سیاست

د پاکستان لومړی وزیر شاهد خاقان په کابل کې- افغان حکومت درییم هیواد تضمین غواړي

لیکنه: ياران

افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن په ارګ د پاکستان صدراعظم شاهد خاقان عباسي ته هرکلی ووایه او له نوموړې سره یې د د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سولې او پیوستون د پلان پر چمتو شوې مسوده خبرې وکړې.

د پاکستان لومړی وزیر کابل ته په داسې حال کې سفر کوي چې پر ډیورند کرښې ته نژدې د کونړ ولایت پر دانګام او نورو سیمو د پاکستان د توپونو او هوايي بریدونو د افغان چارواکو او عامو خلکو غوسه پارولې ده.

د شاهد خاقان تر سفر یوه ورځ مخکې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په یو بیانیه کې پاکستان د افغانستان پر مځکنۍ بشپړتیا پر تیري تورن کړ او د ډیورند کرښې په اوږدو کې یې دده هیواد وروستي بریدونه په سختو ټکیو وغندل. په ورته توګه د پاکستان لومړي وزیر هم کابل ته تر سفر یوه ورځ مخکې په یو لړ څرګندونو کې ټینګار وکړ چې د ترهګرو مشران په پاکستان کې نه بلکې په افغانستان کې دي. هغه څه چې کابل او نړیواله ټولنه یې تل پړه پر افغانستان اچوي.

خو د جمعې په ورځ په ارګ کې شاهد خاقان عباسي ته ولسمشر غني نسبتا تود هرکلی ووایه، په رسمياتو سربیره دواړو مشرانو د جمعې لمونځ د ارګ په جامع جومات کې ادا کړ.

د افغانستان او پاکستان د سولې او یووالي ګډ پلان

چارواکي وايي دواړو لورو د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سولې او پیوستون د پلان د وروستي کولو په اړه د کار په پیل هوکړه کړې. ارګ په دې اړه په یوه خبر پاڼه کې وايي:

” د دواړو هېوادونو ترمنځ د زندانیانو د تبادلې لپاره د یو سند چمتو کولوپه اړه د بحث او موافقې ترڅنګ پرېکړه وشوه چې د دواړو هېوادونو د ملي امنیت سلاکاران او د بهرنیو چارو وزارتونه به د ”سولې او پیوستون لپاره د افغانستان ـ پاکستان د عمل پلان سند“ نهايي کړي.“

کابل وايي سولې او پیوستون لپاره د افغانستان ـ پاکستان د عمل دا پلان یې له واشینګټن او اسلام اباد سره په ګډه جوړ کړی او په کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ په ډیرو برخو کې شته ستونزو ته هواری او د همکارۍ او باور د پراختیا لارې په ګوته شوي دي.

د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې سرغړونې

د ولسمشر اشرف غني او شاهد خاقان عباسي د ننۍ لیدنې په اړه ارګ په خپلې خبر پاڼې کې زیاته کړې :

” په دغه کتنه کې جمهور رئیس غني او د پاکستان لومړي وزیر د دوه اړخیزو اړیکو، تروریزم سره د مبارزې، منطقوي اتصال، د افغانانو په رهبرۍ او مالکیت دسولې د مذاکراتو، د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د سرغړونو، په عزت سره د کډوالو د راستنېدو، د سړک جوړولو او ريل پټلۍ د پروژو، د زندانیانو د تبادلې او د ”سولې او پیوستون لپاره د افغانستان ـ پاکستان د عمل پلان سند“ د نهايي کولو په اړه بحث او خبرې وکړې.“

له ارګ خپره شوې بیان زیاتوي چې ولسمشر غني له هغې غاړې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د سرغړونو موضوع په جدي توګه د پاکستان لومړي وزیر سره مطرح کړه او هغه ته یې په ټینګار وویل، اوسنی وضعیت د هیچا په ګټه نه دی او باید هر راز تشویش د رسمي مراجعو، بحث او مذاکراتو له لارې شریک او حل شي.

سوداګري او کډوال

همدارنګه دواړو غاړو په منطقوي اتصال په ځانګړي ډول د افغانستان له لارې له منځنۍ اسیا څخه پاکستان ته د انرژۍ په انتقال، د کویټه ـ کندهارـ هرات او د پيښورـ جلال اباد د ریل پټلۍ د دوو سترو پروژو او پيښورـ جلال ابادـ کابل د لویې لارې د جوړولو د عملي کار په پیلولو بحث او خبرې وکړې.

د ارګ په وینا د افغان کډوالو د ستنیدو په اړه د دواړو هیوادونو د یو ګډ هییت له خوا د یو واضح مهال‌وېش او میکانیزم پر جوړولو هم سلا وشوه او دغه راز له منځنۍ اسیا څخه پاکستان ته د افغانستان له لارې د برېښنا د اتصال او انتقال په اړه د دواړو هېوادونو پلاوی موظف شول.

افغانستان درییم هیواد تضمین غواړي

د ارګ په خبرپاڼه کې ویل شوي چې شاهد خاقان عباسي د افغانستان د سولې په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.

ځینو رسنیو د یو شمیر افغان چارواکو له خولې چې نوم یې نه دی یاد شوی ویلي د سولې او پیوستون لپاره د افغانستان ـ پاکستان د عمل پلان مسوده چمتو ده او دواړو خواوو پرې سلا هم کړې، خو افغان لورې ددې پلان د عملي کیدو په برخه کې د یو درییم هیواد د څارنې غوښتنه ددې سند د لاسلیک د شرط په توګه وړاندې کړې ده. ویل کیږي افغان لورې د درییم څارونکي هیواد د انتخاب حق پاکستان ته ورکړی دی.

عبدالله د کابل او اسلام تر منځ باور د جګړې په کمیدو کې ګوري

عباسي کابل ته د خپل سفر په ترڅ کې په جلا توګه د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله سره هم کتلي او پاکستان ته یې د تګ بلنه ورکړې ده.

د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال جاوید فیصل وايي، شاهد خاقان عباسي په‎دغه کتنه کې ویلي چې پاکستان چمتوالی لري، څو د افغان سولې لپاره زمینه برابره کړي.

د ښاغلي فیصل په خبره په دغه ناسته کې اجرائیه رئیس د دواړو هېوادونو ترمنځ د باور فضا پر رامنځته کېدو ټینکار کړی دی.

د ښاغلي عبدالله په باور د دواړو هېوادونو ترمنځ د باور فضا هغه مهال رامنځته کیدای شي چې په افغانستان د جګړې شدت کم شي.

دا سفر په‎داسې حال کې ترسره کېږي چې له څو کلونو راپه‎دېخوا د کابل او اسلام‎اباد ترمنځ اړیکې ترینګلي دي.

عباسي کابل ته تر سفر یوه ورځ مخکې په اسلام اباد کې خبریالانو ته ویلي و چې د وسلوالو طالبانو مشران په پاکستان کې نه شته او دا خبره سمه نه ده. نوموړې په ورته توګه افغانستان هغه ځای بللی و چې دده په وینا پر پاکستان ترې بریدونه کیږي.

ګڼو څارونکو د کابل تر سفر یوه ورځ مخکې د شاهد خاقان عباسي دا څرګندونې، د پاکستان پر پخواني دریځ ټینګار بللی و او له همدې کبله یې اندېښنه څرګنده کړې وه چې له داسې یو دریځ سره کابل ته د پاکستان د صدراعظم سفر به کومه لاس ته راوړنه ونه لري.
.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران