سفر

څنګه ارزانه سیل او سفر وکړﺉ؟

سیل او سفر د انسان اړتیا ده او هرڅوک په خپل ژوند کې په یونه یو ډول په سفر او سیاحت وځي.

په افغانستان کې په اوږده سفر سیاحت لږ دود دی، خو په دې وروستیو کې هند او عربي هېوادونو ته د سیل او سیاحت سفرونه ډېر کیږي.

د رخصتیو په ورځ کې په کور دننه ښاري او ولایتي سفرونه هم کیږي، چې هومره ګرانبیه نه تمامیږي. څېړنو ښودلې ده، چې په کورناست خلک د هغو کسانو په پرتله، چې یوې او بلې سیمې ته په سیل او سیاحت ځي، له ژونده نارام وي. څومره، چې ممکن وي په فارغ وخت کې په سیاحت وځئ، که ډېر لرې نه شئ تلای، شاوخوا پارکونو او باغونو ته لاړ شئ.

بهرنیو هېوادونو ته تر تګ مخکې د هغوی سیاحتي خدمات او لګښتونه وګورﺉ.

ډېری سیاحتي شرکتونه سوداګریز عمل کوي او له سیلانیانو ډېرې پیسې اخلي، خو که په ټولیز ډول څو تنه ځى، ښه داده، چې تخفیف ترې وغواړﺉ. که په ملګرو کې مو ځینې هغه د سیاحت په سیمه کې بلد وي، په شخصي توګه لاړ شى او په سیاحتي شرکت مو پیسې مه ضایع کوﺉ.

په سفر کې تر ټولو مهم څیز واردمخه پلان جوړول دي. چېرې ځى؟ څنګه ځى؟ چېرته اوسیږﺉ؟ د هرچا مسوولیت به څه وي او داسې نورې پوښتنې باید واردمخه ځواب شي.

قرغې او پغمان ته په لنډو سفرونو کې پلان جوړاوی هومره ستونزمن نه دی، خو که چېرې ولایتونو او بهر ته سفر کوﺉ، واردمخه خپل پلان تنظیم کړﺉ. ګډ کار او سفر ستاسې لګښتونه کموي. هر یو که یوه کوټه نیسي، یا هر یو که په بېل ټکسي کې ځي، ډېر لګښت راځي، خو په ګډه یې لګښت ډېر راکمیږي. زه له ګډ سفر نه ښې خاطرې لرم. په هوټل، خوراک او څښاک او ټولو لګښتونو کې مې تخفیف ترلاسه کړی. ټکسي، چې په تنهايي درسره بیایې تر ۱۰ پورې ډالر اخلي، خو که څلور تنه په کې کښېني هم همغه لاس ډالره کیږي.

په سفر کې ټول د ملګرو په ډول عمل کوي. دا نشته، چې فلانکی رییس دی او هغه مدیر. دلته ټول ملګري وي، څوک به پیالې مینځي، څوک به دسترخوان پاکوي او څوک به اورته پکی وهي. که څوک له کاره ځان باسي د نورو غرور ماتوي او کېدای شي ملګرتیا یې خدشه داره شي. زه داسې کس پېژنم، چې ډېر ښه منصب، پیسې او نور شته لري، خو په هر سفر کې، چې له موږ سره ملګری وي، ګیلم او غالۍ دده پر اوږه وي. دا تر ټولو دروند سفري بار دی.

لرې ځای ته، چې ځى د لګښتونو لپاره کافي پیسې راغونډې کړﺉ. که زیاتې شي فرق نه کوي، خو، چې کمې شي، هلته به یو کس محبوریږي، چې له جیبه یې پرې کړي او بیا یې له شرمه له نورو غوښتلای هم نه شي. ښه داده، چې په پلان کې مو بودجه واردمخه سنجولې وي. ډېرځله سړی، چې د خوشالۍ له محفلونو عادي ژوند ته راګرځي، لومړنی احساس او هیجان له لاسه ورکوي او کېدای شي په دې حالت کې هغه هېڅ دا ونه انګیري، چې په محفل او سفر کې یوچا دده په خاطر لګښت کړی دی.

هغه خلک، چې له کورنیو سره یوځای سفر ته ځي، ټول شته وسایل او د ماشومانو اړتیا وړ توکي باید ورسره واخلي. کور ښه وګوري، د برېښنا د شارټي او نورو ستونزو د مخنیوي لپاره هرڅه چک کړي، کور داسې قفل کړي، چې څوک بیخي پرې ونه پوهیږي، یا که پوهیږي هم له خوندیتوبه یې ډاډمن وي.

که خپله موټر نه لرﺉ موټر دربست کړﺉ. دربست موټر په دې ښه وي، چې هرځای موخوښه وي، هلته یې بیولای او درولای شى. ټکسي موټر مه درسره بیايي، ځکه که رخصت یې کړﺉ، کېدای شي په اړوند سیمه کې ستاسې د بېرته تګ لپاره هېڅ موټر پیدا نه شي.

تاسې ته باید د سیل او سیاحت ځایونه معلوم وي، ځکه په نورو هېوادونو کې ټکسیوانان په تاسې پسې یوه انۍ هم حسابوي. دلته په افغانستان کې خو یې که څو تمځایه لرې هم بوځې، په لومړنۍ توافق شوې کرایه یې قانع کولای شې، خو په بهرنیو هېوادونو کې دا چاره ناشونې ده، ځکه هلته د کیلومټر په حساب لګښت کیږي. هیڅ وخت موټرچلوونکي ته وخت مه ورکوﺉ، چې په لرې لارو مو بوځي، ځکه لرې لارې د کیلومټر په حساب د هغوی په ګټه دي او تاسې په کې زیان کوﺉ. که نقشه در معلومه وي، تر ټولو لنډه لاره غوره کړﺉ.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */