روغه سټه ژوند بڼه کورنی ژوند

سیکس (مقاربت)؛ د زړه د حملې سربیره، د ګڼو ناروغیو د مخنیوي لار

لیکنه: شمیم اتل

کوروالی یا سیکس د انساني ژوند له بنیادي اړتیا و څخه ګڼل کیږي. یو شمیر خلک کوروالی (مقاربت) یواځې د تولید لپاره کوي، خو ممکن خبر نه وي، چې دا کار د وجود د عمومي روغتیا، په ځانګړي ډول د زړه او ذهن د سلامتیا لپاره ډیر ګټور دی.

د امریکا د کارډیالوژي ژورنال لیکي، چې سیکس (کوروالی) د زړه د ناروغیو په مخنیوي کې مهم رول لري.

د زړه د نارغیو متخصص ډاکتر اي ډین نکټا وايي:

“کله چې خبره د زړه او د سیکس کیږي، یو د بل ملزوم ګرځي. که تاسې روغ زړه ولرئ، ډير کوروالی به وکړای شئ. که ډير کوروالی وکړئ، روغ زړه به ولرئ.”

د کارډیالوژي امریکايي ژورنال لیکي، هغه خلک چې د اوونۍ دوه ځلې کوروالی کوي، د هغوې په نیسبت چې په میاشت کې يې یو ځل کوي، د زړه په ناروغۍ يې د اخته کیدو احتمال ډير کم دی.

ډاکتران وايي، سیکس یو ډول تمرین دی؛ او دا داسې یو تمرین دی، چې پکې د وجود مهم او تقربیا ټول غړي هممهاله فعال وي.

روا کوروالی د سټریس په کمولو او د خسته ګۍ په رفع کولو کې مهم رول لري. دا کار نه یواځې دا، چې د ذهني سلامتیا باعث کیږي، بلکې د زړه د ضربان په کنټرول او د زړه د حملې په مخنیوي کې هم رول لري

سیکس یا کوروالی نه یواځې دا، چې د زړه د ناروغیو په مخنیوي کې رول لري، بلکې ګڼې نورې روغتیايي ګټې هم لري. لکه:

د وینې فشار ټیټوي

هغوې چې د وینې لوړ فشار لري، د سیکس سره يې فشار ټیټیږي. په ځانګړي ډول په میرمنو کې د سیکس سره د هغوې د اوکسيټوسین oxytocin په نوم هورمون افرازیږي، چې د وینې لوړ فشار په مستقیم ډول ټیټوي.

ذهني بوج او سټریس کموي

روا کوروالی د سټریس په کمولو او د خسته ګۍ په رفع کولو کې مهم رول لري. دا کار نه یواځې دا، چې د ذهني سلامتیا باعث کیږي، بلکې د زړه د ضربان په کنټرول او د زړه د حملې په مخنیوي کې هم رول لري.

اړیکې پیاوړې کوي

کوروالی د اړیکو په پیاوړتیا او د تنهايۍ د احساس په له مینځه وړلو کې رول لري. تشویش، تنهايي، او ناسمې اړیکې هومره د زړه د ناروغۍ لپاره خطر پيښوي، څومره چې د وینې غوړ د زړه لپاره خطرناک دي. یاده دې وي، چې سیکس د وینې غوړ هم کموي.

عضلات پياوړي کوي

د سیکس په اړه ناسم باور یو دا هم دی، چې انسان ضعیفوي. خو دا باور ناسم دی. سیکس د انسان عضلات پياوړي کوي او د وجود کالوري (انرژي) سوزوي. مه هیروئ، چې واده شوي خلک دي، د زیات سیکس لپاره ښه خواړه وخوري او هم دې ورسره فزیکي تمرین وکړي.

د وجود دفاعي سیستم غښتلی کوي

په اوونۍ کې یو یا دوه ځلې سیکس د وجود دفاعي سیستم ځواکمنوي او په وجود کې د ایمونوګلوبین ماده زیاتوي. خو که سیکس په اوونۍ کې درې ځلې او له دې هم زیات شي، وجود نسبتا کمزوری کوي.

ښه خوب کې مرسته کوي

ښه سیکس د ښه خوب کولو سره مرسته کوي. او ښه خوب بیا بیرته د ښې جنسي قوې سره مرسته کوي.

سردردي ختموي

کوروالی د دومداره سردردۍ ښه علاج دی. له ۶۰ سلنه زیاتو خلکو ویلي، چې د فعال سیکس څخه وروسته يې سردرد ختم شوی.

روا کوروالی د نارینو سره د سرطان ناروغۍ په مخنیوي کې مرسته کوي. د میرمنو سره د میاشتنې مرض د درد په کمولو، د ښه حمل اخیستلو او د وجود د دردونو په کمولو کې مرسته کوي.

ژر نه زړیدل

فعال سیکس د نارینه او ښځینه دواړو سره مرسته کوي، چې څیره يې ځوانه ښکاره شي. یوه څیړنه لیکي، هغوې چې دومدار او فعال سیکس کوي، څیره يې له ۷ تر ۱۲ کلو پورې له اصلي عمره ځوانه ښکاري. دا ټول د ایستروجن هورمون د ابراز له برکته دي.

پایله

روا سیکس یا کوروالی ګڼې روغتیايي، ټولنیزې او رواني ګټې لري. هغه جوړې چې فعال او متداوم سیکس کوي، نسبت هغوې ته، چې په کوروالي کې مشکل لري، ډیره خوشاله او د ژوند څخه راضي وي. سیکس په ټوله کې د انساني سلامتیا لامل کیږي او کورنۍ دوه اړخیزه اړیکې پياوړې کوي. له دې سربیره سیکس د وجود دفاعي سیستم هم پیاوړی کوي.

خو؛

له یاده مه باسئ، چې ناروا سیکس (زنا) نه یوازې دا چې لویه ګناه ده، بلکې په صحي او رواني لحاظ هم ګڼې ستونزې زیږوي او د ایډز په څیر خطرناکه ناروغۍ پیدا کوي.

له دې سربیره زنا داسې یو عمل دی، چې له یو ځل ترسره کیدو وروسته پرې انسان عادت کیږي او بیا يې ترې خلاصی ګران دی، چې بې له شکه ګڼې روانې او ټولنیزې ستونزې ورته جوړولای شي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

شمیم اتل