شاه رخ خان له تمې زیات بوډا شوی دی

د هندي سینما (بالیووډ) پاچا شاه رخ خان داسې انځورونه په ټولنیزو رسنیو خپاره شوي دي چې د هغه مینه وال يې هک پک کړي دي.

شاه رخ خان خپل فلمي مزل په ۱۹۹۲ کال له (دیوانه) فلم شروع کړ مګر د خلکو پام يې په (بازیګر) فلم کې د ځان خواته راوګرځوه او ځان يې د بالیووډ پاچا کړ.

شاه رخ خان همدا اوس ۵۱ کاله عمر لري او په فلمي دنیا کې يې کابو ۲۵ کاله تېریږي خو لا هم په فلمونو کې مرکزي رولونه ترسره کوي چې اوس هم ځوان ښکاري.

خو په ټولنیزو رسنیو کې د کنګ خان تازه خپاره شوي انځورونه د هغه د بوډاتوب پخلی کوي.

د بالیووډ فلمي اداکارې عالیه بټ په سالګره کې کیمرې د شاه رخ خان داسې انځورونه خوندي کړي دي چې پر مخ يې هیڅ ډول میک اپ نشته دی او د ږیرې سپین ویښته يې د بوډاوالي اظهار کوي. په انځورونو کې ښکاري چې د شاه رخ خان د ږیرې ډېره برخه سپینه شوې ده.

د کنګ خان دا انځورونه په ټولنیزو رسنیو کې اوړي راوړي او د هغه مینه وال يې بیخي که خپه کړې نه دي نو حیران کړي یې دي.

په داسې حال کې چې ده همزولی سلمان خان او عامر خان چې تر ده یو کال مشر هم دی، له دې ځوان ښکاري د شاه روخ خان د زر زړیدو سبب به څه وي؟

د نوموړي یو شمیر دوستان او ملګري وايي، شاه روخ خان ډیر سیګرټ څکوي او دې یې پر روغتیا ناوړه اغیزې کړي او ښايي په زر بو‌ډاکیدو کې یې هم رول ولري.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */