سپورټ نړیوال کرکټ

شیلډن کټریل له خپل پوځ سره د ډوني مینه ستایلې

اعلان

لیکنه: بهار سمسور

ویسټینډیزی چټک توپ اچونکی شیلډن کټریل پر خپل ټویټر اکونټ د هندي پخواني لوبډلمشر اېم اېس دوني هغه ویډیو خپره کړې،چې پکې دوني د هندي پوځ لباس (یونیفرم)پر تن او پوځي خوالۍ یې پر سر ده،دا مراسم دوه اونۍ مخکې په هند کې تر سره شول.

images.jpeg-6.jpg
شیلډن کټریل د دوني د کریکټ او شخصیت د ستاینې تر څنګ،د نوموړي له پوځ سره مینه او خلوص هم ستایي:

دا سړی د کریکټ په ډګر کې داد ورکونکی دی،لیکن هېواد پالونکی او هغه شخص هم دی،چې په لوړه درجه د هېواد د خدمت دنده هم لري. زه تېره اونۍ په جامیکا کې له خپلې کورنۍ سره وم،او دا ویډیو مې شیرډ کړه.

شیلډن کټریل په خپله هم د پوځي کردارونو مینوال دی،کله چې د کریکټ لوبې پر وخت ویکټ تر لاسه کړي، نو پوځي سلام(سلوټ)کوي، چې دې ځانګړي انداز یې مینوال زیات کړي دي.

20190730_184855.jpg
نوموړي د دوني اړوند د دې ویډیو سره لیکلي:

ما دا ویډیو له ملګرو او کورنۍ سره شریکه کړه،ځکه دوی پوهیږي،چې زه څنګه احساس کوم ،اما د ښځې او خاوند تر منځ د وطن لپاره د مینې ښودنه واضح شوه.

دوه اونۍ مخکې هندوستان د ویسټینډیز د سفر لپاره خپله لوبډله اعلان کړه،چې دوني پکې شتون نه درلوده او نوموړی به له پوځ سره یو ځای، د کم زیات یوې میاشتې لپاره په هندي کشمیر کې وخت تیر کړي.

images.jpeg-5.jpg
له نړیوال جام وروسته د اسټرالیا پخواني لوبغاړي لایډ ویلی و،دوني دې نور له پوځ سره کار وکړي،چې ممکن د دوني دا ګام د لایډ د دې مسخرې په بدل کې د ځواب ورکونه هم وي.

دا چې ویسټینډیزی لوبغاړی شیلډن کټریل د دوني دا ګام ستایي ممکن دا هم د دوني په ملاتړ او د لایډ لپاره یو بل ځواب وي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بهار سمسور - خوست کې د یاران ټیم غړی