سیاست

طالب سره سوله؛ سیمه که امریکا لوبه ګټي؟

د وسله والو طالبانو ترڅنګ د امریکا او افغانستان حکومتونو دواړو منلې، چې د وسله والو طالبانو او امریکا استازو په وروستیو کې له یو بل سره لیدلي او د سولې په اړه یې خبرې کړي.

د دې خبرو جزیات که څه هم په سم ډول څرګند شوي نه دي، خو په افغانستان کې د امریکا پخواني سفیر راین کراکر دا مستقیمې خبرې د افغان حکومت د مشروعیت لپاره ښه نه دي ګڼلي. کرارکر ویلي، چې د دې خبرو له کبله د افغان حکومت مشروعیت زیانمنیږي.

د افغان حکومت اجرایه رییس ډاکټرعبدالله پرون د وزیرانو شورا په غونډه کې د امریکا او وسله والو طالبانو د مستقیمو مذاکراتو موخه په لویه کچه د بین الافغاني مذاکراتو لپاره د زمینه سازۍ هڅه ګڼلې ده.

دا بحث د دې مسئلې ترڅنګ ډېرې نورې خواوې هم لري، خو په دې لیکنه کې موږ دا بحث کوو، چې امریکا ولې د افغان حکومت او وسله والو طالبانو پر مخامخو مذاکراتو د بیا ـ بیا ټینګار باوجود بیا هم شاتګ کړی او له طالب استازو سره یې خبرې کړي ؟

سیمه ییز فشارونه
امریکا ظاهراً په افغانستان کې د خپل موجودیت لوی دلیل له ترهګرۍ سره مبارزه ګڼي، خو منتقدین یې باور لري چې دلته یې د پراخ نفوذ او پوځي حضور اصلي دلیل په سیمه کې د خپلو سیالانو او مخالفانو( چین، روسیې ، ایران) مهارول دي.

دا خبره په یو نه ډول دا هېوادونه هم کوي او په همدې دلیل له سیمې څخه د امریکا د ویستو لپاره له څوکلونو راهیسې په همغږي او منظم ډول لاس په کار شوي.

له وسله والو طالبانو څخه د دغو هېوادونو د ملاتړ شدت د دې هڅو یوه مهمه برخه ده، چې لا هم دوام لري.

وسله والو طالبان، افغان حکومت، امریکایي چارواکي او حتا تر یوه حده پورې یاد شوي هېوادونه ټول د اړیکو تر حده د دغه ملاتړ تایید کوي .امریکا خو په زغرده دغې ډلې ته د یاد شویو هېوادونو د مرستو رسیدو ادعا کوي، چې متهمین یې بیرته ردوي.

په ټوله کې له څو کلونو راهیسې دغه هېوادونه د پاکستان په جدي ملاتړ له سیمې څخه د امریکا د ویستو لپاره په شدت سره لاس په کار شوي، شک نشته چې د امریکا یوشمېر ظاهراًمتحدین خو په واقعیت کې لویدیځ مخالفین هم له دغو هڅو څخه ډېر ناراضه نه وي.

په هرحال؛ یو لوی دلیل چې امریکا یې له طالبانو سره د اړیکو زیاتولو او په لوړ اهمیت ورته په قایلیدو مجبوره کړی، همدا جدي سیمه ییز فشارونه دي.

امریکا که مخالفین یې ګټي ؟
امریکا افغانستان ته په ډېر لوړ قیمت راغلې، د نورو هېوادونو په پرتله په افغانستان کې پوځي یا بل ډول اغېز او حضور لرل نسبت نورو هېوادونو ته د دغه هېواد لپاره ډېر مهم او د پام وړ دي.

دې ته په کتو سره فکر کیږي، چې امریکا به لا نور لوړ قیمت ته حاضر شي، خو په افغانستان کې د خپل اغېز او نفوذ سیمه ییزو مخالفانو ته به تسلیم نه شي.

په دې لوبه کې د دې دلایل ډېردي، چې امریکا به ګټونکې او سیمه ییز مخالفین به یې بایلونکي شي.

له طالبانو سره د امریکا تر مستقیمو خبرو وروسته د دې احتمال بیخي جدي شوی، چې دغه ډله به سیاسي ډګر ته راوستل کیږي.

په دې برخه کې طبیعي ده، چې طالبانو ته به لوړ امتیازات او په سیاسي واک کې د شریکیدو ډېر چانسونه ورکړل شي.

د بحث یو مهم اړخ افغان ملت ته د دې لوبې پایلې دي، چې له بده مرغه نه د افغانستان سیاسي قشر، نه سیمه ییز هېوادونه، نه وسله وال طالبان او نه هم امریکا به ورته د جدي مسئلې په سترګه وګوري.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ارشاد رغاند

ارشاد رغاند ځوان لیکوال، څیړونکی او فعال دی چې د یاران لپاره په روانو سیاسي او ټولنیزو چارو لیکنې کوي.