سیاست

طالبانو ته د افغان انسان د وینې دا ژی ډیر دروند دی

ښايي په دې اړه ډیر دلایل و اوسي چې د افغانستان په روانه جګړه کې کوم لوری په حقه او کوم په ناحقه دی. خو زه پر دې نه غږیږم.

خبره د افغانانو د ژوند ده. هغه چلن چې په افغانستان کې د افغان انسان له ژوند سره د حکومت مخالف وسلوال او حکومتي چارواکي کوي دا ډیر بې باکانه او له بې پروایۍ ډګ چلن دی.

په دومره بې پروایۍ د افغانانو د وژلو لپاره نوره هیڅ توجیه له هیڅ لورې سره نه شته. دومره بې دریغه د افغان بچیانو وژنه نه نوره په کفر او اسلام توجیه کیدای شي، نه په ډیموکراسۍ او نه پر جهاد او نه پر کومه بله مبارزه.

پر شاهین قل اردو وروستي برید کې د حکومتي شمیرو له مخې ۱۵۰ کسان وژل شوي او تر سلو زیات نور ټپیان شوي. که د وژل شويو او ټپي شویو سرتیرو په کورنیو کې د دوی د میندو، پلرونو ، خویندو ، وروڼو او بچیانو شمیر په اوسط توګه اوه تنه په نظر کې ونیسو، نو د جمعې د ورځې دې خونړې برید نه یوازې دا چې سلګونه افغان زلمي نیمه خوا او نیمګړي کړل بلکې په همدې یوه ورځ یې تر دوه زرو د زیاتو نورو افغان انسانانو چې د دوی د کورنیو غړي دي ژوند په غم ولړه ، کورنۍ یې ونړولې، سلګونه ماشومان یې یتمان کړل، د هغو راتلونکې په سپیرو خاورو ککړ او ویرګډي یې کړل.


دا لوی شمیر دی. دا د افغان انسان ژوند ته لویه ضربه او د افغان انسان له ژوند سره ستره بې انصافي او لویه بې پروايي ده.

په نړۍ کې ګڼو هیوادونو کې چې حکومتونه یې له وسلوالو مخالفتونو سره مخ دي، وسلوال خپل هیوادوال ان که دین شریکی یې هم نه وي او که د مخالف لوري هم وي په دومره بې رحمۍ او بې پروایۍ نه وژني.

په زیاتره داسې هیوادونو کې چې وسلوال مخالفتونه اوږد شوي جګړې په یو ټپه دریدلي حالت ته رسیدلي. دوی د یو بل پر ضد مبارزه کوي خو هڅه کوي چې دومره وینه ترمنځ توی نه کړي چې د ملامتۍ پیټۍ یې بیا نه شي وړلی.

هغه ډلې چې د نظامونو د بدلون لپاره وسلواله مبارزه کوي هدف یې حاکم نظامونه او د نظامونو په اړ د خلکو نظرونه بدلول وي. خلک له څیرمې وژل نه وي دا کار یوازې پردې کوي.

په اوکراین کې له تیرو څو کلونو راهیسې ددې هیواد په ګڼو سیمو کې د حکومت او روس پلوو یاغیانو تر منځ سخت مخالفت او جګړې روانې دي. دلته خبره ان د بیلتون ده خو دواړه لورې تر ډیره هڅه کوي چې ترمنځ یې وژنې بوږنونکي حالت ته ونه رسیږي.

هلته روس پلوې یاغیان په خپل ټول ځواک د کییف د حکومت خلاف جګړه کوي خو په داسې بې دریغه او بې پروا عام اوکراینیان نه وژني. نه حکومت ټول بیلتون غوښتونکي وژل غواړي.

په ګڼو هیوادونو کې یاغي او حکومتي ډلې له پراخو وژنو نه یوازې په دې خاطر ډه ډه کوي چې د خپلو خلکو که د دوی د نظریو مخالف هم وي ژوند ورته مهم وي بلکې د پراخو او زیاتو وژنو له لنډ مهالو او اوږدمهال عواقبو، بدنامیو او غچ اخیستنو هم ویریږي.

دا یوازې افغان انسان دی چې څوک یې د کفر او څوک د مسلمانۍ په نوم بې دریغه وژني خو د غچ او پوښتنې لوری یې لا نه شته . دلته د روانو مخالفتونو هدف یوازې وژل، وژل ښکاري.

افغان حکومت او د پردیو بچیو له ژوند سره بې پروايي

په دې پېښه کې افغان حکومت باید خپله برخه پړه ومني. دوی باید په ادارو کې په ځانګړې توګه امنیتي او دفاعي ادارو کې د اصلاحاتو او چوکاټونو نارې کمې او عملي کار زیات کړي. ددې ادارو چارواکي باید د قوم او قبیلې پر بنسټ نه بلکې د وړتیا پر بنسټ وټاکل شي. دفاع وزارت کې باید هغه قومندانان وټاکل شي چې وړتیا او له خپلو خلکو سره خواخوږي ولرې هیواد او دندې ته ژمن وي.

د شاهین قل اردو ته بریدګرو د ننوتلو لپاره کومه نوې جادويي طریقه نه ده کارولې، بلکې هماغه زړه او پخوانۍ چاره یې تکرار کړې؛ د پوځي یونیفورم او ګاډو سره یو ځای په دفاعي ادارو کې د درغلیو پر مټ د ترلاسه کړو کارتونو په مټ په ډیره اسانۍ قل اردو ته ننوتي او ځانونه یې تر جومات رسولي.

دا هغه طریقه ده چې وسلوالو تل په ډله ایزو بریدونو کې کارولې ده.

حکومتي لورې کې ددې برید د مخنیوي په برخه کې ډیره بې پروايي، په کافي ډیره اندازه درغلي او خیانت شوی دی. او ددې درغلیو سرچینې لا هم د حکومت لوړو څوکیو کې دي. هلته چې په تیرو څو کلونو کې مو د هیڅ ادارې او هیڅ نوې ټاکل شوې شخص څخه کوم ابتکار ونه لید.

هغه مشران پړه دي چې لا هم د اهلیت پر ځای د قوم ، لورې، دوستۍ او ژبې په تړاو ټاکنې کوي.

زه باور لرم چې ددې لپاره ډیر دلایل شته چې د افغانستان په څیر یو هیواد چې امنیت او دفاع ورته د اب حیات په څیر مهمه ده، د امنیتي او دفاعي ادارو په سر کې باید د تاج محمد جاهد او عبدالله حبیبي په څیر څیرې ونه اوسي.

خو ددې لپاره هیڅ دلیل نه شته چې ولې دې په داسې حساسو او نازکو شرایطو کې داسې کسان د امنیتي او دفاعي ادارو مشران وي چې هغوی د پنځو کسانو د مدیریت وړتیا هم نه لري.

د کارته سه له سکانو دې چارواکي وټاکي چې ډیر وړ افغان اقلیت دی خو افغانستان ته ژمن او مسلکي خلک دې وټاکي.

ولسمشر غني ، اجرایه ریس عبدالله او نور کابل میشتي چارواکي باید پوه شي چې د افغان بچیانو له ژوند سره د دوی دومره بې پروايي نه ددې وخت افغانان او نه راتلونکې نسلونه هیرولی شي او نه په دې برخه کې د دوی د بې وسۍ پلمې خلکو ته د منلو دي.

یوازې ناسمې ګمارنې نه دي چې د افغان انسان وینه تویول یې تر مرغۍ هم اسانه کړي . ناسم او ګونګ سیمه ایز سیاست، د سولې د خبرو په اړه د سولې د عالي شورا په نوم د یوې ناکاره ادارې پر مټ نا روښانه دریځ ، د داعش د ۷۰۰ وسلوالو مبهم موجودیت، د روسیې، پاکستان او ایران په وړاندې نا څرګند سیاستونه او په سیمه کې د امریکا د هدفونو مجهول لوری نور هغه څه دي چې اوسني افغان مشرتابه ورسره د افغانانو د ژوند په بیه په بې پروایۍ چلن کوي.

له هماغه پیل راهیسې د ترهګرۍ پر ضد د سیمه ایز اجماع د رامنځ ته کولو خبره ولسمشر غني او مامورینو یې له هرې خبرې مخکې وروسته کوله خو اوس لیدل کیږي چې سیمه ایزه اجماع رامنځ ته شوه خو دوی د بهرنیو چارو له یو لوی وزارت، لسګونو مشاور وزیرانو ، خپلو ټولو سفارتونو، بهرنیو سفرونو، لوکسو هوټلونو کې د اوسیدو سربیره رامنځ ته نه کړه؛ بلکې وسلوال او په تور لیستونو کې شامل طالبان وتوانیدل چې په ورته یوې اجماع کې له پاکستان وروسته ایران، چین او روسیه هم له ځان سره ملګري کړي.

دا هر څه ناڅاپي څه نه دي. هغه هیواد چې د بهرنیو چارو وزیر یې یوازې پر دې بنسټ ټاکل شوی وي چې د پخواني جهادي رهبر زوی دی، بهرنۍ پالیسي به یې بې له شکه چې همداسې ماته ګوډه وي.

وسلوالو مخالفانو ته هم د وینو دا ژی دروند دی

باور لرم چې د افغانستان وسلوال مخالفان که یوه زره هم افغانان وي د افغان انسان د وینو ددې دومره درانه ژي وړل به ورته سخت وي.

د حکومت مخالف وسلوال په ځانګړې توګه طالبان باید د افغان انسانانو ژوند په پام کې ونیسي. دوی باید په دې پوه شي چې روسیې، ایران، چین سره خو به یې جوړه وشي، خو د افغان میندو د بچیو له ژوند سره دا ډول بې پروايي به یې له افغانانو سره روغه او پخلاینه ډیره سخته کړي.

دوی خو د نظام د بدلون ادعا کوي د ټولو افغانانو د وژنې نیت باید ونه لري کنه که واک ته ورسیږي پر کاڼو واکمني نه کیږي.

دوی باید دا هم له یاده ونه باسي چې دوی به د دومره ډیرو افغان انسانانو په وینو له لړلو لمنو سره هیڅ کله د افغانستان دننه په کومې عامه څوکۍ او عامه ممبر په ارام تکیه ونه کړی شي.

دا د افغان میندو د بچیو وینې دي. هغوی په ډيرو کړاونو دا را لوی کړي. افغانستان کې د یو ماشوم لویول د یو ښار تر ابادۍ کم زور نه غواړي.

په داسې بې پروایۍ یې وژل دروند پیټۍ دی. او د حکومت مخالفو وسلوالو ته که روسان، ایرانیان، پاکستانیان او چینایان نه وي او ځانونه افغانان ګڼي، د دومره افغان انسانانو وژل داسې څه نه دي چې ورسره وګرځي.

دا مبارزه که په حقه وي که په ناحقه په دومره بې دریغه انساني هغه هم د افغانانو او مسلمانانو د وینې په توییدو باید تمامه نه شي.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */