کلتور او هنر

عامرخان: فلم خلکو ته جوړوم، د بازار په کیسه کې يې نه یم

د هندوستان د سینما ریکارډ جوړونکی ستوری عامر خان وايي، فلمونه یواځې په دې موخه جوړوي، چې د خلکو د درد دوا شي؛ د تود او سوړ بازار په کیسه کې يې نه دی.

عامرخان له هندي رسنیو سره په وروستۍ مرکه کې د ځان په اړه ځينې حقیقتونه سپړلي دي. نوموړي ویلي، چې دده یو فلم (قیامت سی قیامت تک) کې یواځې ده په ۱۱ زره هندي روپۍ کار وکړ.

(قیامت سی قیامت تک) د عامرخان د لومړنیو فلمونو څخه دی، چې په ۱۹۸۸ کال کې خپور شو. یاد فلم د هندي سینما یو له شهکارو فلمونو څخه بلل کیږي. په هغه وخت کې يې یوه لمن پیسې وګټلې او د بالیووډ لومړنی ټراژیديک عشقي فلم و. فلم کې ورسره جهی چاولا ښځینه مخکښ رول لوبولی دی. یاد فلم مشهور کورني فلمي ایوارډونه وګټل؛ خو د عامرخان برخه پکې یواځې ۱۱ زره هندي روپۍ وه.

د (قیامت سی قیامت تک) سندره؛

عامرخان وايي، چې له (قیامت سی قیامت تک) فلم څخه يې وروسته ګڼ نور فلمونه يې هم ډير کامیاب وه، خو دې تر ډير وخته په عامه ټرانسپورت کې ګرځیده.

عامر وايي:

“سره له دې چې ډير کامیاب فلمونه مې درلودل، خو د موټر د اخیستو توان مې نه درلوده. زه تر هغې په عامه بسونو کې ګرځیدم، تر هغې چې په بسونو کې د مینوالو له لورې وپيژندل شوم او هرځای به محاصره وم.”

عامرخان وايي، د فلمونو اوسني لیدونکي د ۳۰ کلونو پخوا هغوی سره توپیر لري. اوسني خلک ډير حساس دي. د عامر په ټکو، چې دی باور لري، که د (جو جیتا هوی سیکندر) په څير پخواني فلمونه يې اوس خپاره کړي وه، د پیسو په راټولولو به ستړی شوی وی؛ ځکه هغه فلمونه داسې فلمونه دي، چې د نن ورځې خلک يې غواړي.

عامر زیاتوي:

“زه چې کله سینما ته راغلم، تنها وم. ما یواځې هغه فلمونه کول، چې باور مې پرې درلوده؛ اما مارکیټ بل څه غوښتل. زه يې په وړاندې دریدلی یم. اوس هم په همدې باور یم.”

سره له دې چې شارخ خان او سلمان خان د فلم محتوا او مارکیټ دواړه په پآم کې نیسي، خو عامرخان بیا وايي، چې نوموړي ته یواځې خلک مهم دي؛ د مارکیټ او محتوا دومره په کیسه کې نه دی.

نوموړی وايي:

«زما په ذهن کې د بازار او محتوا لغاتونه نشته. زما په نظر، سینما باید دومره ښه وي، چې له ډيرو نه ډیر خلک يې خوښه کړي. د یو نوښتګر په توګه، زه غواړم ښه کار وکړم او تمه لرم، چې زما کار ډير خلک خوښ کړي.»

خان وايي، پوهیږي، چې د (تالاش) په څیر ځینې فلمونه يې شاید ښه بازار ونه لري؛ خو نوموړی داسې فلمونه هم جوړوي، ځکه چې دې پرې باور لري او دده په باور اړین فلمونه دي.

عامرخان د هندي سینما یواځینی ریکارډ جوړونکی ستوری دی، چې دنګل فلم يې د بالیووډ ټول ریکارډونه مات کړل.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بريښنا ارغند