سیاست

سیاسي که پوځي مداخله؛ افغان ـ روس اړیکې په کوم لورځي؟

د افغانستان ـ روسیې اړیکې په دې ورځو کې یوه حساس پړاو ته رسیدلي. په دې لړ کې روسیې د افغان حکومت په غوښتنه په ماسکو کې د افغان سولې په اړه جوړیدونکی کنفرانس ځنډولی، خو ورسره په تخار کې د یوې الوتکې چې ګومان کیږي روسۍ یا تاجیکستانۍ به وي، د بمبار خبر ورکړل شوی.

د ماسکو کنفرانس او فشارونه
له څو كلونو راهیسې روسیه له خپل نړیوال رقیب امریکا متحده ایالاتو سره په افغانستان کې د پوځي حضور او نورو اهدافو پر سر یې خپلې ناندرۍ رسنیزې کړي.

دغه هېواد په دې ترڅ كې یو شمېر افغان سیاستوال او وسله وال طالبان هم د ځان ملګري کړي او هڅه کوي، چې دلته د ناټو او امریکا پوځي حضور او ماموریت وننګوي.

روسیې د دې هڅو په دوام د چین، ایران او پاکستان په ملتیا د امریکا پر وړاندې په سیمه کې مخالف بلاک رامنځته کړی او له هرې ممکنې لارې د امریکا او امریکا پلوه افغان حکومت پر وړاندې ستونزې جوړوي.

په ماسکو کې د افغان سولې په اړه اعلان شوی کنفرانس، چې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاروف پکې د وسله والو طالبانو د ګډون خبر هم ورکړی و، د دغو فشارونو یوه لویه برخه وه.

دا کنفرانس، چې افغان حکومت ورسره په لومړي سر کې مخالفت کړی و او بیا د افغان ولسمشر په غوښتنه وځنډول شو، پر افغان حکومت او نړیوالو متحدینو یې یو لوی سیاسي فشار و.

د بمبار پيغام
د افغانستان په شمال کې تاجیکستان سره پر ګډه پوله د تخار چارواکو په درقد ولسوالۍ کې د یوې بهرنۍ الوتکې، چې د دوی په وینا به د روسیې یا تاجیکستان اړونده وي، د بمبار خبر ورکړی.

ځایي چارواکو ویلي، چې بمبار پر طالب وسله والو شوی او شپږ تنه یې ترې وژلي، خو طالبانو ویلي چې دې چورلکې د نیشه یي توکیو قاچاقبر په نښه کړي.

په ورته وخت کې د روسیې او تاجیکستان چارواکو له افغانستان سره په ګډ سرحد کې د خپلو چورلکو د بمبار خبره رد کړې.

د افغانستان د ملي دفاع وزارت ویاند سید غفور احمد جاوید بیا ویلي، چې حکومت د دې پېښې په اړه څېړنې پيل کړي.

د دغه بمبار پيغام ظاهراً دا دی، چې که افغان حکومت له امریکا او روسیې سره پخپلو اړیکو کې توازن ونه ساتي، دغه هېواد د تاجیکستان او خپلو نورو متحدینو په ملتیا ممکن په افغانستان کې پوځي مداخله هم وکړي.

اړیکې په کومه خوا ځي؟
افغانان په دویم سوريې یا د ختیځ او لویدیځ د جګړې په میدان د خپل هېواد بدلیدو ته اندیښمن دي. معلومه نه ده، چې د امریکا او روسیې په مشرۍ د دوو بلاکونو د جنجال پایله په افغانستان کې څه ده، خو څه چې مهم دي او د افغانانو د هیلو سترګې ورته دي، هغه د ملي یووالي حکومت لخوا په دغه حساس پړاو کې د پياوړې دیپلوماسۍ رول څرګندول دي.

افغان حکومت، چې وېل کیږي په دې برخه کې واحد دریځ نه لري او د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر په استعفا کې یې هم د سیمې او نړۍ په اړیکو کې د توازن ساتلو پر سر جنجال هم رول درلود، له یوې سختې ننګونې سره مخ دی.

دغه حکومت، چې تراوسه یې د ناکامې دیپلوماسۍ او غلط مدیریت له کبله وضعیت د دې تقابلونو د شدت سبب شوی، ورته ښایي چې په عاجل ډول د دغه خطرناک وضعیت د حل لپاره په کور دننه پاشل شوې سیاسي اجماع بیرته ورغوي.

که حکومت په دې برخه کې مسولانه او مدبرانه ګامونه وانخلي، وېره شته چې وضعیت بحراني او پایلې یې خورا بدې شي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ارشاد رغاند

ارشاد رغاند ځوان لیکوال، څیړونکی او فعال دی چې د یاران لپاره په روانو سیاسي او ټولنیزو چارو لیکنې کوي.