سپورټ

شکیب الحسن بنګله دیشۍ لوبډلې ته راستون شو

 د سریلنکا په کوربه توب د هندوستان، سریلنکا او بنګله دیش د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د هیروو نیډاس ټراپي په نوم درې اړخیز سیریز کې د بنګله دیشۍ لوبډلې په ملاتړ ته د دغه هېواد د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړی شکیب الحسن بیرته راستون شو.

 شکیب الحسن د بنګله دیش په کوربه توب د کوربه بنګله دیش، زیمبابوې او سریلنکا د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ په درې اړخیز سفر کې د تیرې جنورۍ میاشت کې ټپي شوی و، چې له کبله یې د خپلې لوبډلې د نوملړ څخه ډراپ شوی و.

 د کرک انفو مشهوره ویب پاڼې د معلوماتو له مخې، د بنګله دیش کرکټ بورډ اوس خبر ورکړی دی، چې د سریلنکا خلاف د نن ورځې مهمې سیالۍ کې د ګډون په موخه یې پیاوړی الراونډر شکیب الحسن سریلنکا ته رسیدلی دی.

شکیب الحسن د بنګله دیش د کرکټ په تاریخ کې هغه الراونډر لوبغاړی شمیرل کیږي، چې د تیرو څو کلونو راهیسې یې د کرکټ نړیوالې شورا سره د ۵۰ اوریزه سیالیو د الراونډرانو په درجه بندۍ کې لمړی مقام د ځان سره ساتلی دی.

 د هیرو نیډاس په نامه دغه درې اړخیز سریز کې تیره ورځ د هندوستان کرکټ ملي لوبډله پای لوبې ته ورسیده، خو د کوربه سریلنکا او بنګله دیش د کرکټ ملي لوبډلو څخه به نن ورځ دویمه لوبډله هم پای لوبې ته مشخصه شي.

دواړو لوبډلو په خپلو دریو ترسره کړیو سیالیو کې یوه یوه لوبه ګټلې ده او هره لوبډله چې د سبا ورځ په سیالۍ کې بریا خپلوي، پای لوبه کې به د اتلولۍ په موخه لوبیږي.

 د هیروو نیډاس ټرافي په نوم د کرکټ درې اړخیز سیریز د سریلنکا هېواد د خپلواکۍ د ۷۰ مې کلیزې په مناسبت سره پیل شوی دی، چې پکې هندۍ کرکټ ملي لوبډله د سریلنکا څخه وړاندې پای لوبې ته ورسیده.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

احسان الله ساپی