افغانستان عمومي کلتور

شیرزاد: ۲۵۰۰ماشومانو ته یې په روزنتون کې زده کړې ورکړي

د ننګرهار کارو او ټولنيزو چارو رياست په همکارۍ د ختيځ زون سل تنو ته د ماشوم ساتنې عملي اقدام شبکې له لوري د فعاليتونو کلنی د کره کتنې دریو ورځو په موخه ورکشاپ پيل شو.

دا ورکشاپ پرون دوشنبه پيل شوی دی.

د ننګرهار کارو او ټولنيزو چارو رئيس انجينر عبدالکحيم شېرزاد په ورکشاپ کې د وينا پرمهال په ياده برخه کې دتېر کال په لاس ته راوړنو خبرې وکړې ويې ويل ، په تېر کال کې يې دمرستدويه ادارو پرمټ ۲۵۰۰ ماشومانو ته په روزنتون کې زده کړې ورکړي ، ۶۰۰ تنه ماشومانو ته يې د سپانسر له لارې د زده کړو زمينه برابره کړې، د W H O موسسې په مرسته يې ۱۵۰ تنو ماشومانو ته د کليوالي ښوونځيو کې د زده کړو زمينه برابره کړي، د۱۰۴ تنو ماشومانو دوسيو ته يې په قضايي برخه کې رسيدګي کړې، ۳۸ تنه ماشومان په رسمي ښوونځيو کې شامل کړي، ۱۵۲ تنه په نشه يي توکو روږدي ماشومان يې روزلي، ۱۱۶ تنو ماشومانو ته د سيف دچلډرن په مرسته د کار زمينه برابره کړې او دغه راز په يو شمېر نورو برخو کې هم د پام وړ لاس ته راوړنې لرلي دي .

نوموړي له دولتي او غېرې دولتي بنسټونو غوښتنه وکړه، چې د ماشومانو په برخه کې مرستو ته دوام ورکړي .

د یو بل خبر له مخې دU S A D موسسې په مالي مرسته د جلال اباد ښار سربېره د کوټ او سره رود ولسواليو ۱۰ کورنيو سره د ۱۷ قلمه خوراکي او غېرې خوراکي توکو مرسته و شوه
.
د ننګرهار کارو او ټولنيزو چارو رئيس انجينر عبدالکحيم شېرزاد وويل: په دغه مرستو کې ۱۰۰ کېلو اوړه ، ۲۰ کېلو لوبيا ، ۲۰ کېلو دالو ، ۲۰ کېلو نخودو او ديو شمېر نورو خوراکي توکو ترڅنګ دغېرې خوراکي توکو يو کيټ شامل وو.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */