کلتور او هنر

شاهد کپور هم په هندي سینما کې خپلوۍ پاللو غوسه کړی

لیکنه: یاران هنر

د هندۍ سینما مشهور فلمي ستوري شاهد کپور هم په بالیووډ کې له خپلوي پالنې په تنګ شوی او بالاخره یې دانتقاد غږ پورته کړ.

شاهد کپور د هندي سینما مشهور فلمي ستوری دی چې په ډېرو مشهورو او کامیابو فلمونو کې یې رول لوبولی دی.

تر ده وړاندې نورو فلمي لوبغاړو هم په فلمي نړۍ کې په خپلوۍ پاللو نیوکې کړې وې او ویلي وه، چې په فلمونو کې هر هغه چاته وخت ورکول کیږي چې مشران یې په دغه ډګر کې پاتي شوي وي.

څه موده وړاندې کنګنا رناوټ هم په دغه تړاوو خبرې کړې وې چې بیا د کرینا کپور او کرشمه کپور لخوا رد شوې وې.

هندي رسنۍ له اوږدې مودې راهېسې په دې اړه راپورونه خپروي چې بالیوډ کې ځینې فلمي لوبغاړي، پروډیوسران، فلم جوړونکي، ډایرکټران، لیکوال او نور په هنر کې خپلوۍ پالي او عموما خپل خپلوان د سینما ډګر ته راکاږي او وړ کسان له دې ډګر بهر پاتې کیږي.

شاهد کپور ددې انتقادونو په لړ کې تازه غږ دی چې اوریدل کیږي.

شاهد کپور ویلٍي، په داسې وخت کې د فلمي نړۍ ورځې شپې تېروي چېرې چې له وړتیا زیاته خپلوۍ او دوستۍ ته لومړیتوب ورکول کیږي.

دی زیاتوي، هر هغه څوک چې په فلمي ډګر کې فلمي لارښود، فلم جوړونکی او یا فلم پروډیوسر سره بلدتیا ولري نو که وغواړي ښه په اسانۍ سره کولی شي په دغه نړۍ کې کار وکړي.

د نوموړي په خبره، هغوې چې واسطه نه لري نو په فلم کې کار کولو او دغه ډول خلکو ته د موقع ورکول مشکل کار دی.

د شاهد کپور په خبره دا چې څو په اوس وخت کې په بالیوډ یا هندي سینما کې کار کوي نو خامخا به ددې ډګر د یو مشهورې څیرې سره یو ډول رشته پالې.

شاهد کپور په داسې مهال په بالیوډ سینما کې د خپلوۍ پاللو غوسه کړی چې تازه یې نوی فلم ( بتي ګل میټر چالو) خپور شوی.

دغه فلم د روانې میاشتې په ۲۱ نېټه د سېنما په پرده خپور شو

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

یاران هنر