اقتصاد

سویډن کې په نقدو پیسو راکړه ورکړه په ختمیدو ده

 

سویډن د اروپا لومړنی هیواد و چې مرکزي بانک یې په ۱۶۶۱ م کال کې بانکنوټ چاپ کړ. خو اوس لومړنۍ هیواد چې په نقدو پیسو په کې راکړه ورکړه بیخي کم حده رارسیدلي او ګومان کیږي چې په راتلونکو څو کلونو کې به دغلته د نقدو پیسو کاروبار ختم او هرڅه به د کریډیټ کارت او یا د موبایل ټیلفون په وسیله د پیسو په انتقال پورې وتړل شي او تړلي دي.

په سویډن کې بانکونه وايي، تیره کال په دې هیواد کې په ټولو راکړو ورکړو کې یوازې یو فیصد بانک نوټونه او یا سکې کارول شوي چې هغه هم تر ډيره په وړو دوکانونو او پلورنځیو کې کارول شوي دي.

اوس په سویډن کې تاسو په ډیرو پلورنځایونو او کاروباري مرکزونو هغه لوحې کتلی شئ چې پر لیکل شوي وي ” موږ نقدې پیسې نه اخلو.“

په سویډن کې کلونه مخکې له غلو او ډاکوانو څخه د بسونو د چلونکو د خوندیتوب لپاره په بسونو کې نقدې پیسې کارول بند شوي دي. دا مهال په سویډن کې په نقدو پیسو د میټرو یا بس ټیکټ رانیول اسانه نه دي او ددې چارې لپاره هر څوک کریډیټ کارډ کارولو ته اړتیا لري.

سوش په سمارټ فون د پیسو ورکولو سیستم دی. دا په سویډن کې یو نوی جوړ شوی څه دي چې د سویډن د لس میلونه نفوس نیمايي برخه یې کاروي. د سویډن مرکزي بانک په دې نظام کې شامل دی او موبایل کارونکو ته ددې سهولت ورکوي چې د خپل ټیلفون په وسیله هر چا ته چې وغواړي پیسې واستوي. هلته اوس د پیسو پرې کولو پر مهال هیڅوک دا پلمه نه شي کولی چې نغدې پیسې راسره نه شته.

سویډن د نړۍ په امن او خوندي هیوادونو کې دی، خو بیا هم کاروباریان وايي، د نغدو پیسو څخه خلاصی له غلو څخه هم خلاصی دی.

همدارنګه سویډن یو له هغو هیوادونو څخه دی چې په تاریخي لحاظ په کې اداري فساد او مالي درغلۍ د نړۍ د نورو هیوادونو په مقایسه کمې دي.

یوې سروې اټکل کړی چې په سویډن کې به په راتلونکو اتو کلونو کې پر نغدو پیسو کارو بار بیخي ختم شي.

د یادونې وړ ده چې د سویډن په ګاونډي هیوادونو ، ډنمارک، ناروي او فنلینډ کې لا هم د نورې نړۍ په شان نغدې پیسې کارول کیږي او په تیرو لسو کلونو کې یې کارولو کم او ورو کمی راغلی.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */