سیاست

سي این این: منظور پښتین د پښتنو عوامي اتل د پاکستان د واکمنې طبقې لپاره ژوند سخت کړی دی

لیکنه: ياران
  • د سي این این راپور
  • د یاران ژباړه او لنډیز

په داسې حال کې سبا به د پاکستان کراچۍ ښار د پښتون ژغورنې د غورځنګ د یوې سترې غونډې کوربه وي چې ددې ښار په تاریخ کې به لویه غونډه وي، سي این این تلویزون د پښتون ژغورنې د غورځنګ د مشر منظور پښتین سره د خبرو په بنسټ د نوموړې او دده د غورځنګ په اړه یو تفصیلي راپور خپور کړی دی.

دا راپور د پاکستان لپاره د سي این این پرډیوسرې صوفیه سیفي د ایوان مکیرډي په همکارۍ چمتو کړی دی.

د سي این این خبریاله وايي، منظور پښتین ۲۴ کلن دی. هغه لا ماشوم و چې د ترهګرۍ پر ضد د امریکا په مشرۍ جګړه پیل شوه او لا ډير وخت نه وو وتلې چې دا جکړه په وزیرستان کې د منظور د کور تر دروازې ورسیده.

نوموړي سي این این ټلویزون ته په مرکه کې ویلي، کورنۍ یې چې په وزیرستان کې د ډیورند کرښې ته نژدې اوسیده د لومړي ځل لپاره یې په ۲۰۰۴ م کال کې د طالبانو په اړه واوریدل.

د پښتین په وینا د همدې کال په پای کې چې په سیمه کې یې نا امني زیاته شوه، کورنۍ یې اړ شوه چې په وزیرستان کې خپل کلی ” سروکۍ “ پریږدي او کډوال شي.

سي این این د منظور پشتین له خولې وايي” په ورپسې کال کې وضیعت دومره خراب شو چې کوم ځايي مشر به د جګړې خلاف خبره کوله نو ناڅاپي به تری تم شو.“

له سي این این سره په دې مرکه کې منظور پشتین یو ځل بیا د پاکستان ځواکمن پوځ له طالبانو سره په همکارۍ تورن کړی دی. د سي این این خبریاله وايي، په داسې یو هیواد کې چې پوځ په ټولو ادارو کې پياوړی او د اعتماد وړ دی، داسې یو تور پورې کول په مقدساتو د تور پور کولو سره برابر دی.

منظور پښتین په قبایلي سیمو کې د پاکستان د امنیتي ځواکونو اډو ته په اشارې ویلي ” تاسو ترې پوښتنه وکړئ چې دوی په دې اډو کې څوک ساتلي دي؟ “
سي این این په خپل راپور کې وايي، د پاکستان د پوځي او استخباراتي سرچینو سره یې بیا بیا تماس ونیوه څو ددې ادعاوو په اړه چې منظور پښتین یې لري ځواب ورته ووايي خو هغوی په دې اړه له تبصرې ډه ډه وکړه.

د سي این این د راپور لیکواله صوفیه سیفي زیاتوي: د پښتون ژغورنې د غورځنګ په غونډو کې په زرګونو سړيو، ښځو او ماشومانو د خپلو ورکو خپلوانو عکسونه او نورو سندونه په بنرونو کې پورته کړي وي او په دې هیله وي چې د زلمي منظور پښتین جادوګره کریسما به د دوی خپلوان بیرته کور ته ستانه کړي.

سي این این زیاتوي، منظور پښتین یوازینی کس نه دی چې دا ډول ادعا کوي او نه دا شکونه ډیر بې ساري دي. د راپور په وینا په قبایلي سیمه کې د څو کلونو پرلپسې جګړې په ترڅ کې میلونونه پښتنې کورنۍ زیانمنې شوي، خلک یې په صحرايي محکمو کې وژل شوي او په زرګونو کسان تري تم شوي دي. چې په کې ډير خلک د پاکستاني پوځ په لاس لرلو شک لري.

په سیمه کې له راټولو شویو سخت دریځو وسلوالو سره د پوځ پر ملاتړ ډیر خلک پوهیږي، خو زیاتره له ویرې څه نه وايي.

افغانستان، امریکا، هند او د نړۍ یو شمیر نورو هیوادونو خو لا دمخه له رسمي چینلونو پاکستانی پوځ د سخت دریځو ډلو او وسلوالو طالبانو په ملاتړ او په قبایلي سیمو کې هغوی ته روزنې د مرکزونو په برابرولو تورن کړی دی.

خو په راپور کې د پاکستان د پوځ پخوانیو څرګندونو ته اشاره شوي چې د وسلوالو ملاتړ یې رد کړی، دا یې هم رد کړې چې ګوندې په صحرايي محکمو کې دې د قبایلي سیمو مشران او د جګړې مخالف کسان وژلي وي.

سي این این په خپل راپور کې زیاتوي، په قبایلي سیمو کې د پاکستان د پوځ له خوا جوړ شوي همدې غوبل ددې سیمو ځوانان؛ سړي او ښځې د عدالت لپاره د یوې نوې نارې او غږ پورته کولو ته اړ کړي دي. او منظور پښتین چې یو اغیزښندونکی او کاریزماتیک وینا کونکی او د پښتونو د حقونو غوښتونکی دی، په دې نوې خوځښت کې د یو محبوب مشر په توګه راڅرګند شوی دی.

سي این این زیاتوي، د یکشنبې په ورځ به نوموړی په کراچې کې یو داسې غونډې ته وینا وکړي چې ګومان کیږي ددې ښار په تاریخ کې به تر ټولو لویه غونډه وي.

سي این په خپل راپور کې د پښتون ژغورنې د غورځنګ رامنځ ته کیدو ته اشاره کوي چې څنګه د ګومل پوهنتون د محصلانو له وړو اعتراضونو راپیل او په کراچۍ کې د یو پښتون زلمي نقیب مسید ظالمانه وژنې په یو لوی تحریک بدل کړ.

د سي این این د راپور لیکواله صوفیه سیفي زیاتوي: د پښتون ژغورنې د غورځنګ په غونډو کې په زرګونو سړيو، ښځو او ماشومانو د خپلو ورکو خپلوانو عکسونه او نورو سندونه په بنرونو کې پورته کړي وي او په دې هیله وي چې د زلمي منظور پښتین جادوګره کریسما به د دوی خپلوان بیرته کور ته ستانه کړي.

راپور وايي، د پښتون ژغورنې غورځنګ چې نه تاوتریخوالی( عدم تشدد) ته ژمن دی، له چارواکو غواړي چې په قبایلي سیمو کې د سلګونو کسانو د وژنې او تري تم کیدنې په پېښو کې د لاس لرلو له تورونو سره مخ شي او د شا او خوا دیرش میلونو قبایلي پښتنو حقونو ته تضمین کړي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ همدارنګه په قبایلي سیمو کې د پوځي چیک پواینټونو او له سیمې د ماینونو لرې کول غواړي او د پوځ په عملیاتو کې د خلکو کورونو او کاروبارونو ته د اوښتي زیان د تاوان غوښتنه هم کوي.

موږ په د په شا کیدو خلک نه یوو

سي این این وايي” منظور د خپل امنیت په اړه اندېښنه درلوده.“

د سي این این خبریاله وايي، کله چې له منظور پښتین سره په یو نامعلوم ځای کې د مرکې لپاره ولیدل نو هغه خپله هغه د سره او تورو رنګونو لرونکې ځانګړې اوبدل شوې خولۍ په سر کړې وه چې یو مهال یې له یو شپانه سره په خپله خولۍ بدله کړې وه. دا خولۍ اوس د پښتون ژغورنې د غورځنګ په سمبول بدله شوې او لږ تر لږه پر پرسرولو یې د پاکستان په یو پوهنتون کې بندیز لګیدلی دی.

منظور پښتین سي این این ته ویلي” زه له یوې داسې کورنۍ راغلی یم چې د موږ له خوا د پیل شوې هڅو په ترڅ کې ورته کتل کیږي. موږ به دا مبارزه په نیمه لاره کې خوشې نه کړو.“

سي این این وايي، په داسې حال کې چې د کراچۍ غونډې ته یوه ورځ پاتې ده په دې ښار کې د پښتون ژغورنې د غورځنګ د فعالانو پر ضد امنیتي ادارو اقدامات پیل کړي او تر اوسه پورې یې ددې ډلې تر ۱۵۰ زیات غړي د ترهګرۍ او نورو تورونو په تړاو نیولي دي.

د جمعې په ورځ د سیند ایالت د کورنیو چارو وزیر سهیل انور سیال په یو خبري کنفرانس کې وویل، د پښتون ژغورنې د غورځنګ غونډې ته د شتو ګواښونو له کبله ددې غونډې د جوړولو لپاره ورکړل شوې اجازه بیرته لغوه کوي او که دا ډله د خپلې غونډې ځای په کراچۍ کې یو خوندي ځای ته بدل نه کړي د غونډې اجازه به ورنه کړل شي.

د پاکستان د بشري حقونو د خپلواک کمیسون له خوا د ۲۰۱۸ م کال په پیل کې خپاره شوي راپور کې ویل شوي چې” د امنیتي ادارو له خوا په ۲۰۱۷ م کال کې د خلکو تري تم کول په دې هیواد کې بشري حقونو ته ستر ګواښ دی او یوازې په یو کال کې د خیبر پښتونخوا ایالت څخه څه کم نهه سوه کسان امنیتي ادارو نادرکه کړي دي.“

د پښتون ژغورنې غورځنګ وايي، ممکنه ده چې په تري تم شویو کې به ځینې وسلوال وي خو په دې کې ګڼ شمیر بې ګنا خلک هم تري تم شوی. دوی غوښتنه کوي چې ټول نادرکه شوي کسان دې محکمو ته راوړل شي او په څرګنده دې له هغو تورونو سره مخ شي چې پرې لګیدلي او د پاکستان محکمې دې په اړه پریکړه وکړي. منظور پښتین د سي این این نړیوالې شبکې ته په مرکه کې ویلي:
” موږ منو چې زموږ په سیمو کې طالبان وو، دا هم منو چې ځايي خلک هم په کې ښکیل وو، دا هم سمه ده چې له دې سیمې څخه ځانوژونکي بریدګر استخدام شوي دي. خو دا په دې معنی نه ده چې ټول قبایلي استوګن ترهګر دي.“
منظور پښتین زیاته کړې:” په سلو ۵۹ پښتانه د جګړې له کبله اغیزمن شوې دي، ته باید هر څوک په یو رنګ ونه رنګوي.“

د ټولنیزو رسنیو په وړاندې مبارزه د پاکستان د پوځ په وړاندې یو نوی وضیعت دی او دوی تر اوسه ډاډمن نه دي چې ددې پدیدې په وړاندې څه ډول چلند خپل کړي.
بارنیټ روبین، امریکايي څیړونکی

 

پښتانه د سبب په لټه دي

سي این این وايي، که څه هم د پښتون ژغورنې غورځنګ په پاکستان کې ګڼ ځورول شوي خلک د ځان ملاتړي کړی، خو ددې ډلې له خوا د کاریدونکي ژبې په اړه ځینې خلک خوشاله نه دي. د لاهور د پوهنتون د ټولنپوهنې یوې پروفیسرې ندا کرماني سي این این ته ویلي”د پښتون ژغورنې غورځنګ د ولسواکۍ له بحران سره مخ پاکستانۍ اداره ولړزوله.“

خو متقاعد بریګیډیر اسد منیر چې د اۍ ایس اۍ پخوانی افسر دی او د ۱۹۹۹ م کال څخه یې تر ۲۰۰۴ م کال پورې د قبایلي سیمو په شمول په بیلابیلو ځایونو کې اۍ ایس اۍ ته کار کړی وايي، د پوځ قربانیو ته باید درناوی وشي.

منیر ویلي چې په قبایلي سیمو کې ۶۰۰۰ پاکستاني سرتیري وژل شوي او دا سیمه د پوځ په قربانیو بیرته امن شوې. نوموړې خبرداری ورکړی چې پوځ به د قبایلي سیمو د بیا نا ارامه کولو هیڅ ډول هڅې ونه زغمي. اسد منیر همدارنګه د پښتون ژغورنې دغورځنک د تمویل په اړه هم پوښتنې راپورته کړي چې دې ډلې ته څوک پیسې ورکو ي.
خو منظور پښتین بیا دا ډول تورونه مسخرې بولي.

سي این این وايي، د منظور پښتین د پښتون ژغورنې غورځنګ د افغانستان او پاکستان ترمنځ په ترینګلتیا کې هم په تاوده ټکي بدل شوی. کابل پرلپسې پاکستان په قبایلي سیمو کې د وسلوالو طالبانو په پاللو او افغانستان ته د بریدونو لپاره د هغوی په استولو تورنوي.

په راپور کې د د پښتون ژغورنې د غورځنګ په ملاتړ د افغان ولسمشر محمد اشرف غني ټویټ ته هم اشاره شوې او دا هم ویل شوي چې دې ټویټ په پاکستان کې دننه پر دې غورځنګ دا تورونه زیات کړل چې ګوندې افغانستان او هندوستان د پښتون ژغورنې د غورځنګ په راپورته کیدو کې رول لري.

سیاسي دریځ

څلور ویشت کلن منظور پښتین سي این این ته ویلي غورځنګ یې امنیتې ادارې ویرولي، او دا تاسو د رسنیو په پوښښ کې کتلی شئ.

سي این این د بې سرحده خبریالانو د ټولنې هغې وروستۍ اعلامیې ته هم اشاره کړې چې پاکستانی پوځ یې په دې هیواد کې د رسنیو په سانسور تورن کړی دی. تیره میاشت د بې سرحده خبریالانو ادارې په یوې اعلامیې کې په ځانګړې توګه د پښتون ژغورنې د غورځنګ د غونډو او اعتراضونو د پوښښ په اړه په پاکستاني رسنیو کې د محدویت په اړه اندېښنه وښوده.

د سي این این خبریاله صوفیه سیفي وايي، منظور پښتین د پاکستان د پوځ کړنې د پخوانۍ زمانې تکتیکونه بولي او وايي دا تکتیکونه د معاصرې میډیا په زمانه کې ډير کم خلک تیرایستلی شي.

په راپور کې د منظور پښتین له خولې راغلي” دوی زموږ خلاف هر ډول پروپاګن کولی شي او هر تور راباندې پورې کولی شي، خو د ورځې په پای کې موږ یوو چې پر سوشل میډیا هر څه چې غواړو خپاره کړو.“

د پاکستان او افغانستان د چارو امریکايي څیړونکي بارنیټ روبین سي این این تلوزیون ته ویلي” د ټولنیزو رسنیو په وړاندې مبارزه د پاکستان د پوځ په وړاندې یو نوی وضیعت دی او دوی تر اوسه ډاډمن نه دي چې ددې پدیدې په وړاندې څه ډول چلند خپل کړي. “

په داسې حال کې د پاکستان انتخاباتو ته چمتوالی روان دی منظور پښتین سي این این ته ویلي دا په سیاست کې د ښکلتیا لیواله نه دی. بلکې یوازې غواړي چې عامه پوهاوی زیات کړي او د پاکستان وسلوالو ځواکونو او استخباراتي ادارو سره د ورکو شویو او یا وژل شویو پښتونو حساب کتاب وکړي.

منظور پښتین زیاته کړې” که زموږ غوښتنې ومنل شي، زه غواړم بیرته خپل نومورکي ژوند ته ستون شم او خپله پي ایچ ډي وکړم او بیا چیرې استاد شم.“

نوموړې زیاته کړې ”پښتو متل دی چې ( چوپه خوله بهتري ده.)خو د اوس لپاره زه د چوپیتا پرته بل هر څه ته چمتو یم څو زما او زما د ملاتړو غږ واوریدل شي.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران