کلتور او هنر

شارخ خان په ډان۳ او سلمان خان په دبنګ۳ فلم کار کوي

د بالیووډ باچا شارخ خان د ډان فلمونو دریمه برخه جوړوي. د ډان فلم دوهمه برخه پوره ۷ کاله مخکې شارخ خان او پرینکا چوپړا په ګډه جوړه کړې وه.

د فلم پروډیوسر ریتش سیدواني ویلي، چې ډان۳ فلم سکریپټ تیار دی او شارخ خان به د فلم هیرو وي؛ خو دا ځل به پرینکا چوپړا په دې فلم کې نه وي.
داسې خبرونه هم ورکړل شوي وه، چې شاید ډیپیکا پاډوکون د پرینکا چوپړا په ځای په ډان۳ کې د شارخ خان سره ګډه ولوبیږي.

ښاغلي ریتیش دا رد کړه، چې ګنې ډیپیکا پاډوکون د ډان۳ فلم برخه ده، اما د پرینکا چوپړا په اړه يې څه ونه وویل.

بل پلو رامیش بلا چې د فلمونو تجارتي څیړونکی دی ویلي، چې نه هم پرینکا او نه هم ډیپیکا پاډوکون د ډان۳ فلم برخه ده؛ بلکې په ځای به يې یوه نوې څیره رامخ ته شي.

د فلم د شوټینګ چارې به په ۲۰۱۹ کال کې پیل شي او زیاته برخه به يې په دوبۍ او ابي دوبۍ کې جوړه شي.

د ډان فلمونو لومړۍ برخه په ۲۰۰۶ کال او دوهمه برخه یا ډان۲ په ۲۰۱۱ کال کې خپره شوه. ډان د جرمي – اکشن ژانر فلم دی، چې د شارخ خان له کامیابو فلمونو څخه ګڼل کیږي.

د سلمان خان دبنګ۳:
بل پلو سلمان خان سږ کال پلان لري، چې د ریس۳ فلم سربیره دبنګ۳ فلم هم خپور کړي.

سلمان خان ته ځینو نژدې سرچینو ویلي، چې د دبنګ۳ فلم شوټینګ به راتلونکې اکټوبر میاشت کې پیل شي.

سلمان خان اوس د ریس۳ فلم لپاره په شوټینګ بوخت دی. ریس۳ د سلمان خان او جاکلین فریننډیز ګډ فلم دی، چې روان کال په اختر کې به خپور شي.

دبنګ د سلمان خان کامیابو فلمونو لړۍ ده، چې لومړی هغه يې په ۲۰۱۰ او دوهم (دبنګ۲) يې په ۲۰۱۲ کې خپور شو. دبنګ۲ کې د بالیووډ نوموتې اداکاره سوناکشي سینا له سلمان خان سره یوځای لوبیدلې.

د سلمان خان وروستی فلم ټایګر زنده هی و، چې له کټرینا کیف سره يې په ګډه جوړ کړی او د ډیسمبر په وروستیو کې خپور شو. ټایګر زنده هی د سلمان خان او کټرینا یو له کامیابو فلمونو څخه و.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

تورپیکۍ سادات