کلتور او هنر

شاه رخ خان په یوه بل مهم فلم کې کار کوي

د هندي سینما د کنګ په په لقب مشهور ادا کار د خپل یوه ډېر مهم فلم خبر ورکړ، ده ویلي چې په یوه ډېر مهم فلم کې به کار وکړي چې زیاته خوارې ورته ورتر غاړې ده.

شاه رخ خان دا ځل یش راج فلمونو کې د دغه فلمونو د لارښود ادتیه چوپړا سره په یوه مهم فلم کې کار کوي او د کنګ په خبره دا له حده زیاته مهم دی.

شاه رخ خان د هندي سینما هغه ستوری دی چې زیات مینوال لري او په ډېرو زړونو باندې بې تاجه بادشاهي کوي.

خان د بالیوډ د رومانس فلمونو بادشاه په نوم یادیږي او ډېر کله یې په رومانټیکو فلمونو کې کار کړی.

شاه رخ خان د مینوالو تر منځ په ښه ډيالوګ باندې ډېر ښه شهرت لري او رومانس لپاره ځانګړی انداز هم لري چې کله کله یې د ټلویزیونې پروګرامونو پر مهال لیدونکي تر د دغه انداز د اداکولو غوښتنه کوي.

د دغه فلمي ستوري یوه کمال دا هم دی چې په فلم کې داسي انداز سره کار کوي چې فلمي صحنې ته د حقیقي ژوند بڼه ورکوي.

شاهرخ خان ویلي چې د خپل راتلوونکي فلم(زيرو) وروسته به سمدلاسه په یوه بل مهم فلم او لويې پروژې کار وکړي.

د هندۍ رسنیو د رپوټونو له مخې د خپل نوي فلم په تړاوو خان ویلي چې د یش راج فلمونو مشهور لارښود ادتیه چوپړا ورسره د فلم جوړولو اراده لري او دا ډېر مهم فلم او لویه پروژه ده .

هغه وایي چې اهمیت یې له دې څخه معلومیږي چې دی باید د دغه فلم د مرکزي رول د سم لوبولو په خاطر دوه میاشتې له ادتیه چوپړا سره یو ځای کار وکړي.

نوموړی زیاتوي چې مشهور لارښود ادتیه چوپړا ورته ویلي دي چې د فلم د صحنو ډکول به ممکن درې میاشتې وخت ونیسي، خو تر هغې وړاندې باید دی له چوپړا سره یو ځای کار وکړي.

دی زیاتوي؛ دغه لارښود ادتیه چوپړا ورته ویلی چې دوه میاشتې باید ورسره فقط د شوټینګ د چمتو والي په موخه پاتي شي.

شاه رخ خان همداراز وايي، نه پوهیږي چې ادتیه چوپړا څه ډول فلم جوړوي، خو وایي چې له خپلو دغو مصروفیاتونو وروسته به سمدلاسه د را روان فلم د جوړولو لپاره تیاری ونیسي. خو نوموړي د خپل دغه مهم فلم نوم نه دی اخیستی او نه یې هم د دغه فلم کیسه روښانه کړې.

د یادولو وړ ده چې شاه رخ د مشهور فلمي لارښود ادتیه چوپړا سره تر دې وړاندې هم په یو شمېر فلمونو کې کار کړی.

دل والی دلهنیا لی جائی ګی، محبتین او رب ني بنادي جوړی هغه فلمونه دي چې کینګ خان پکې د چوپړا سره یوځای کار کړی.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی