عمومي کلتور موسیقي او تصویر

شارخ خان د خپلو زامنو سره د موسیقۍ ډله جوړوي

د ۲۰۱۷ کال په راتلو سره تازه شارخ خان په یوه مرکه کې ویلې، چې غواړې د موسیقې یو ګروپ جوړ کړي.

د بالیووډ باچا زیاته کړې، چې څو کاله مخکې يې له هسپانيې څخه دوه سیتاره د ځان او خپل مشر زوی، ارین لپاره راوړي وه.

شارخ زیاتوي، چې د ارین کشر ورور ابرام هم میوزک سره مینه لري.

دې وايي، که زامن يې ورسره ومني، نو د موسیقې یوه ډله به جوړه کړې، چې پکې به خپله دې او دده دوه ځامن وي.

تر دې مخکې هم د هند د سینما یو شمیر مشهورو څیرو د موسیقۍ په نړۍ کې خپل بخت ازمایلي دی. له دې ډلې څخه په دې وروستیو کې پرینکا چوپړا د سندرو په نړۍ کې خپل بخت ازمایلی.

شا روخ خان خپله په جوش فلم کې خپله لومړنۍ سندره ویلي.

او د امیتاب بچن غږ او سندرې بیا تر ډیرو وتیلو سندرغاړو هم ډیر مینه وال لري.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */