سیاست

طالبان او روسیه؛ د مجاهدینو تېروتنه ولې تکراروي ؟

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاروف اعلان کړی، چې د وسله والو طالبانو یو پلاوی به په ماسکو کې د افغان سولې په اړه جوړیدونکې غونډه کې برخه واخلي.

وسله والو طالبانو په دې اړه رسماً څه نه دي ویلي، خو افغان بهرنیو چارو وزارت په دغه غونډه کې خپل ګډون مشروط کړی او ویلي، چې روسیه دې لومړی پر وسله والو طالبانو له افغان حکومت سره مستقیم مذاکرات ومني.

له وسله والو طالبانو څخه د روسیې د ملاتړ په شان دا هم روښانه ده، چې روسیه له دې ډلې څخه د امریکا پر وړاندې ابزاري ګټه اخلي.

افغان حکومت سره له مخامخو خبرو د وسله والو طالبانو انکار عیناً د افغان مجاهدینو هغه دریځ ته پاتې کیږي، چې له افغانستانه د شوروي لښکرو تر وتو وروسته یې د ډاکټر نجیب په مشرۍ افغان حکومت سره خبرو ته غاړه نه ایښوده.

د مجاهدینو سیاسي ماتې
د شوروي ځواکونو له وتو وروسته د افغان مجاهدینو؛ په ځانګړي ډول د تنظیمي مشرانو د سیاسي ماتې یو لوی دلیل دا و، چې دوی د سولې ظرفیت یا واک نه درلود.

تنظیمي مشرانو، چې د وخت له تېریدو سره یې پر پاکستان او ایران سربېره له نورو هېوادونو هم اغېزمن شوي وو، د سولې د خبرو په اړه یوه خوله نه وو.

په دوی کې ځينو مخامخ د هغه مهال له شوروي اتحاد سره د سولې خبرې پيل کړې، ځينو خپل استازیتوب پاکستان او ځينو ایران ته پریښود.

یو شمېر نورو هېوادونو هم په دې برخه کې پټ و ښکاره دوی ته خپل اوامر صادرول او په دې ډول یې افغان تنظیمي مشران هم خپلو کې سره اچولي وو او هم یې له ډاکټر نجیب سره مخامخو مذاکراتو ته پرې نه ښودل.

د مجاهدینو د سیاسي ماتې او په ټوله کې د ډاکټرنجیب له حکومت وروسته د افغانستان د تباهۍ او د جهادي تنظیمونو د خپلمنځي جنګ لوی دلیل د سولې په مذاکراتو کې د دوی نه یو خوله والی او ماتې ګڼل کیږي.

د دغه وضعیت ډېرشنونکي باور لري، چې که هغه مهال افغان جهادي تنظیمونو د ملګرو ملتونو په منځګړتوب د سولې د طرحه شوي پلان له مخې له ډاکټرنجیب سره سوله کړې وای نه به دا تنظیمونه بدنام شوي او ځپل شوي وای او نه به افغانستان له یوه ناورینه بل ته انتقال شوی و!

د ورته تېروتنې تکرار!
د وسله والو طالبانو او روسیې له وروستیو اړیکو داسې ښکاري، چې دا ډله د افغان مجاهدینو تېروتنه تکراروي.

وروستي بدلونونه څرګندوي، چې دغې ډلې د امریکا پروړاندې د دغه هېواد له سیمه ییزو رقیبانو( روسیې، چین او ایران) سره لاس یو کړی. البته په دې برخه کې پاکستان، چې له امریکا سره یې اړیکې ترینګلې شوي د پام وړ رول لوبولی دی.

وسله وال طالبان په نوي رول کې د دغو هېوادونو د متحد په توګه په لویه کچه امریکا ننګول غواړي. په دې كې شک نشته، چې د طالبانو دغه رول به امریکا ته له سرخوږي ډک وي، خو طالبانو ته به یې پایلې او راتلونکی چندان خوندور نه وي.

له دې ډلې څخه به د مخکینیو افغان مجاهدینو په شان نور هېوادونه ابزاري ګټه واخلي. په دې لوبه کې لکه څنګه، چې افغان مجاهدین مخکې سره وپاشل شول، همداسې به وسله وال طالبان هم څو ډلې او په جلاـ جلا لارو سره لاړشي.

دوی ممکن په لنډمهالي ډول د یوه لوی قوت په توګه تبارز وکړي او وځلیږي، خو په اوږدمهاله توګه به یې پایلې ورته ښې نه وي او هغسې به تاوان وکړي لکه مجاهدینو چې وکړ او اوس یې جبرانولای نه شي!

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ارشاد رغاند

ارشاد رغاند ځوان لیکوال، څیړونکی او فعال دی چې د یاران لپاره په روانو سیاسي او ټولنیزو چارو لیکنې کوي.