لوبې

ظهیر خان هم د بالیووډ زوم شو

لیکنه: فضل رحیم رحیم

د هندوستان کرکټ ملي ټیم پخواني تېز توپ اچونکي ظهیر خان د هندي سینما (بالیووډ) له فلمي ستورې ساګاریکا سره د خپلې کوژدې اعلان وکړ.

تر ظهیر خان مخکې یوراج سینګ او اربجن سینګ د بالیووډ له ستورو سره ودونه کړي دي.

هندي رسنیو د ظهیر خان او ساګاریکا د نژدې والي خبرونه هغه وخت خپاره کړي وو چې د یوراج سینګ واده ته دواړه یواځای ورغلي وو.

ظهیر خان د خپلې کوژدنې اعلان پر خپل ټویټر پاڼه هم کړی او د خپلې کوژدې عکس يې هم خپور کړی دی.

ظهیر خان نن سبا د ای پي ایل په لوبو کې د ډیلي لوبډلې لوبډل مشري کوي.

ساګاریکا رسنیو ته ویلي دي دم ګړۍ د واده نېټه له دې امله نه شي اعلانولی چې ظهیر خان د ای پي ایل په لوبو کې بوخت دی.

ساګریکا “ د چک دی انډیا” مشهور فلم کې له شاه راخ خان سره لوبیدلې ده او ځينې نور مشهور فلمونه هم لري.

د هندوستان کرکټ ملي لوبډلې پخواني لوبغاړي او ا د پنجاب لوبډلې اوسني روزونکي ویرینډر سیهواک د خپل ټیم پخواني ملګري ظهیرخان ته د نوی کوژدې مبارکي ورکړې.

ظهیر خان د هند په شېر پور ښار کې زیږدلی او اوس مهال ۳۸ کاله عمر لري .

نوموړي دهندوستان له پاره په ۲۰۰ یوه ورځېنو سیالېو ۲۸۲ او همدارنګه په ۱۳۳ شل اورېزو لوبو کې ۱۳۶ لوبغاړي سوزولي دي، چې اوس مهال  په ای پي ایل لوبو کې د ډيلي لوبډلي لوبډلمشر دی.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */