زده کړې

علمي او معلوماتي لیکنه؛ کتابتون کله او څنګه رامنځته شو؟

ژباړه او زياتونه: محمد عزيز پردېس

د يو حقيقي کتابتون رامنځ ته کېدل، د نن څخه ۸۰۰۰ کلونو وړاندې تاريخ پورې اړه لري. د بين النهرين خلکو به د خټينو او نم لرونکو تختو پر مخ د يوې تېره لرګي په مرسته چې پانې ته ورته و؛ ليکل کول. پانه يو لرګينه، کوکې ته ورته پارچه ده چې په اوسني عصر کې يې ترکاڼان او لرګي ماتوونکي کاروي. په همدې اساس د بين النهرين د خلکو ليک يا خط د ( مېخي خط ) په نامه يادوي. البته ځينو منابعو کې دا هم راغلي دي چې مېخي خط، مېخ ته ورته و.

وروسته به يې دا خټینې ليکدړې په اور کې ايښودې، ترڅو پخې شي. په دې ترتيب سره به چې کله ليکدړې چمتو شوې، نو هغه به يې په معبد يا کوم بل ځانګړي ځای کې د ليکل شويو مطالبو پر اساس ډلبندي کول او ايښودل. تر دې دمه د داسې ليکدړو څخه په زرګونو شمېر لاس ته راغلي او د هغو د ساتلو ځايونه په نړۍ کې لومړني رښتيني کتابتونونه شمېرل کېږي.

په لرغوني مصر کې به يې د پاپيروس پاڼو پر مخ ليکل کول او هغه به يې وروسته د اوږدو طومارونو په بڼه اوډونول او په ګردو لرګيو به يې تاوول. هغه طومارونه به يې بيا په قفسچو او صندوقو کې ساتل.
*پاپيروس: يو ډول سبزي يا شنې پاڼې وې د نيل سيند غاړو ته به شنې کېدې او د هغو پاڼو څخه به د ليکلو لپاره کار اخېستل کېده.
طومار: نغاړلي ليکونه ( راټول کړی شوې پاڼې يا ورقې ).

په هغو وختونو کې ترټولو نوموتی کتابتون، د مصر په سکندريې ښار کې موقيعت درلود. دا کتابتون تقريبا ۳۰۰ کاله وړاندې له ميلاد څخه رامنځ ته شوی. هلته د پاپيروسو ۷۰۰۰۰۰ طومارونه راټول شوي ول چې د ۱۲۰ عنوانونو لاندې ډلبندي شوي ول او يو لړليک يې هم درلود.

د عمومي کتابتون فکر په لومړي ځل د لرغونو روميانو ترمنځ رامنځ ته شو.
ژوليوس سزار د يو عمومي کتابتون د اوډونولو لپاره يو طرحه وړاندې کړه، د هغه هېواد شتمنو خلکو هم د خلکو په ګټه د کتابتون د رامنځ ته کولو ته زړه ښه کړ او هر چا د خپل ځان لپاره د کتابونو ټولګې برابر کړې.

کله چې د مسيحيت دوره پيل شوه، کتابتونونه هم د کليساو او عبادت ځايونو برخې وګرځېدې. راهبانو به کتابونه لوستل او د کتابونو له مخې به يې نسخې اخېستې. د هغه څخه وروسته د همدې راهبانو په مرسته نور کتابتونونه هم رامنځ ته شول.

کله چې په منځنيو پېړيو کې لويې کليساوې جوړې شوې، نو په هغو کې واړه کتابتونونه هم منځ ته راغلل. پوهنتونونو د کتابونو په راټولولو پيل وکړ. د پاريس، هايډلبرګ او فلورانس پوهنتونونه د ( ځنځير شويو ) کتابونو د خزانو خاوندان شول. په هغه وخت کې د کتابونو رامنځ ته کول او پيدا کول دومره ستونزمن و چې د کتابونو د ساتلو په موخه به يې هغه د ځنځيرونو په مرسته يوځای کول.

په ۱۴۰۰ زيږديز کال کې د اکسفورډ پوهنتون د يو کتابتون په جوړلو پيل وکړ. دا کتابتون د بوډليان ( Bodleian Library) په نامه يادېده او اوس د نړۍ نوموتو او لويو کتابتونونو څخه شمېرل کېږي.

د نولسمې پېړۍ په اوايلو کې انګليسي مشرانو دا لازمه وګڼله چې ټول خلک دې د کتابتونونو په جوړولو کې ونډه واخلي. په همدې اساس د انګلستان پارلمان په ۱۸۵۰ زيږديز کال کې د عمومي کتابوتونونو د جوړولو لپاره يو قانون تصويب کړ. له همغه څخه وروسته د نړۍ په بېلابېلو برخو کې عمومي کتابتونونه په ډېرېدو شوه چې دا لړۍ اوس هم په چټکۍ سره روانه ده.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

محمد عزیز پردیس

محمد عزیز پردېس منځنۍ زده کړې د کندز په حضرت علي لېسه کې او لوړې زده کړې يې د کندز پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي په پښتو ځانګه کې کړي دي.
نوموړی دمګړی له يو خصوصي انستيتوت سره د ژباړې په برخه کې بوخت دی.
د ياران وېبسايټ څخه يې هر اړخيزې ليکنې او ژباړې لوستلی شئ.
په یاران کې د عزیز پردیس د خپرو شویو لیکنو د بیا خپراوي حق یوازې له یاران سره خوندي دی