کلتور او هنر

عامرخان: فلمونه په ذمه وارۍ جوړوم؛ که ناکام شول، تاوان يې منم

لیکنه: شریف شاهین

د هندوستان د سینما بریالی ستوری عامرخان وايي، چې فلمونه په مسؤلیت جوړوي او د تاوان پړه يې تنها په ډاریکټر او پروډیسور نه اچوي.

د شهکار فلم (دنګل) دې سینمايي ستوري ویلي، چې تل کوښښ کوي، د فلم جوړونکي او خپرونکي چاته کم را نه ولي.

د اې ای ایس ان سره په مرکه نوموړي ویلي، خپل هغه فلمونه یې چې ګټه ونه کړي، پروډيسور ته له فیس (تنخوا) ورتیریږي.

“زه تر هغې خپلې پیسې نه اخلم، تر څو چې د فلم سر نه وي پوره شوی. کله چې فلم ګټه وکړي، په ګټه کې خپله فیصدي اخلم. که ګټه ونه کړي، یوه روپۍ هم ترې نه اخلم.”

د هندي سیمنا دا خان وايي، چې دی د فلمونو په “کهاني” (کیسه) او د سکریپټ په انتخاب کې پوره غور کوي او کله چې یې کوم څه خوښ شي، هغه ترسره کوي.

نوموړی زیاتوي:

“کله مې چې کوم څه یعني کهاني او سکریپت خوښ شي، او ووایم، چې له دې فلم جوړوم؛ نو بیا د هغې ټول مسؤلیت منم. هڅه مې دا وي، چې پروډیسور ته تاوان وانه ړوم. ځکه هغوی په ما باور کوي، او کله چې هغوی په ما باور وکړي، څنګه زه هغوی چاته کم راوړم.”

د هندي سینما دا ۵۳ کلن ستوری، چې اوس په یو مهم فلم (ټګز اف هندوستان) کار کوي، وايي چې د فلم له ناکامیدو، نه ویریږي؛ خو نه غواړي، چې فلم جوړونکو ته تاوان واوړي.

د عامر په باور چې د همدې تیوري له مخې دده فلمونه کامیاب دي او دا تر یوه حده تصادف هم دی. اما په وینا يې حقیقت دادی، چې د فلمونو کیسه ډيره ښکلې وي.

څه موده وړاندې سلمان خان په یوه مرکه کې ویلي وه، چې دا اکثر فلمونه د فلم او خلکو لپاره جوړوي. په وینا يې، هغه فلمونه جوړوي، چې دی پرې باور لري؛ ډیر د ګټې وټې په کیسه کې نه دی.

نوموړی وايي:

“زما په ذهن کې د بازار او محتوا لغاتونه نشته. زما په نظر، سینما باید دومره ښه وي، چې له ډيرو نه ډیر خلک يې خوښه کړي. د یو نوښتګر په توګه، زه غواړم ښه کار وکړم او تمه لرم، چې زما کار ډير خلک خوښ کړي.”

خان وايي، پوهیږي، چې د تالاش په څیر ځینِ فلمونه يې شاید ښه بازار ونه لري؛ خو نوموړی داسې فلمونه هم جوړوي، ځکه چې دی پرې باور لري او دده په باور اړین فلمونه دي.

عامرخان اوس په هندي سینما کې یواځينې ستوری دی، چې فلمونه يې ریکارډ لري. هغه د PK، درې احمقان، او دنګل په څیر مشهور فلمونه لري.

دنګل د عامرخان هغه فلم دی، چې د ۲۰۱۶ کال په ډیسمبر کې خپور شو. دې فلم دومره روپۍ وګټلې، چې د بالیووډ په تاریخ کې بل هیڅ کوم فلم نه دي ګټلي. دنګل اوس هم ریکارډ ساتلی.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

شریف شاهین