روغه سټه

عبادت شفا موندنه چټکوي

د الله تعالی د قرآن کريم تلاوت، ذکرکول، لمونځ کول او د لمانځه ټول حرکات د انسان داخلي او خارجي ستونزې له مینځه وړي، دغه ستونزې که جسمې وي او که روحاني وي.

الله تعالی په قرآن شريف کې وايي:

ژباړه: ما وغواړئ چې ستاسې دعاقبوله کړم.

په مسلمان او انسان چې هر ډول ستونزې راځې، بايد د مرستې غوښتنه له الله تعالی څخه وکړي، ځکه چې الله تعالی د انسان د جسم سيستمونه روغ او جوړ پيدا کړي دي اوکه کوم جسماني او روحي تکليف پرې راځي نوشفا ورکوونکی یوازي او يوازي الله تعالی دی.

ډاکټرانو د دعا او لمانځه په مثبتو اغيزواو له دې لارې چټکې روغتيا موندنې ته متوجې شوي دي او نوموړي ټولو ته غوره توصيه کوي.

دوی وايې: اسلامي عقيده د ناروغ مورال لوړوي او د روغتيا موندنې د ګړينديتوب لامل یې ګرځي، ساينس او طب منلې، چې ايمان د چټکې او اسانه شفاموندنې لامل کېږي.

د مچيګن پوهنتون څېړنوهم ښودلې،چې روانې فشارونه او روحي انحطاط په ايمان والاوو کې لږ دي، د شيکاګو پوهنتون په څېړنوکې ښودل شوي دي، چې بې وخته مړينه په هغوخلکوکې چې لمونځ کوي، تر نورو ۲۵په سلوکې لږه ده، يوې بلې څېړنې زباد ته رسولې ده، هغه کسان چې لمونځ کوي او د الله تعالی څخه د مغفرت غوښتونکې وي، د مړينې کچه يې د هغوکسانو چې لمونځ نه کوي کمه ده.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */