سپورټ نړیوال کرکټ

سکاټلینډ د انګلستان په ماتولو تاریخ جوړ کړ 

د انګلینډۍ لوبډلې سفر سکاټلینډ ته په ماتې سره شو، چې پکې کوربه د سکاټلینډ کرکټ ملي لوبډلې د کرکټ په تاریخ کې د لمړي ځل لپاره انګلستان ته ماته ورکړه.

 د دواړو کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د سکاټلینډ په ایدن برګ کې یوه ۵۰ اوریزه سیالي پلان شوې وه، چې پکې سکاټلینډ لوبډلې د بهترینه لوبې وروسته میلمه انګلینډۍ لوبډلې ته ماته ورکړه.

 په سیالۍ کې کوربه سکاټلینډ لوبډلې د لوبې په ټاکلو ۵۰ اورونو کې د کالم میکلیوډ د سلیزې ۱۴۰ منډو پر مټ انګلستان ته د ۳۷۲ منډو ستر هدف ورکړ.

انګلینډۍ لوبډلې د سکاټلینډ په ځواب کې تر وروستیو شیبو پورې برید کوونکې لوبه وکړه، خو د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره یې د ۳۶۵ منډو جوړولو وروسته سیالۍ کې سکآټلینډ ته د ۶ منډو په توپیر سره ماته وخوړه.

 د انګلستان لپاره په سیالۍ کې پیلیز توپ وهونکي جاني بریسټو هم سلیزه جوړه کړه، خو لوبډله یې بریا ته ونه رسوله.

په دې سره د افغانستان، ایرلینډ، هالینډ وروسته سکاټلینډ هم بله هغه لوبډله شوه، چې د دویمې درجې د لوبډلې د غړیتوب پر مهال د کرکټ لمړۍ درجه لوبډلې ته ماته ورکوي او د خپل کرکټ په تاریخ کې د بشپړ غړیتوب لرونکې لوبډلې خلاف لمړنۍ بریا ثبت کوي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

احسان الله ساپی