، چې د واده مراسم تر ډيره کوچني او ساده وه او دا کار يې د خان په خوښه کړی.
داسې خبرونه هم ورکړل شوي، چې د واده مراسمو ته د عمران خان خویندې او د کورنۍ اکثره غړي نه و ورغلي، خو د ناوې مور بیا د واده په مراسمو کې موجوده وه.

بشرا منیکا له څلویښتو ۴۰ کالو پورته عمر لري. نوموړې لومړی د خاور فرید سره، چې یو ملي سوداګر و، واده وکړ. له هغه څخه څو اولادونه هم لري. خاور فرید او بشرا منیکا څو میاشتې وړاندې له یو بل څخه جلا شول.

دا د خان دریم واده دی. نوموړي له دې څخه واړندې دوه نور وادونه هم کړي، چې دواړو میرمنو يې ترې طلاق اخیستی.

عمران خان د لومړي ځل لپاره د برتانوۍ جیمیما خان سره په ۱۹۹۵ کال کې واد وکړ. جمیما د یو برتانوي شتمن لور وه. دوی دواړه په ۲۰۰۴ کال کې له یو بل څخه جلا شول. جمیما او عمران خان دوه زامن هم لري.

عمران خان او د هغه لومړۍ میرمن جیمیما

د ۲۰۱۵ کال په جنوري کې عمران بیا دوهم واده له ټلویزوني ویاندې ریحم خان سره وکړ. ددوی اړیکې بیخي ژر ختم شوې او ریحم ترې ۱۰ میاشتې وروسته طلاق واخیست.

ریحم خان او عمران خان

هندوستان ټایمز د عمران خان د پخوانۍ مرکې یوه برخه خپر کړې، چې پکې خان د دریم واده په کولو ټینګار کوي. خو نوموړی وايي، چې د ۶۰ کلنۍ او ۳۰ کلنۍ واده سره توپیر لري.

تیر جنوري هم رسنیو داسې خبرونه ورکړي وه، چې ګواکې د عمران خان او بشرا منیکا پټ واده شوی، خو تحریک انصاف هغه وخت دا خبرونه بې اساسه بللي وه او ویلي يې وه، چې خان یواځې بشرا ته د واده وړاندیز کړی.

تیر کال په عمران خان باندې د تحریک انصاف ګوند یوې پخوانې غړې، عایشه ګلالۍ تور پور کړ، چې له موبایل ټیلفون له لارې يې ورته ناوړه او سپک پیغامونه استولي. میرمن ګلالۍ ادعا کړې وه، چې د عمران خان شاوخوا د هیڅ یوې ښځې غزت خوندی نه دی. عمران خان هغه وخت د میرمن ګلالۍ تورنه رد کړي وه.

عایشه ګلالۍ او عمران خان

په افغانستان کې د ترهګرۍ په روانې جګړې خوښ عمران خان په پاکستان، افغانستان او د نړۍ په نورو هیوادونو کې په ښه نوم نه یادیږي، بلکې یو لوفر او عیاش انسان يې بولي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بريښنا ارغند