افغانستان عمومي

عطا محمد نور وايي، د دوستم د څوکۍ د نیولو وړاندیز یې نه دی منلی

د بلخ والي او د اسلامي جمعیت د ګوند اجرایه مشر عطا محمد نور ادعا کړې چې هغه وړاندیز یې رد کړی چې په کې له دې غوښتل شوي و چې د جنرال دوستم پر ځای دې د ولسمشر لومړی مرستیال شي.

له بي بي سي سره په یوه مرکه ښاغلي نور ادعا کړې چې د کابل حکومت ورته وړاندیز کړی چې د دوستم پر ځای دې د ولسمشر لومړی مرستیال شي.

خو نوموړې ټینګار کړی چې خیرات خور نه دی او دوستم که ښه شخصیت دی که بد نه غواړي پر ځای یې دا وټاکل شي. د نور په وینا مرکزي حکومت ته یې ویلي د ولسمشر د لومړي مرستیال جنرال دوستم پر ځای که څوک ټاکل کیږي هغه باید یو ازبک و اوسي.

د دوستم پر ځای د ښاغلي نور یا د بل چا د ټاکنې په اړه په داسې حال کې خبرې کیږي چې، پر جنرال دوستم په دې وروستیو کې د جوزجان پخواني والي احمد ایشچي تور لګولی چې بندي کړی، سپک کړی او ربړولی یې دی. ددې قضیې د څیړنې لپاره مرکزي حکومت یو هییت ټاکلي چې تر اوسه یې د څیړنو نتایج نه دي په ډاګه شوي.

تر دې مخکې نور ویلي وو چې د ملي یووالي په حکومت کې نور د عبدالله عبدالله د سیاسي پریکړو پر وړتیا باور نه لري ځکه خو یې له ولسمشر سره خپله مستقیمې خبرې اترې پیل کړي.

نور دا هم ویلي وو چې که چیرې حکومت له ده سره کړې ژمنې عملي کړې، چمتو دی چې د بلخ له ولایته لاس په سر شي. د نوموړې پلویان له مرکزې حکومت سره دیوې توافقنامې په اړه هم خبرې کوي چې وايي په نژدې راتلونکې کې به لاسلیک شي.

ځینو سرچینو ویلي چې نور تر سیاسي مسلو ډیر له ولسمشر سره د خپلو تجارتي مسلو په اړه یوې هوکړې ته رسیدل غواړي، خو عطا محمد نور ته نژدې سرچینو دا راپورونه رد کړي.

له پلوه ارګ تر اوسه په دې اړه چې ایا ریښتیا یې عطا محمد نور ته دوستم څوکۍ وړاندیز کړې کنه څه نه دي ویلي. د ولسمشر غني ویندویان په دې اړه هم له څه ویلو ډه ډه کوي چې رسنیو ته ووايي، د ولسمشر او نور ترمنځ څه روان دي.

که څه هم تر اوسه سړی په څرګنده نه شي ویلی چې د بلخ د خپل سري والي عطا محمد نور او کابل د حکومت ترمنځ په کومو مسلو خبرې اترې روانې دي؟ خو یو شی روښانه دی او هغه دا چې د اشرف غني په مشرۍ مرکزي حکومت هڅه کوي، نور د بلخ له ټولواکۍ څخه د کابل شریک واکۍ ته راکاږي.

دا چې په دې منځ کې به د ښاغلي دوستم برخلیک څه شي وي؟ اټکل یې ګران دی، خو د ډیرو په باور ډیر روښانه راتلونکی به ونه لري.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */