کلتور موسیقي او تصویر

شاه رخ خان او سلمان خان کلونه وروسته یو ځای

د بالیووډ مشهور ستوري شاه رخ خان او سلمان خان کلونه وروسته د سلمان خان “ټيوب لایټ” فلم کې چې همدې اختر کې نندارې ته وړاندې شوی یوځای لوبیدلي دي.

هسې خو د فلم مرکزي رول سلمان لوبولی او فلم هم د سلمان خان دی، خو کینګ خان د دبنګ خان په غوښتنه د یو جادوګر په لنډ کردار کې راښکاره شوی دی.

شاه رخ خان او سلمان خان د هندي سینما هغه دوه نامتو او مشهور فلمي ستوري دي چې ډېر مینه وال لري.

ددې دواړو ستورو مینه والو له کلونو راهیسې هیله لرله چې دواړه خانان یو ځل بیا سره په یو داسې فلم کې یو ځای وګوري چې په کې د سلمان او شاه رخ خان دواړو مهم رولونه وي، خو ددې هیلې له پاره باید تر ۲۰۲۰ پورې انتظار وکړي.

شاه رخ خان په یوه تازه مرکه کې ویلې دي چې نن سبا سلمان او دی په خپلو کارونو بوخت دي او نه شي کولی چې تر ۲۰۲۰ کال پورې په کوم ګډ فلم کې کار وکړي.

د یادونې ده چې سلمان خان او شاه رخ خان په تېر کې په ځينو فلمونو کې ګډ لوبیدلي دي، چې مشهور يې کرن ارجن، هم تماري هی صنم او کهچ کهچ هوتاهی فلمونه دي.

تر دې فلمونو کلونه وروسته شاه رخ خان د سلمان په “ټيوب لایټ” کې لنډ رول لوبولی دی.

په “ټيوب لایټ” کې د سلمان سره د ګینګ خان په رښکاره کیدو د دواړو خانانو مینه وال خوښ دي چې ګوندې د دواړو خانونو تر منځ ستونزې ختمې شوي دي او یو ځل بیا به سره ګډ فلمونه جوړ کړي.

د دواړو خانونو تر منځ دا څو کالونه وخت ناوخت د اختلاف او یو پر بل پسې د خبرو کولو راپورونه هندي رسنیو خپرول.

خو څو میاشتې وړاندې يې خپل مینه وال هغه وخت حیران کې کړل چې په یوه ستیج شوو کې دبنګ خان او ګینګ خان دواړو یوځای د ستیج چارې مخ ته یوړې او د دواړو له خبرو داسې معلومیده چې خپل منځي اختلافات يې څنګ ته کړي دي.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */