ژوند او ژواک

هغوی چې په دې میاشت کې زیږیدلي، په ځينو هیوادونو کې یې د بریالیتوب چانس زیات دی

 

یوې ډلې څیړونکو ادعا کړې ده، چې هغوی چې د کال په ځینو ځانګړو میاشتو کې زیږیدلي وي، د بریالیتوب ډیر چانس لري.

دا څیړنه چې د ټورنټو او فلوریډا په پوهنتونونو کې یو شمیر څیړونکو کړې، په فلوریډا کې یې د عامه ښوونځیو د یو میلون زده کونکو اسناد کتلي دي چې د ۱۹۹۴ م کال او ۲۰۰۰ م کال تر منځ زیږیدلي دي.

دوی وايي، ددې یو میلون زده کونکو د اسنادو او چلن په څیړنه کې یې موندلي، هغه زده کونکي چې د سیپټمبر په میاشت کې زیږیدلي، پر ځان ډیر باور لري، ډیر احتمال شته چې پوهنتون ته ولاړ شي، او زندانونو ته کم تللي دي.

دوی وايي په دې ارزونه کې یې دا هم موندلي، هغه زده کونکي چې په اګست میاشت کې زیږیدلي، په ښوونځي کې د نورو میاشتو د زیږیدلو زده کونکو په مقایسه ډیرې ستونزې ګالي.

څیړنه وايي، ښايي ددې یو سبب دا هم وي چې په اګست کې زیږیدلي ماشومان په ځینو هیوادونو کې پنځه کلنۍ ته د رسیدو سره سم ښوونځي ته ځي، ځکه عموما په دې هیوادونو کې ښوونځي په سیپټمبر کې پیلیږي. او په دې توګه خپلو ټولګیو کې تر نورو کم عمره وي. خو په سیپټمبر کې یا وروسته میاشتو کې زیږیدلي ماشومان چې شپږکلنۍ ته نژدې کیږي نو ددوی لپاره د ښوونځي نوی کال پیلیږي او ښونځي کې شاملیږي چې له دې سره دوی په خپلو ټولګیو کې تر نورو مشران وي.

دوی وايي دغه یولس میاشتنۍ فاصله هغه مهال چې ماشومان د لومړي ځل لپاره ښوونځي ته ځي دوی دوی پر اعتماد او بریاوو لوی اغیز کوي او دا اغیز په وروسته عمر کې هم له دوی سره پاتې کیږي.

اوس په امریکا، بریتانیا او ځینو نورو هیوادونو کې چې ښوونځي په سیپټمبر کې پیلیږي ګڼ میندې پلرونه هڅه کوي چې د نویو ماشومانو زیږون همدې میاشتې ته برابر کړي. دا چې څنګه یې برابروي ښايي تردې مخکې تیر شوي ډيسمبر کې ډيره هڅه کوي ….

او دا هر څه ځکه چې په سیپټمبر کې زیږیدلي ماشومان چې کله په لومړي کال ښوونځي ته شاملیږي نو شپږ کلنۍ ته نژدې وي او په نوي چاپیریال کې په اسانۍ پر ځان باور پیدا کوي.

 

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */