سپورټ

شاهد افریدي، د ژوند شرمناکې شېبې یې د توپ توږلو شېبې وې

پاکستان د کرکټ مشهور لوبغاړي شاهد افریدي وایې د ژوند تر ټولو له حجالت ډکه او شرمناکه شېبه یې هغه وه چې نوموړی پکې د توپ د خرابولو (بال ټیمپرینګ) پر مهال ولېدل شو او وروسته پرې ثبوت هم شوه.

دغه پښتون لوبغاړي په یوه مرکه کې د خپل ژوند په تړاوو په ځېنو مسایلو خبرې کړي.

شاهد افریدي د پاکستان د کرکټ په لوبډله کې د ډېر وخت لپاره پاتې شوی او نه یوازې په پاکستان بلکې په نړۍ په ډېرو هېوادونو کې مینوال لري.

شاهد افریدي د دغه مرکي په لومړي سر کې ویلي چې غواړي د ده په ژوند په جوړيدونکي فلم کې د بالیوډ مشهور لوبغاړی عامر خان کار وکړي.

سره له دې چې تر اوسه هېچا د نوموړي لوبغاړي په ژوند د فلم جوړولو لپاره زړه نه دی ښه کړی خو افریدي یې لا له اوسه خوبونه ویني.

د پاکستان د کرکټ لوبډلې پخوانی لوبډلمشر وایې، که چېرته یې په ژوند فلم جوړیږي نو غواړي چې د هندي سینما خان او په همدغه سینما له ډېره وخته راج چلوونکی فلمي ستوری عامر خان یې مرکزي رول ولوبوي.
د پاکستانۍ رسنیو د خبر له مخې شاهد افریدي او عامر خان دواړه سره له ډېره وخته ښه دوستي هم لري.

رسنۍ زیاتوي کله چې افریدي او عامر خان دواړه څو کاله مخکې په مکه مکرمه مخ شوې وه او جوړه تصویر یې اخیستي نو ډېر زیات په ټولنیزه مېډیا د دواړو د مینوالو له خوا خپور شو او زیاتې تبصري هم پرې وشوې.

په مرکه کې پاکستاني پخواني لوبډلمشر د دغه هېواد د نورو کرکټرانو په تړاو هم ویلي، دی وایې چې عمر اکمل نه یوازې دا چې یو ډېر ښه کرکټر دی بلکي د ښه کرکټ سره ـ سره ښه ډانس(نڅا) هم کولی شي.

افریدي وایې د خوښې فلم یې د انګلیش سینما یا هالیوډ ګلیډی ایټر دی.

باید یاده شي چې شاهد افریدي په ۲۰۱۱مېلادي کال کې د بال ټمپرینګ په قضیه کې ونیول شو چې وروسته بیا ورته په همدغه جرم د دوه کاله بندیز سزا هم ورکړل شوه.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی