افغانستان عمومي

ضمیر کابلوف وايي افغانستان به راتلونکو شلو کلونو کې له منځه ولاړ شي

د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف هغه خبرداری یو شمیر افغانان غوسه کړي چې ویلي، که د افغانستان ملاتړ ونه شي په راتلونکو شلو کلونو کې به دا هیواد له منځه ولاړ شي.

ضمیر کابلوف چې له دې مخکې یې هم د افغانستان په اړه منفي څرګندونې کړي، وروستۍ خبره په داسې حال کې کړه چې دوه ورځې وړاندې مسکو د پاکستاني او چینايي استازو سره د یوې داسې غونډې درې اړخیزې غونډې کوربه و چې ویل کیږي طالب استازي په کې و خو د افغان حکومت کوم رسمي استازی نه وربلل شوی.

دې غونډې هم افغان چارواکي او یو شمیر عام افغانان په غوسه کړي او وايي د افغانستان د راتلونکې په اړه خبرې د افغان حکومت د استازې له موجودیت پرته د افغانستان په اړه د بدنیتۍ ښکاره بېلګه ده .

دې روسي ډیپلوماټ د ترکیې د اناتولي خبري اژانس ته ویلي، که چیرې د افغانستان سره مرسته ونه شي په راتلونکو شلو کلونو کې به له منځه ولاړ شي او د سیمې هیوادونو ته به په یو جدي ګواښ بدل شي. نوموړې نه دي ویلي چې د افغانستان سره باید څه ډول ملاتړ او مرسته وشي، خو د نړیوالې ټولنې له خوا یې د افغانستان د امنیتي ځواکونو د پیاوړتیا یادونه کړې.

ضمیر کابلوف زیاته کړې، هیواد یې د افغانستان د سولې په اړه هیڅ ډول پروګرام نه لري خو که رسمي غوښتنه ترې وشي په دې برخه کې همکاري کولی شي.

د افغانستان د ولسي جرګې یو شمیر غړیو په دې وروستیو کې د طالبانو سره د روسیې، ایران او چین د اړیکو په نژدې کیدو غوسه ښودلې او له افغان حکومت څخه یې غوښتي چې په دې اړه دې اړوند هیوادونو ته ډیپلوماټیک اعتراض وړاندې کړي.

ویل کیږي چې په افغانستان کې د داعش د وسلوالې ډلې موجودیت روسیه اندېښمنه کړې او ددې وسلوالې ډلې سره په مبارزه کې د افغان چارواکو او ناټو د ځواکونو پر نیت شک لري.

د اناتولي خبري اژانس سره په دې مرکه کې که څه هم ظمیر کابلوف د کوم مشخص لورې نوم نه دی اخیستی خو په افغانستان کې یې د داعش ډلې د جوړښت په اړه اندېښنه ښودلې او په کنایه یې ویلي چې ددې ډلې په جوړښت کې شیطان لاس لري.

یو شمیر څیړونکې وايي، روسیه خپله په افغانستان کې لکه د امریکا لویه اجنډا نه لري، خو هڅه کوي په دې هیواد کې داسې لوبه وکړي چې نا امني او وسلوال ترې د منځنۍ اسیا هیوادونو ته لاره ونه مومي بلکې په همدې هیواد کې یې وساتي.

یو شمیر افغان ډیپلوماټان، د افغانستان د حکومت سیمه ایزه ډیپلوماسي کمزوري ګڼي او وايي، افغان چارواکي په تیرو دوو کلونو کې سربیره پر دې چې د ترهګرۍ پر ضد یې د سیمه ایزې اجماع نارې وهلي، نه دي توانیدلي چې روسیه او ایران ډاډمن کړي چې دوی د داعش ډلې سره مبارزې ته ژمن دي.

ضمیر کابلوف دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې ځینې سیمه ایزو افغان چارواکو ویلي، د افغانستان په شمال کې له طالب وسلوالو سره روسي اینجنران او سلاکاران ملګري شوي، د دوی خراب شوي جنګي تجهیزات ترمیموي او د جګړې په برخه کې وسلوالو طالبانو ته سلا مشورې ورکوي.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */