سپورټ کلتور او هنر

د شهزاد محمدي نوي، سترګکونه او له خندا ډک اکټونه

لیکنه: ياران

شهزاد محمدي د زیمبابوې سره په وروستۍ لوبه کې پر ښه توپوهنې سربیره له مستۍ او مسخرو په ډکو اکټونو نه یوازې د خپلو مینوالو بلکې د ګڼو رسنیو پام ورواړوه.

په هندي، پاکستاني او نورو رسنیو کې د شهزاد ګڼو مینوالو ددې افغان کرکټ ستوري هغو ویډیي تصویرونه خپاره کړي چې د توپوهنې پر مهال یې، د هندي سینما د یوې وروستۍ مشهورې شوې ویډیو اکټونه تمثیل کړی دی.

په دې وروستیو کې پریا پرکاش په نوم د یوې نوکارې هندي اکټرې هغه ویډیو چې یو هلک ته په کې سترکګ وهي، او بیا د لاس په ګوتو تمانچې ته ورته علامه جوړوي او د ډزو تمثیل کوي، په اینټرنیټ کې ډیره مشهوره شوه او د پریا پرکاش دې سترګک د ګڼو خلکو په زړونو کوډې وکړي.

داسې ښکاري چې د پریاپرکاش دې اداګانو پر افغان کرکټ ستوري شهزاد محمد هم اغیز کړی، هغه په خپل وروستۍ لوبه کې نه یوازې دا چې پر ګوتو د تومانچې ډزو ته ورته د فیر کولو مسخرې وکړې، بلکې یو ځای یې د همدې مشهورې ویډیو د هلک د تمثیل په بڼه پر خپله سینه لاس کېښود او ځان یې وغورځوه.

شهزاد چې له اوږده بندیز وروسته بیرته له ټیم سره یو ځای شوی دې نویو ټوکو ټکالو او له ژوند ډکو اکټونو یې یو وار بیا د مینوالو پام ور اړولې، نه یوازې مینه والو یې بلکې ګڼو هندي، پاکستان او نورو رسنیو هم دده ددې اداګانو په اړه راپورونه لیکلي.

شهزاد محمدي نه یوازې د افغان کرکټ ملي ټیم غوره توپوهنکی دی بلکې، ددې ټیم یوه له ژوند، مستۍ او شوره ډک غړی هم دی.


په بیلابیلو لوبو کې نه یوازې چې دده ښه توپوهنه خلک په ځان مینوي، بلکې د لوبې پر مهال ټوکې ټکالې او اکټونه هم د مینه والو زړونه ګټي.

تر دې مخکې هم د لوبې پر مهال د شهزاد محمدي د خندونکو اکټونو ځینې عکسونو د خلکو پام ور اړولی دی. چې یو یې دا مشهور عکس دی.

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران