له نړۍ

طوبي؛ د نړۍ نولسم لوی مسجد

لیکنه: ياران
اعلان

ژباړه: حمیدالله حمیدي

د طوبي مسجد چې په (ګل) مسجد هم مشهور دی د پاکستان په کراچۍ کې موقعیت لري. دغه مسجد د نړۍ نولسم (۱۹) لوی مسجد بلل کېږي. چت یې د یوې لویې ګنبدې په وسیله پوښل شوی دی، چې ۷۲ متره مربع پراخوالی لري. د

طوبي مسجد په کال۱۹۶۹ مېلادي کې جوړ شوی، چې په کلني ډول ترې په زرګونه کسان لیدنه کوي. د دغه مسجد ټوله احاطه ۳۵۳۱۲ فوټه مربع ده، خو د مسجد مساحت ۵۵۷۰ فوټه مربع دی، چې جوړولو یې پوره درې کاله وخت نیولی دی.

دغه مسجد د مرمرو پر ډبر پوښل شوی، چې ټول ټال ۷۶۸ زره قطعې مرمر په ډېر دقت سره په کې کارول شوي دي. د مرمرو دغه ډبرې په ډېر مهارت او ظرافت سره کارول شوې دي، چې مسجد ته یې ځانګړې ښکلا ورکړې ده.

دغه راز د مسجد په ګنبده کې له داخل څخه ۷۰ زره د ښيښو ټوټې په ډېر ظریف ډول کارول شوې دي، چې ګنبده یې ډېره ښایسته کړې ده. مناره یې ۱۲۰ متره د ځمکې له سطحې څخه لوړه ده. د مسجد په داخل کې پر یو وخت ۳۰۰۰ کسان، د څنګ په سالون کې یې۵۰۰۰ کسان او په بېرون صحن کې یې ۲۲ زره کسان ځاېږي.

د مسجد عمومي لویه دروازه د چهارمغز له لرګي څخه جوړه شوې ده. له لومړۍ دروازې د ننه کوچني حوضونه او د اوداسه لپاره ځانګړي ځایونه لري. شاوخوا یې ښکلی پارک دی، چې دغه مسجد ته یې لا ښکلا ور په برخه کړې ده.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران