افغانستان سیاسي شننې سیمه عمومي

د عرب ډیپلوماټانو په قتل به څوک ونیول شي؟

پر کندوز د طالبانو دوه خطرناک بریدونه څو میاشتې مخکې داسې تحلیل شول چې روسیې میدان ته را دانګلي او طالبانو ته یې د وسلو تر څنګ روزنه، کورډینات او مالي امکانات برابر کړي دي. دا خو د قضیې یو اړخ دی، خو په مزار کې د جرمني پر سیاسي دفتر ځانمرګي څه نورې کیسې هم رسوا کړې، ځینې سرچینې وايي چې طالبانو دا کار د روسانو په همکاري وکړ او هدف دا و چې کریملین‌مېشتي سیاستوال فکر کوي، په دې دفتر کې امریکا او اروپایانو څه خطرناک کشفي وسایل لګولي وو چې د روسيې ټلیفوني مکالمې او انټرنیټي تبادلات یې تعقیبول. دا خبره لا په جزیاتو روښانه نه‌شوه، خو کله کله یوه وړه اشاره انسان د قضیاوو عمق ته ننباسي.

روسان نه یوازې چې له طالبانو سره په اړیکو کې ډېر خواږه شوي، لا تېره دا چې خپلو پخوانیو متحدانو افغان مجاهدینو او شمال ټلوالې ته یې هم پړی پر اوږه ور اچولی دی. کله چې عبدالله عبدالله او عطا محمد نور سعودي عربستان ته سفر وکړ، ایران او روسیه ډېر وقهرېدل. د ایران له غوسې د دې سفر محتوا ته سړی داخلوي، داسې چې ټلوالې له عربو سره نوې یارانه جوړه کړې او ايران ته یې د پای ټکی ایښی دی.

دا قضیه څه نورې نښې او بل اړخ هم لري، ولې هلمند او فراه ته امریکايي ځواکونه د ټرینرانو په لباس کې ولاړل؟

په هلمند کې طالبان ډېر په قوت کې دي ورځ تر بلې منظمېږي، تر درې کاله وروسته یو وار بیا د پراخو مالي امکاناتو مالکان شوي دي. په تېرو دریو کلونو کې پاکستان طالبانو ته امکانات نه‌شوای برابرولای او هغوی یې مجبور کړي وو چې په افغانستان کې له معدنونو، نشه‌يي توکيو او د برېښنا له ټکسونو خپل جنګي مصارف پوره کړي. اوس طالبان تر دې زیات مالي امکانات لري او ښکاري چې دا پیسې له کومې بلې خوا راغلې. شاید په دې یارانه جوړولو کې پاکستان د لابي رول لرلی وي.

په هلمند کې له طالبانو سره ډېرې نوې روسۍ وسلې لیدل شوې دي، روسانو د دې له‌پاره چې په جنوب او لوېدیځ کې امریکایان غافلګیره کړي، په شمال کې یې د کندوز جنګ جوړ کړ او طالبان یې حمایه کړل، اما روسانو اصلي کار په جنوب او په خاص بيا په هلمند کې شروع کړی دی. ښايي همدا لامل وي چې امریکایان هلمند ته ولاړل او ښايي امریکایان له یو تعداد طالبانو سره اړیکې جوړې کړي او هغه طالبان په نښه کړي چې د روسیې په امکاناتو له امريکا سره ‌ډغرو ته را پورته شوي دي.

امریکايي ځواکونه فراه ته هم د تګ خپل داستان لري. له تېرو دوو کلونو راهیسې په فراه کې د ایران له خوا تمویلېدونکي روزنیز مرکزونه موجود دي چې اکثره ایراني او د سپاه پاسداران روزونکي طالبانو ته جنګي تمرینونه ورکوي، د بمونو جوړول ورښيي او د یوې فرقې په ډول یې طالبان یو مجهول جنګ ته اماده کړي دي.

په فراه کې یوازې د امریکا د فزیکي مداخلې مساله نه ده، د دې تر څنګ عربان هم د ښکاریانو او نورو بلابترو په پلمو جنوب او لودېځ ته راځي. په کندهار کې د اماراتو له خوا د یتیم‌خانې جوړول زموږ له‌پاره د کومک بڼه ده اما دا هم باید هېر نه کړو چې ایران او پاکستان په دې مساله کې سخت وارخطا دي.

عربان جرات کوي چې جنوب ته ولاړ شي، ایران د دوی پر وړاندې د پټو اقداماتو تاکتیک ته لاس اچولی دی. پاکستان بیا له یو بل دلیله ددې برید مسوول ګڼل کیدای شي، که څه هم پاکستان د عربو دښمني ته کله هم زړه نه‌شي ښه کولای اما له کله چې د عربي یونین روابط له افغانستان سره مستقیم شوي او پاکستان له منځه وتلی، دا وضعیت پاکستان ته د زغم وړ نه دی، ځان تجرید احساسوي.

عربان د خپلو ډیپلوماټانو له‌پاره پخپله تحقیقات کوي، شاید دا تحقیقات د تصور خلاف نتایج ولري او شاید دا د عربو ایران او پاکستان تر منځ یو نوی تقابل وي، خو په دې تمه چې دا جګړه بیا د بړبوکۍ په ډول په افغانستان کې را و نه څرخي.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */