رسنۍ نړیوال کرکټ

شاهد افریدی هم نسوار کوي

د پاکستانۍ کرکټ لوبډلې پخوانی لوبغاړی شاهد افریدي په داسې مهال د کمرې د سترګې له لورې په نښه شوی نسوار په خوله کې ږدي.

تازه په یوه خپره شوې ویډیو کې ښکاري چې په ځینو مراسمو کې د پاکستانۍ لوبډلې لوبغاړی د نسوارو اچولو په حال کې دی.

اوس دغه ویډیو په پاکستانیو رسنیو کې خپره شوې او په ټولنیزه میډيا کې هم د کرکټ د مینه والو لخوا لاس په لاس کیږي.

شاهد افریدی په داسې مهال د کمرې تر سترګې راغلی چې په پاکستان کې د دغه هېواد د دفاع ورځ لمانځل کېده.

د پاکستان د دفاع د ورځې مراسم د پاکستاني پوځ لخوا جوړ شوي وه چې په کې د شاهد افریدي په شمول زیاتو پاکستاني کرکټرانو ګډون کړی و.

شاهد افریدي په تړاوو پاکستانۍ رسنۍ وایې، چې په دغه کار سره یې ثابته کړه چې رښتنی پښتون دی.

شاهد افریدي پاکستان کرکټ لوبډله کې هغه پښتون لوبغاړی دی چې زیات مینوال لري او تیزه لوبه او ښکلی سلو توپ اچونه یې د مینوالو د شتون ستر لاملونه دي.

تر دې وړاندې شاهد افریدی په نسوارو نه و لیدل شوی او نه یې هم داسې کومه ویډیو په ټولنیزه رسنۍ خپره شوې وه.

خو د لومړي ځل لپاره شاهد افریدی په نسوارو باندي د سپټمر په ۶مه نېته د پاکستان د دفاع د ورځې په مراسمو کې په داسې مهال د کمرې تر سترګې لاندې راغلی چې نسوار خولې ته اچوي او تر پاسنۍ شونډې لاندې یې ږدي.

پاکستانیو رسنیو دغه عمل یوازې تر پښتو خاص کړی او ویلي دی چې نسوار یوازې پښتانه کاروي.

شاهد افریدي د پاکستان کرکټ لوبډلې هغه نوم دی چې نه یوازې پاکستان بلکې د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې خپل مینوال لري.

نوموړی د پاکستان لپاره په زیاتو سیالیو کې کلیدي رول لوبولی خو اوس یې نړیوال کرکټ د پريښی او یوازې په ځینو شل اوریزه لیګونو کې لوبه کوي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی