سپورټ نړیوال کرکټ

سکاټلینډ په دویمه سیالۍ کې هم پاکستان ته بې وسه شو 

د پاکستان د کرکټ ملي لوبډله د سکاټلینډ په ایدن برګ کې د سکاټلینډ کرکټ ملي لوبډلې خلاف د دوه ۲۰ اوریزه کرکټ سیالیو میلمنه وه، چې پکې سکاټلینډ په خپل کور کې پاکستان ته بې وسه پاتې شو.

 د دواړو کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د لمړنۍ ۲۰ اوریزه سیالۍ وروسته دویمه لوبه هم ترسره شوه، چې پکې پاکستانې لوبډلۍ یو ځل بیا په سکاټلینډ زړه یخ کړ.

پاکستانۍ لوبډلې د سکاټلینډ خلاف په خپلې لمړۍ توپ وهنې سره ۱۶۶ منډې جوړې کړې، چې پکې د شعیب ملک ۴۹ ناسوځیدلې منډې شاملې وې.

 سکاټلینډۍ لوبډله د پاکستاني بالرانو خلاف په سیالۍ کې مقاومت ته ټینکه نشوه او خپله ټوله لوبډله یې د ۸۲ منډو جوړولو وروسته وبایلله.

د سکاټلینډ لخوا په توپ وهنه کې کالم میکلویډ ۲۵ او ریچي برینګټن ۲۰ لوړې منډې جوړې کړې، خو د پاکستانۍ لوبډلې لخوا فهیم اشرف ۳ او عثمان خواجه ۲ لوبغاړي وسوځول.

 د یادونې وړ ده، چې سکاټلینيډۍ لوبډلې په روانه اونۍ کې په خپل کوربه توب د پاکستانۍ لوبډلې وړاندې انګلستانۍ لوبډلې ته په یو ورځینۍ ۵۰ اوریزه کرکټ سیالۍ کې تاریخي ماتې ورکړه، خو په دوه ۲۰ اوریزه سیالیو کې یې د پاکستان خلاف پښه وښویده.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

احسان الله ساپی