شارخ خان ونه شو کړای چې سلمان خان وژغوري

 

که څه هم د فلم د کامیابیدو له پاره د بالیووډ د سلطان سلمان خان نوم هم بس دی، مګر دا ځل د ګینګ خان شاه رخ خان نوم هم ونه شو ژغولی.

د سلمان خان نوی فلم “ټيوب لایټ” چې په کوچني اختر کې، د هندوستان سربېره په ځينو نورو هیوادونو کې هم نندارې ته وړاندې شوی و، د سلمان خان د نورو فلمونو په پرتله يې په پیل کې بازار بیخي سوړ او ګټه يې کمه وه.

د سلمان خان د نورو فلمونو په پرتله “ټيوب لایټ” په خپله لومړنۍ اوونۍ کې د تمې خلاف کم او سوړ بازار وکړ. په داسې حال کې چې تر دې وړاندې د سلمان خان نورو فلمونو د نندارې په لومړیو درې ورځو کې ۱۰۰ میلونه بازار کړی و.

خو “ټیوب لایټ” ۱۰۰ میلونه روپۍ ایله په اوه ورځو کې ګټلي دي او په اتمه ورځ يې دغه شمېر۱۰۵ میلونو ته رسولی دی چې د خان د نورو فلمونو په پرتله يې ګټه کمه او بازار یې سوړ دی.

په “ټيوب لایټ” فلم کې د بالیوډ ګینګ خان شاه رخ خان هم په یوه کوچني رول کې لوبیدلی دی. خو دا ځل د دواړو خانانو نوم ونه شو کړای چې فلم تر کامیابۍ پورې ورسوي.

فلمي څارونکي وايي، “ټيوب لایټ” ته ناکام فلم نه شي ویلی، خو د دبنګ خان د نورو فلمونو بازار او ګټې ته په کتو يې مزه نشته دی.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */