ياران
له ژوند سره تړلې خبرې

د شهزاد محمدي د بندیز پریکړه؛ که د بسوګۍ واده !؟

افغانستان کرکټ بورډ وايي، دوی تمه لري چې شهزاد به زر بیرته لوبو کې د ګډون اجازه تر لاسه کړي

391

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د توپ وهنې، بریدګر پیلونکی شهزاد محمدي لا هم د کرکټ له کورنیو او نړیوالو لوبو څخه د بندیز له ناڅرګند برخلیک سره مخ دی.

د کرکټ ګڼ شمیر مینه وال، لوبو ته د نوموړي د بیرته ستنیدو لپاره شېبې شماري چې کله به بیا د پخواني شهزاد محمدي میدان ته له ښکته کیدو وروسته د میدان په څلورو خواو کې د څلوریزو او شپږیزو باران ننداره کړي.

داسې ښکاري چې د شهزاد له قضیې څخه د بسوګۍ واده جوړ شوی، کله یې پریکړه اکټوبر ته او کله نوامبر ته شي.

شهزاد محمدي په تیرو څلور یا ۵ کلونو کې د کرکټ په نړۍ کې له هېواده بهر هم په زرګونه مینه وال د ښکلې لوبې د ترسره کولو له کبله راجذب کړي دي دا مهال په کور ناست دی.

نوموړی د کرکټ نړیوالې شورا لخوا د ناقانونه درملو کارولو له کبله د تیرو ۸ میاشتو راهیسې په کور دننه او نړیوال کرکټ څخه منعه شوی دی. د کرکټ نړیوالې شورا تر اوسه د شهزاد محمدي په حق کې پرته د لوبو د بندیز څخه لا بله پریکړه نه ده کړې.

اوس ویل کیږي، چې شهزاد محمدي به ډیر ژر بیرته سیالیو ته راستون شي، خو لا هم خبره کره او باوري نه ده.

د افغانستان د کرکټ بورډ د لوبې د پرمختیا څانګې مسوول بشیرستانکزي، چې د شهزاد محمدي قضیه هم ده پورې تړاو لري، په دې وروستیو کې ویلي، د پیاوړو نړیوالو وکیلانو په مرسته یې د شهزاد د دوسیې دفاع کړې او تمه لري، چې د کرکټ نړیوالې شورا لخوا د شویو معایناتو د پایلو او د دوي د دفاعي بیانیې په ځواب کې به د شهزاد محمدي په حق کې ژر پریکړه وشي، چې د شهزاد په ګټه به وي.

بشیر ستانکزي دا هم ویلي چې تمه لري، د انګلستان په کوربتوب ۲۰۱۹ م کال ۵۰ اوریز کرکټ نړیوال جام غوراوي پړاو سیالیو ته، چې د راتلونکې ۲۰۱۸ م کال په دریمه مارچ میاشت کې په زیمبابوې کې ترسره کیږي؛ د شهزاد بندیز پای ته ورسیږي او د افغان لوبډلې سره به بیا یو ځای شي.

د افغان کرکټ بورډ د لوبې د پرمختیا برخې مسوول بشیر ستانکزي دا هم منلې، چې شهزاد دوسیې ډېر ځنډ وکړ، خو دی وايي، دا چې شهزاد محمدي قصداً دوا خوړل ردوي؛ نو له همدی کبله افغان کرکټ بورډ او شهزاد حق لري، چې په دوسیه کې د دفاع لپاره قوي اسناد برابر کړي، نو له همدې کبله د بېلا بېلو برخو د معایناتو ترسره کول د دوسیې د ځنډېدو لامل وګرځېد.

د معلوماتو له مخې، د شهزاد پر دوسیه تر اوسه پرې له ۶۰ څخه تر۷۰ زره ډالرو پورې مصرف راغلی او د دوسیې تر پایه به پرې نور لګښت هم راشي.

په کرکټ کې د ناقانونه درملو استعمال او د رسوايي سزا؛

که چیرې یو لوبغاړی په قصدي ډول له دغه درملو څخه استفاده وکړي، نو د ۴ کلونو لپاره به له هر قسم کورني، بهرني او نړیوال کرکټ څخه بې برخې وي. خو که سهواّ دغه درمل وخوړل شي، نو بیا هم دوه کلن بندیز سره لوبغاړی مخ کیدی شي، خو د دفاغي وکیل د هڅو او قوي دلایلو سره دغه بندیز د ۲ کلونو مودې څخه هم را کمیدلی شي.

د شهزاد د اوسني نامعلوم بندیز موده نږدې ۸ میاشتو ته ورسیده، خو اوس یې د پریکړې په اړه د میاشتو انتظار کیږي.

پوښتنې ؟

ایا د افغانستان کرکټ بورډ به ريښتیا د شهزاد په اړه د نړیوالو بندیز په پای ته رسولو کې صادقانه هڅې وکړي؟

دغه بندیز به د شهزاد په لوبو ترسره کولو څومره تاثیر کړی وي ؟

ایا شهزاد به د لوبې په ډګر کې پخوانی شهزاد اوسي او د لوبې په جریان کې به نندارچیان بیا د میدان په څلور خواوو کې د شهزاد هغه پخوانۍ شپږیزې او څلوریزې وګوري او کنه ؟؟

تبصرې
Loading...