بریا او پرمختګ سیاست

سیالي او ویښتیا؛ دا ملت په کوم حال دی او څه په واک کې لري؟!

لیکنه: غازي عابد

لیکنه: غازي عابد

که په کلیوالي کچه یې وګورو، تر ډیره به د کورنیو او خلکو ترمنځ سیالي کول یو ډیر عام کار وو او اوس هم دی، دا چې دا سیالي به منفي وه که مثبته، په هغې یې نه غږیږو. هلته به په سیالۍ سره زده کړې، کار او خواري کیده. که د کورنۍ له خوا به خپل اولاد ته د بل یا تربور د تعلیم، کار… پیغور ورکول شو، بیا یې اولاد تر ټولو ستونزمنه مرحله کې هم هڅه کوله، څو یې د کورنۍ دې پيغور ته ځوابوي او هغه څه وکړي چې تربور یا بل کس کړي دي.

که له همدې ځایه یې ووینو، موږ افغانان هم اوس داسې موقعې لرو چې پر اساس عامه افکار لومړی برابرولی او بیا په عمل ور پياده کولی شو. چې تر ډیره شوي هم دي.

بل له داسې خونخواره ګاونډیانو سره مخ یوو چې هم توغندي راولي، هم راباندې بمبار کوي، هم ما د تخریب لپاره په وسله سمبالوي، هم کلتوري یرغل کوي، هم مې سوریې ته لیږي، هم راباندې نخرې کوي، هم اعداموي او هم ….

ځه که تر اوسه یا یوه وخته یو ملت دداسې یوه وضعیت ښکار شي، فرضاً داسې به یې وبولو چې ناپوهه زمانې وې، په سر و بور نه وو پوه، وغولید، نه پوهیدو، بې تجربې وو… خو تر یوه اوږدمهاله یې داسې کیدل، په واقعیت کې لټ خوب دی، داسې بد خوب چې نه یې درد دومره وځوروي څو راپاڅیږي او د سیند د څپې په شان په هر څه د پاسه ور واوړي او نه دا درک کړي چې دا زما څنګ ته او له ما لرې ټول سیالان مې همداسې ویده دي، که یوازې زه ویده یم.

په هر حال؛ اوسنیو حالاتو په کتو لکه چې موږ اوس لږ درد هم احساس کړ او هم د خوب له خونې مو سر بهر کړ او ومو لیدل چې خوب پوره دی، ټول ویښ دي او یو زه ویده یم.

که څه هم داسې د درد احساسول او ویښیدل مخکې هم شوي، خو په لږه کچه، څه ډول چې اوس ویښ شوي، پخوا نه ول، او هغه ټولنه کې چې ډیر داسې د درد غلط احساسونکي او عجیب ویده وي، تر منځ یې ویښ او درک کوونکي خلک ژر له منځه ځی او ځای نه ورکول کیږي، له موږ سره همداسې شوي هم دي. غازي امان خان او ورسره یو څو نورو دا درک کړل، دوی ملاګانې وتړلې، تر یوه ځای بریالي شول، خو دا چې د پردو له خوا لټ ویده کړای شویو په منځ کې دوی ویښ ول، ګرځیدل، ډوبه بیړه یې راکښله، دښمن پرې پوه شو، ویده ملت یې په خپل جادو راویښ او دا یو څو رابیدار شوي یې داسې معرفي کړل چې بربادوونکي او سره کافر دي. دوی ولې داسې هر څه په پټو سترګو کول، ځکه هغوی په بشپړه توګه خپلې سترګې نه وینځلې چې رښتیا هم بربادونکي او سره کافر وپيژني او بیا یې پر ضد قیام وکړي، بس همدې حالات دا ویښ انسانان په هوا کړل او ویده ملت بیرته په بې غوره او لټ خوب ور وغورځید.

اوس په کوم حال یوو؟
اوس موږ په لویه او وړه کچه د هرې موضوع لپاره غبرګون ښيو، موږ تر یوه ډیره حده په شریکه دا غږ بدرګه کوو چې دا حق دی او دا نه دی، موږ په شریکه دا ناره وهو چې فلانی دښمن او فلانی دوست دی، موږ په یوه چغه دا څرګندوو چې دا مو پرمختګ او دا مو شاتګ دی او…

موږ تر یوه حده هغوی ته په نه ویلو پيل کړی چې له موږ یې ماشیني انسانان جوړ کړي ول، په موږ یې وسله هم ګرځوله، شان او شوکت یې هم راباندې جوړاوه، د هغوی له لورې له ځانه کښلو شویو کرښو مو پښه هم نه شوه اړولی، خو که چیرته به د هغوی د ګټو، موخو او مصنوعي ژوند تقاضا وه، بیا مو هماغه کرښې هم کراسولی شوې، ټوپک مو هم غورځاوه…

اوس که موږ ته څوک ووايي چې دوی بربادونکي، د دین نړونکي، د حیا ختموونکي دي، سم د واره عمل نه کوو، یو ځل سترګې موږو، یخې اوبه ور اچوو، وینو چې واقعیت څه شی دی، بیا عمل کوو.

اوس موږ هر یو غازي امان الله خان کیدو پر لور خوځیدونکي یوو او هغه لاره مو سیده کړې کومه چې راته بریا راکولی شي او دا لاره زموږ له عقل، پوهې او فکر نه کار اخیستل او بیا ګام پورته کول او غبرګون ښودل دي.

نور څه په واک کې لرو؟
لکه مخکې مې چې وویل په خپل منځي سیالۍ کې تکړه او جدي یوو، ددې سیالۍ بهر ته لا ډیر ویستل په کار دي، دې کې بیروني لوبغاړو راښودل په کار دي او اوس اړتیا ده چې موږ یو ټیم شو او خپل حریفان؛ ملتونه وبولو، نه خپل وروڼه قومونه، ټبرونه، کلي، زونونه او ولایتونه.

دې کې به زموږ لومړی غږ دا وي چې د قوم په نوم سیاستوالو ته نه ووایو، موږ د هغو د بې دریغه وړو او ویشل شویو ډلو مخه ونیسو، ورته ووایو چې اوس ددې اړتیا نشته چې ته فلاني قوم ته حقونه غواړې، اوس ددې اړتیا ده چې افغان ملت ته حقوق وغواړې، اوس اړتیا ده چې د افغان قوم په نوم یوه ملي ډله او ملي سیاسي جریان له ټولو سره په شریکه رامنځته کړې او ورته ووایو که موږ لومړی په ټوله کې له بهرني دښمن نه ځان ونه ژغورو، ایا په دې موقتي اندکو حقونو چې د قوم او ټبر په نوم یې ترلاسه کولی شم، سبا باثباته پاتې کیدای شم، ایا کیدای شي چې ستا دا وړوکی غږ زما ستر حقوق ترلاسه کړي، ځواب یې (نه) دی، هیڅکله نه شي کیدای شي. اول اړتیا ده چې د خیمې ستنې کلکې کړو، ټوکر پرې واچوو او بیا یې په منځ کې په دې په ارام وغږیږو چې زه کومه واخلم او ته کومه واخلې، بیا به دا بحث کوو چې دې زون او هغې زون ته باید څومره برخه ورکړل شي…

د ویښتیا وسیله او فرصت
نورې خو لا څه کوې، یوه تازه هغه وسیله به یاده کړو چې موږ لا راویښ کړي او دې ته مو مجبوره کړي، څو په یوه کوچنۍ محدوده کې راګیر نه شو او له دې دایرې ځان نور هم بهر ته وباسو، هغه زموږ د ګاونډ (پاکستان) هغه توغندي دي چې بې واره را روان دي، هم په حاکمیت تیری کوي، هم راته باروت رالیږي، هم موږ ژوبلوي، هم کډې را په شا کوي، هم راباندې د جهاد او دین په نوم جګړه کوي او هم مو خپلې خاورې پریښودو ته مجبوروي… باید دا سیالي په موږ دې متضاد کیدونکو کارونو سره وکړو چې ولې راباندې داسې کیږي، باید موږ ځان ته اصل پیغور دلته ورکړو چې ولې یې رانه حیا نه کیږي او باید په دې فکر وکړو چې ما کې څه کم دي چې یو څوک مې هم په بمونو ولي او هم مې له خپلې کور و مېنې باسي… که په دې پوه شو او نوره مو درک کړه، ګویا موږ اصلي سیالۍ ته نور هم ورداخل شو او اصلي حریفان مو رښتیا هم وموندل، بیا به دا سیالۍ موږ ګټو، ځکه زموږ انرژي نوې ده، زموږ لیوالتیا ډیره ده او موږ هغه اور سوځولي یوو چې راباندې زموږ د بې غورۍ له امله کارول شوی دی، بیا له دې امله هم له دې سیالۍ نه په شا کیږو چې بیا مو څوک په اور کې ونه سوځوي، بیا دې ته نه وزګاریږو چې خپل پول او پولچک وران کړو، یو بل ووژنو، ورور، تره، پلار او کلیوال ته دښمن، کافر او لادینه وایو… بیا به موږ په دې فکر کوو چې زه څومره استعمال شوی یم او څومره موقعه لرم چې اوس تیر جبران کړم او له داسې خسارې سره مخ نه شم…

دا هر څه باید په شریکه وشي، روښانفکره عام ملت او حکومت یې باید په ګډه وکړي، دا افکار تر دې کچې ورسوي چې بیا ورته خپل پولچک، سړک او لاره ورانول مباح ښکاره نه شي، بیا د مکار دښمن پښو ته ونه غورځي او بیا دې ته موقع پيدا نه شي چې د دین شعار په تش بدرګه کولو هر خاین، فاسد او مردود ځان سپينه ملایکه کړي.
اوس وخت دا ځکه ممکنه دي چې د ټیکنالوژۍ له برکته دا امکانات په واک کې لرو، څو عامه ذهنیت او عام فکر چې څومره راویښول وغواړو، راويښ یې کړو.

ومن الله توفیق

9-4-2018

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

غازي عابد