کلتور او هنر

عرفان خان سرطان دی؛ ډاکټرانو ورته ویلي چې یوه میاشت به ژوندی پاتې شي !

د بالیوډ مشهور ستوري عرفان خان ته نژدي سرچینې وایي، چې نوموړی سخت مریض دی او ډاکټرانو یې ناروغي د اندیښني وړ بللې.

د هندي سینما سربېره عرفان خان په هالیوډ کې هم ښه او کامیاب فلمونه لري.

دغه فلمي اداکار په ډېر شمېر سره مینوال لري، او د فلم په نړۍ کې له ډېر وخته راهیسي کار کوي.
خو څو روځې وړاندې نوموړی خپل مینوالو ته بد خبر ورکړ، هغه دا چې ده څو ورځې وړاندې وویل چې دی په سرطان ناروغۍ اخته شوی او ښایي چې د ډېر وخت لپاره فلمې نړۍ ته را ونشي ګرځېدلی.

نوموړي ویلي ول چې ناروغي یې د تشویش وړ نه ده او لا تراوسه یې د دغې خطرناکې او وژونکي ناروغۍ لومړي پړاوونه دي، ژر ده چې علاج به یې وکړي.

له دې وروسته عرفان خان د تداوۍ لپاره له هندوستانه بهر تللی، خو اوس هندۍ رسنۍ وایي چې د نوموړي روغتیایې حالت د اندېښنې وړ دی.

ویل کیږي هغه مغزي سرطان لري.

یوه هندوستاني خبریال پلټنه کړې او ویلي دي پر ځای د دې چې د عرفان خان روغتیایي وضعیت ښه شي، مخ پر خرابېدو روان دی.

دغه هندي خبریال عمیر سندهو د ستوري عرفان د نژدي ملګرو او کورنۍ غړو د معلومات پر اساس په یوه ټویټ کې لیکلي چې د کمال اکټر عرفان خان ناروغي په لومړي پړاوونو کې نه بلکې تر ټولو په خطرناک حالت کې ده.

ده لیکلي چې ډاکټرانو عرفان خان ته د یوې میاشتې د ژوندې پاتي کیدو هم ویلي.

له دغه ټویټ څو ساعته وروسته خبریال عمیر سندهو خپل وال څخه دغه معلومات لري کړل، خو تر هغې وخته پرې ډېر خلک خبر شوي وه.

عرفان خان د بالیوډ تر څنګ په هالیوډ کې هم فلمونه لري او هغه فلمي لوبغاړی دی چې په هالیوډ کې هم ډېر زیات مینوال لري.

نوموړي ډير ځله د خپلې ښې کارکردګۍ په سر څو ځله د ښه ادکار جایزې هم اخیستي او په هالیوډ کې يې کامیابو فلمونو کې (جراسک ورلډ) او (لایف اف پائي) راځي.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی