اقتصاد ساینس او ټیکنالوژي

سټیو جابز او اپل کمپنۍ

لیکنه: آغاملوک سهار

د اپل کمپنۍ له دري بنسټګرو یو سټیو جابز دي، دي د سوریایې پلار او امریکایۍ مور له واده د مخکو اړیکو څخه پیدا شوي، ده خپل پلار په ژوند نه ولیده خو مور یې د ژوند تر پایه دوه دري ځلي ولیده.

د مور له خوا خور سره به يې کله کله لیدل.له زیږیدو وروسته یوې بلې کورنۍ دده د سرپرستي چاري په غاړه واخیستي.

له ښوونځي وروسته ددې کورنۍ په مالي مرسته سټیو پوهنتون ته ولاړ، له کم وخت وروسته چې دې کورنۍ د اقتصادي ستونزو له امله دده د پوهنتون فیس نه شو ورکولاي، پوهنتون تري پاته شو.

سټیو په غلا تر یونیم کاله کله د خطاطې او کله د کمپیوټر او نورو ټولګو ته ورتلو، ترڅو د پوهنتون د کارت وخت یې تیر(اکسپیر) شو.

له هغه وروسته سټیو په یو سفر هند ته ولاړ،سرخریلی د ډهیلي په سړکو به لکه بودایې مذهبي کس ګرځیدو، کله چې بیرته امریکا ته ولاړ، هم به یې هغه جامي اغوستلي او په بودایې موډ کې به ګرځیدو، خلګو فکر کاوه دا یو بودایې مذهبي کس ده. کور یې نه درلوده، تر ډیره به پر سړک یا ډاګ ویده کیدو.

په ۱۹۷۰ کال یې له سټیو ویزنک، رونالډ وين سره د اوسنۍ اپل بنسټ په ۲۵۰۰۰ ډالره کیښود چې شخصي کمپیوټرونه او الکټرونیکي آلات يې جوړول، په لسو اولو کلو کې یې سرمايه یو میلیارډ ډالرو ته لوړه کړه او د کارمندانو شمیر تر ۴۰۰۰ لوړ شو، که څه هم په دې وخت کې سټیو جابز یو وار له کمپنۍ وایستل شو خو اپل بیرته مخ په ټیټه ولاړه او سټیو یې بیرته ورګډ کړ.

اپل خپل محصولات زیات کړل او په ۲۰۰۶ کال کې یې لمړني ایفون بازار ته وړاندي کړ. په دي وخت کې نوکیا او بلک بیرې د موبایل نړیوال مارکیټ په لاس کې درلود، نوکیا او بلاک بیري چې د شهرت په لوړو کې وو، چلوونکو یې د اپل تولیدات مسخره ګڼل او ویل یې: دا لوبو سامان به ډیر زر خلګ رد کړي. خو اپل خپل محصولات د مارکیټ مطابق وړاندې کول، په ۲۰۰۷ کال کې سټیو جابز د کلمو په سرطان اخته سو.

له هغه وروسته سټیو جابز تر پخوا څو چنده زیات کار کاوه،ده به ویل زه هره ورځ وایم چې نن مې د ژوند وروستۍ ورځ ده، د سټانفورډ پوهنتون د محصلینو فراغت غونډه کي د سټیو جابز ۱۳ دقیقي وینا نړیوال شهرت پیدا کړ.

خو اپل خپل محصولات په ډیر ښه کیفیت بازار ته وړاندې کول، او خپل کارونه یې په خورا سیټیماټیک ډول مخته وړل. په ۲۰۱۱ کال کې سټیو جابز د 57 کلو په عمر ومړ خو اپل د نړۍ اوله درجه برنډ محصولات وړاندې کول، اقتصادي ارزښت یې شاوخوا۳۷۰ میلیارده ډالره و، ۲۶۰ اختراعوي د سټیو جابز په نوم ثبت وې .

دا وخت نوکیا او بلک بیري چې د بازار غوښتنې یې نه منلي له سقوط سره مخ شول، اوس اپل کمپنۍ له نورو برخو سره د سمارټ فون نړیوال مارکیټ په لاس کې لري، یوازنی رقیب یې د اتیا شرکتو مجموعه سامسونګ کمپنۍ ده، په اول کې د سامسونګ بنسټګر ته هم خلکو لیونی ویل خو اوس سامسونګ ۴۳۰۰۰۰ کارمندان لري،له لوړ اقتصادي ارزښت سره له اپل سره رقابت کوي، که څه هم د چین هواوی کمپنۍ په چټکتیا سره په مخ روانه ده یوازې سږ کال هواوي د اختراع د ثبت نړیوالې اداري ته یو میلیون د اختراع غوښتنلیکونه لیږلي دي. د خو د سامسونګ او اپل تر ځایه لا ډیره فاصله ورته پاته ده.

اپل له ۴۰ کاله مزل وروسته په ۱۷ هیوادو کې ۴۷۸ نماینده ګې او انلاین پلور او ۱۱۵۰۰۰ کارمندان سره ۷۰۰ اوه سوه میلیارډه ډالره اقتصادي ارزښت لري.

د افغانستان کلنۍ بودیجه ۷ میلیارده ډالره او د اپل کلنی عاید ۴۵ میلیارډه ډالره دي. زما په نظر اپل په سیټماټیک تګ او کیفیت ټینګار کول او کوي یې، په اپل کې د نړۍ تکړه تکړه بااستعداده کسان راټول شوي.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */