رسنۍ سیاسي شننې یاران ته راغلې لیکنې

طالبان د سیکولاریزم په لومو کې- سرخط ورځپاڼه

لیکوال: ایمل جلال

د افغانستان له‌پاره د روسیې د ولسمشر ځانګړی استازی ضمیر کابلوف لومړنی چارواکی و چې تېر کال یې له طالبانو سره د روسیې د اړیکو موضوع تایید کړه. کابلوف، ظاهراً د «ګډ دښمن» داعش پر وړاندې د مبارزې په پلمه له ‌طالبانو سره د خپل هېواد د اړیکو پر اړتیا ټینګار وکړ.

د کابلوف د څرګندونو عملي بڼه بیا یو کال وروسته په مسکو کې د افغانستان په اړه د پاکستان، چین او روسیې د ګډې غونډې په پرېکړه‌لیک کې څرګنده شوه چې له مخې یې د ملګرو ملتونو د امنیت له شورا غوښتنه شوې وه چې د ځینو طالب مشرانو نومونه دې د ترهګرو له تور لېسټه وایستل شي.

که څه هم د طالبانو په څېر وسله‌والې ډلې د سیمې او نړۍ د مهمو هېوادونو له استخباراتي کړیو سره تل اړیکې لري، خو له روسیې سره د دوی د ډیپلوماټیکو اړیکو یا لږ تر لږه د سیاسي تماس موضوع ځکه مهمه ده چې په دې ډول د روسیې له خوا د طالبانو سیاسي هویت په رسمیت پېژندل کېږي.

اوس پوښتنه دلته ده چې د طالبانو په څېر تحریک چې ظاهراً د سیاسي اسلام د استازیتوب ادعا لري، د همدې سیاسي اسلام د بل مدعي «داعش» پر وړاندې د مبارزې په موخه ولې د خپل پخواني نامسلمان «عیسوي» دښمن سره د یوه مېز تر شا کښېني؟

دا بحث د سیاسي اسلام د تیوري په چوکاټ کې د بهرني سیاست له تاریخي بهیر او سیکولاریزم سره د هغه د اړیکو پر بنسټ د پورتنۍ پوښتنې پر محور څرخېږي.

د اسلامي دولت د موجودیت فلسفه او بهرنی سیاست

د قراني نصوصو او نبوي احادیثو پر بنسټ اسلام په خپل ذات کې د جهان‌شموله دین په توګه د نړۍ ټول بشریت ته خطاب کوي، ځکه خو د اسلامي دولت سیاسي فلسفه هم پر ټولې نړۍ د حاکمیت د ټینګولو او د واحد اسلامي نظام تر سیوري لاندې د ټول بشریت د اوسېدلو له‌پاره د زمینې د برابرولو پر څرنګوالي ولاړه ده.

په دې اساس نړۍ په دوو برخو وېشل شوې ده چې یوه یې «دار الاسلام» یا اسلامي دولت او بله یې «دار الحرب» یا هغه جغرافیه چې په اصل کې په موقتي ډول پکې غیراسلامي «کفري» نظامونه حاکم دي، خو بالقوه د اسلامي جغرافیې یوه برخه ده او په راتلونکې کې باید فتح شي.

د اسلامي دولت د بهرني سیاست نهايي تګلاره، پورتنۍ موخې ته رسېدل دي. د سیاسي اسلام ډیپلوماتیکه دستګاه د خپل بهرني سیاست د پلي کولو لپاره یو لړ اصولو ته اړتیا لري چې له مخې یې د دارالحرب سره تعامل وکړي. دعوت او جهاد چې د سولې او جګړې په بڼه ظهور کوي، د بهرني سیاست اساسي اصل دی. په ورته ډول د اسلامي عزت د ساتلو په شرط د متقابلو تړونونو لاسلیک او عملي کول یې د اسلامي بهرني سیاست بل مهم اصل دی.

د پورتني بهرني سیاست تګلاره په ۶۲۸م مېلادي کال د حدیبیې د سولې له تړون سره یو ځای پیل شوې ده. دا تګلاره د راشده خلفاوو د اقتدار، د امویانو، عباسیانو، عثماني امپراتوري او نورو ټولو لویو او کوچنیو اسلامي دولتونونو له‌پاره له غیراسلامي ټولنې سره د اړیکو په برخه کې د بهرني سیاست قراني لارښود وو. دې لارښود د دعوت او جهاد پر بنسټ، د اسلامي قلمرو د پراختیا په موخه څه باندې ۱۰۰۰ کاله خدمت وکړ.
اسلام او سیکولاریزم

سیکولاریزم له فلسفي لحاظه د دین ناسکه ورور دی او تاریخ یې د دین د تاریخ هومره مخینه لري. د عامه ذهنیت برخلاف سیاست‌پوهان سیکولاریزم ته د یوې مشخصې ایډيالوژي په سترګه نه، بلکې د دین او سیاست د جلاوالي د داسې بهیر په سترګه ګوري چې د تکامل پر لور مخ پر وړاندې روان دی. دا تکاملي بهیر په اروپا کې د روښانتیا د پېړۍ پر مهال په سیاسي چارو کې د کلیسا او عیسویت له تصفیې سره اوج ته ورسېد، خو په اسلامي ډګر کې د دین او سیاست تر منځ اوس هم مجادله روانه ده.
د «جهان‌شموله اسلامي دولت» سیاسي فلسفه په منځنیو مېلادي پېړیو کې په اروپا کې د یو لړ ټولنیزو او سیاسي بدلونونو په پایله کې د سیکولار سیاست له خوا د زوال له خطر سره مخامخ شوه. د ۱۷مې پېړۍ په اروپا کې د رنسانس او دیني اصلاح د ۱۰۰ کلنو خونړیو جګړو او ناخوالو په پایله کې د ویسټفالیا د سولې د تړون «۱۶۴۸م کال» پر اساس ملي دولتونه «Nation States» په رسمیت وپېژندل شول.
د فرانسې له انقلابه وروسته په ۱۹مه او ۲۰مه پېړۍ کې په مسلمانه جغرافیه کې د ګڼ شمېر ملي دولتونو ظهور د سیکولاریزم له جبهې بل ستر ګوزار و چې سیاسي اسلام ورسره مخامخ شوی و.

د جهان‌شموله اسلامي دولت د ایډیالوژي پر ځای د ملي دولت را منځ ته کېدل د دې سبب شو چې مسلمان امت په لسګونو ملتونو ووېشل شي. دا په حقیقت کې د سیکولاریزم تر ټولو ژوره اغېزه ده چې سیاسي اسلام ته یې رسوخ کړی دی. په دې ډ‌ول د اسلام د بهرني سیاست عنعنوي تګلاره چې پورته ذکر شوه، د مسلمانانو له خوا د ملي دولت له منلو سره په ټولیزه توګه ناچله شوې ده، ځکه د داسې اسلامي دولت تیوري چې حتا لږ تر لږه پخپله مسلمانان پرې سلا او دارالاسلام ترې جوړ کړي، نوره نه‌شته دی یا لږ تر لږه عملي بڼه نه لري.

په مصر کې د سید جمال الدین افغان او حسن البنا، په هند کې د ابوالحسن ندوي، په ترکیه کې د نامق کمال او په ایران کې د علي شریعتي په څېر د۲۰مې پېړۍ یو شمېر مسلمانو روښان‌اندو کوښښ وکړ چې سیاسي اسلام د مډرنیزم له تقاضا سره سم له سره تعریف کړي. په حقیقت کې دوی د مډرنیزم پر وړاندې د سیاسي اسلام په دفاعي سنګر کې مبارزه کوله چې اسلامي تیوري د لوېدیځ د سیاسي اغېزې له لا زیات تخریبه وژغوري. تر اوسه پورې د سیاسي اسلام داسې هيڅ ډول تیوري نه‌شته چې د مډرنیزم پر وړاندې په جګړه کې تعرضي حالت ولري او د اسلامي نصوصو پر اساس مسلمانې ټولنې ته حل‌لاره وړاندې کړي.

د اسلامي هېوادونو دولتي چارې او په تېره بیا د بهرني سیاست تګلاره د سیکولاریزم بهیر ته لا له وخته تسلیم شوې ده. د سني اسلام د استازي په توګه سعودي عربستان او د شیعه اسلام د استازي په توګه ایران هغه هېوادونه دي چې ظاهراً د سیاسي اسلام د تیوري مهم حامیان بلل کېږي. اسلام دا حکم کوي چې د قراني نصوصو په رڼا کې د واحد اسلامي امت تر سیوري لاندې باید دواړه سره راټول شي، خو په عملي ډګر کې دواړه د یو بل رقیبان دي. حتا دواړه یې د یو بل پر خلاف د غیرمسلمانو هېوادونو یا د اسلامي ټرمینالوژي پر اساس له دارالحرب سره اتفاقونه کوي.

د طالبانو، القاعدې، بوکو حرام او حتا داعش په څېر وسله‌والې ډلې چې د دوی په وینا د اسلامي هویت تر نامه لاندې په نړۍ کې د مډرنیزم له حاکمې ایډیالوژي سره وسله‌واله مبارزه کوي، د سکولاریزم له پورتني بهیره استثنا نه دي. د سیمې او نړۍ د مهمو هېوادونو له استخباراتي ډلو سره د دوی پټې یا ښکاره غیررسمي اړیکې ټولو ته مالومې دي.

په دې لړ کې طالبان ځکه مهم دي چې په لومړي ځل یې د دارالحرب له یو متخاصم استازي یانې روسیې سره د اړیکو یا لږ تر لږه د رسمي تماس د لرلو خبره تایید کړې ده. ظاهراً دا اړیکې په افغانستان کې د سیاسي اسلام د بلې مدعي ډلې داعش پر خلاف د ګډې مبارزې په نیت پیل شوې دي. طالبان روسیې ته د افغان حکومت پر خلاف او روسیه بیا طالبانو ته د امریکا پر خلاف د یو احتمالي متفق په سترګه ګوري.

داسې ښکاري چې طالب مشران او د دوی فکري پلویان د سیاسي اسلام د اساساتو په رڼا کې له روسیې سره د اړیکو یا تماس د پدیدې له توجیه کولو عاجز دي، ځکه چې هغه ارزښتونه یې تر پښو لاندې کړل چې له مخې یې د افغان حکومت – امریکا پر اړیکو نیوکه کوله او خپلې وسله‌والې مبارزې ته مشروعیت ور باښه.

له روسیې سره د اړیکو د توجیه له‌پاره طالبان مجبور دي چې له یوې خوا د مډرن سیکولار بهرني سیاست د اساساتو په چوکاټ کې د خپلو ګټو پر بنسټ استدلال وکړي او له بلې خوا خپل شل کلن سیاسي مشروعیت تر پوښتنې لاندې راولي. پخوا دوی ځکه د روسیې او امریکا په څېر د اسلامي نړۍ پر خلاف له متخاصمو زبرځواکونو سره د رسمي اړیکو له ټینګولو ظاهراً انکار کاوه چې د البقرې د سورت د ۱۲۰م ایت تر دې وعید لاندې راتلل؛

« او هېڅکله به یهودان او نصرانیان له تا راضي نه‌شي «اې محمده!» تر هغو پورې چې د دوی د دین متابعت وکړې.»

طالبان دوې لارې لري؛

یا باید د قران‌کریم له پورتني حکمه انکار وکړي چې دا مطلق کفر دی او یا هم له روسیې سره اړیکو یا لږ تر لږه تماس ته د سیاسي اسلام له اساساتو بهر په مډرن سیاست کې دلایل ولټوي.

ستاسو کومینټ پرې څه دی؟