سیاست

سوله که توطیه؟ ټول طالبان که یوازې رهبري یې دا دریځ لري؟

د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په یوه استولې اعلامیه کې د سولې په پلوۍ ټول حرکتونه د امریکا توطیه او پروژه ګڼلي او په یو ډول یې د دې حرکتونو پر ضد هم د اقدام ګواښ کړی.

د طالب ویاند استدلال په دې برخه کې دا دی، چې ګواکې د سوله غوښتنې دا حرکتونه د دوی په اصطلاح «جهاد» د یوې جګړې په توګه تعبیروي او په دې ډول په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو حضور ته توجیه لټوي.

دا څرګندونې او تورونه په داسې حال کې دي، چې کابل په هم مهاله ډول د سولې د ګڼو ورته هڅو کوربه دی.

په پلازمېنه کې له یوې خوا له هلمنده تر ۳۷ ورځیني پلي مزل د سولې د ولسي کاروان راغلو لارویانو د ملګرو ملتونو د استازي دفتر مخې ته د سولې په پلوۍ د تحصن خېمه وهلې ، له بلې خوا له پېښوره کابل ته د سولې یو ملاتړی کاروان رسیدلی او ورسره له پکتیا، کونړ او نورو ولایتونو څخه هم د ورته ولسي کاروانونو د حرکت خبرونه ورکړل شوي.

په دې کاروانونو کې اکثره او په ځانګړي ډول له هلمنده راغلی هغه یې داسې کاروان او له پراخ ولسي ملاتړه برخمن دی، چې کابل ته له رسیدو سره یې د خبرو لپاره په ارګ کې له ولسمشر سره خبرې رد او ولسمشر غني یې د کابل عیدګاه چمن ته د دوی د لیدو لپاره په ورتلو اړ ویست.

دغه کاروان د بهرنیو ځواکونو د وتو د مهال وېش ترڅنګ له ښاغلي غني سره په واک کې د طالبانو د شریکولو او هم د یو کلن اوربند اعلانولو په اړه د رسنیو پر وړاندې توندې او حتا د ځینو په باور ستغې او له چوکاټه وتې خبرې وکړې.

دغه کاروان په کابل کې د خپلو غوښتنو په اړه د وسله والو طالبانو ځواب ته له څو ورځیني انتظار څخه وروسته اعلان کړه، چې په شخصي اړیکو کې طالب لوري د دوی غوښتنې رد کړي او د اوربند د بیا پيل هیله یې په نهیلۍ بدله کړې.

دې څرګندونو او هم د وسله والو طالبانو وروستۍ اعلامیې د سولې په اړه رامنځته شوې خوشبینۍ بیرته ټکنۍ کړي او دا پوښتنه یې رامنځته کړې، چې دا دریځ د ټولو وسله والو طالبانو که یوازې د دوی د رهبرۍ د نظر څرګندونکی دی؟

د پوښتنې ځواب څه دی؟
په غوڅ ډول په دې اړه قضاوت کول ستونزمن او حتا نا ممکن دی، ځکه نه د یوې جنګي ډلې په توګه د وسله والو طالبانو دقیقه شمېره څرګنده ده او نه د دوی په منځ کې د سولې او جګړې د انتخاب په اړه کومه دقیقه او باوري سروې شوې.

له دې کبله سولې او جګړې ته د طالب جنګیالیو د تمایل معلومولو لپاره وړاندوینه او قضاوت تر ډېره د حدس و ګومان او هم وروستیو بدلونونو ته په کتو سره کیدای شي.

د وروستیو بدلونونو په توګه د تېر اختر اوربند، چې وسله والو طالبانو هم د درې ورځو لپاره ورته غاړه ایښې وه د فرضیې یو ښه ټکی کیدای شي.

د دغه لنډ خو تاریخي اوربند په ترڅ کې د وسله والو طالبانو زرګونه جنګیالي د افغانستان په مختلفو برخو کې له غرو، رغو او جنګي سیمو څخه ښارونو ته را ښکته او د اختر ترڅنګ یې د اوربند خوښي له خپلو کورنیو، ولسي خلکو، افغان سرتېرو او حتا ځایي چارواکو سره د ګډو مراسمو پر مهال ونمانځله.

د دوی یوه د پام وړ برخه وسله والو د اوربند له پای ته رسیدو سره د خپلو پاکستان مېشتو مشرانو د دستور خلاف بیرته د جنګ لیکو ته ستانه نه شول.

یو شمېر ځایي چارواکو او هم د افغانستان د ولسي جرګې ریس عبدالروف ابراهیمي د اوربند له پای ته رسیدو وروسته اعلان وکړ، چې له اوربند څخه وروسته له حکومت سره سولې ته د وسله والو طالبانو په جنګیالیو کې د تمایل کچه په ناڅاپي ډول زیاته شوې ده.

له دې وراخوا په ټولنیزو او نورو رسنیو کې د ښار ته راغلو طالب جنګیالیو له څېرو، خبرو او په خاص ډول له افغان ځواکونو سره د سیلفي انځورونو اخیستو او صمیمانه چلند څخه تر ډېره دا څرګندیده، چې د جګړې د اولې کرښې طالب جنګیالي نور د جګړې له دوامه پوره ستړي شوي او د سولې له ممکن شویو فرصتونو سره د زر یو ځای کیدو لېواله دي.

د سولې هڅې او توطیه !
په افغانستان کې پر هرې هڅې د توطیې او پروژې ګومان هم یو تریخ واقعیت دی او هم یوه عامه بدګوماني. په دې كې شک نشته، چې تراوسه په میلیونونه ډالره د سولې په نوم پر پروژه یي چارو مصرف شوي، چې دغه چارې زر رسوا شوي او بې ګټې ثابت شوي.

خو د سولې وروستۍ هڅې؛ په ځانګړي ډول له دې کبله چې د ولس د مختلفو قشرونو حتا جنګ ځپلو کونډو مېرمنو او ماشومانو طبیعي ګډون، د نه خوراک اعتصابونو، د سولې په اړه حکومت ته توندو خبرو او تر ډېره په دې برخه کې بې طرفانه او ولسي نقش د دې هڅو طبیعي والی او غیر پروژه یي توب څرګند کړی.

وسله والو طالبانو ممکن مخکې د سولې د غوښتنو د ردولو لپاره په ځينو دلایلو خلک د خپل رد ځواب لپاره قانع کړي وای، خو اوس چې هم د سولې په اړه شرطونه ایسته شوي، هم حکومت او خلکو عملي اراده او حسن نیت ثابت کړی او هم د وسله والو طالبانو ګڼو جنګیالیو له بدل شویو او سولې ته مساعدو شرایطو سره تر ډېره تعامل کړی، نوره یې خپلې رهبرۍ ته د جګړې پر دوام ټینګار او د دغه ټینګار حقانیت او توجیه کول ستونزمن کړي او نا ممکن کړي دي.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ارشاد رغاند

ارشاد رغاند ځوان لیکوال، څیړونکی او فعال دی چې د یاران لپاره په روانو سیاسي او ټولنیزو چارو لیکنې کوي.