کلتور او هنر

سویس رنویر سینګ او ډپيکا پاډوکون ته وړاندیز کړی چې هلته دې واده وکړي

خبرونه وایي ښایي د بالیوډ د دوو ستورو او غوره جوړې رنویر سنګهـ او ډپیکا پډوکون واده له هندوستان بهر په سویس هېواد کې تر سره شي.

تر دوی وړاندې د هندې سینما مشهورې څیرې انوشکا شرما او همدغه هېواد د کرکټ ستوري ویراټ کهولي واده هم د هندوستان څخه بهر شوی و.
خو دا ځل رنویر سنګهـ او ډپیکا پډکون د واده خبرې ګرمې دي.

که څه هم د دوی دواړو د واده خبرې له وړاندې خوله په خوله کیږي، خو دا ځل پکې نوې خبره دا ده چې ښایې واده یې له هندوستانه بهر ترسره شي.

سره له دې چې د ویراټ کهولي او انوشکا شرما پر واده هم هندیانو سختي نیوکې کړې وي چې ولي یې مصارف له هېواده بهر وکړل.

هندۍ رسني وایي چې رنویر سنګهـ او ډپیکا پډکون ته د سوئزرلینډ هېواد وړاندیز کړی تر څو خپل واده ددغه هېواد په هر هاغه ځای او هوا کې چې دوی یې غواړي ښه په جوش کې وکړي.

خو معلومه لا نه ده چې دغه فلمي اداکار(رنویر سنګهـ) د سوئزرلینډ د هېواد ته وړاندې ته هو ویلي او که نه؟

رپورونه وایي چې د دغه دواړو ستورو واده به د روان کال اکټوبر او ډسمبر میاشتو تر منځ وشو چې تیاریانې ورته سر له اوسه روانې دي.

هندۍ رسني وایې پاډوکون د خپل راتلوونکي خاوند د کورنۍ غړو سره د واده د سامان الاتو په اخيستلو مصروفه ده، خو د دواړو فلمي لوبغاړو لخوا تر اوسه په دې تړاوو هیڅ نه دي ویل شوي، چې واده به یې کله او چېرته تر سره شي.

دا چې د سویس حکومت دغه فلمي ستورو جوړې ته وړاندیز کړی تر څو په سوئزرلنډ کې واده په هر هغه ځای کې وکړی چې دوی ته مناسب ښکاري خو دواړو لوبغاړو یې دغه وړاندیز ته هیڅ ډول ځواب نه دی ویلی.

خو رسنۍ یې د نژدي دوستانو او ملګرو له قوله وایي چې واده مراسم به یې د هندوستان هېواد څخه بهر وشي.

د دغو دواړو رنویر سنګهـ او ډپیکا پډکون جوړه په اوس وخت کې د هندي سینما یو له کامیابو جوړو ده چې دواړه په خپلو منځو کې کامیاب فلمونه هم لري.

رام لیلا، باجي راؤمستانی، او پدوماتي د دغه جوړې د سوپر هیټ فلمونو څخه دي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی