کلتور او هنر

سنګیت کومار: ایشواریا رای بچن زما اصلي مور ده

ژباړه او راټولونه: احمد فرهاد توتاخیل

۲۰۱۸ میلادي کال په یوه غیرعادي او جالب خبر پیل شو. موږ ټول په دې پوهیږو چې ایشواریا رای بچن د هندي سینما یوه زړه راښکونکې او نامتو ادا کاره ده او له دغه حقیقت څخه هم خبر یوو، چې نوموړې له ابیشیک بچن سره په خوښه او خوشحالۍ واده کړی چې د واده ثمره یې هم یوه کوچنۍ لور ده.

خو اوس د نهه ویشت (۲۹) کلن ځوان (سینګیت کومار) هغه ادعا ټول هندوستان په سر اخیستی چې وايي دا د ایشواریا رای بچن زوی دی او هغه یې اصلي مور ده.

تر دې وړاندې د تامیلې فلمونو یو مشهور لوبغاړې دهانوش د یوې قانوني دعوا له لورې غوښتل چې خپل ځان د ایشواریا رای بچن زوی ثابت کړي، خو اوس دا یوه نوې داسې دعوا ده، چې خلکو ته یې منل څه ناڅه ستونزمن دي.

نن سبا په هندوستان د سنګیت کومار ادعا د تلویزیونو په پرده او ورځپاڼو کې ځای نیولی او تور پورې کوي، چې ده په کال (۱۹۸۸) میلادي کې په لندن ښار کې دې نړۍ ته سترګې پرانیستي او وروسته بیا د ایشواریا رای د مور او پلار لخوا تر دوه کلنۍ وپالل شو، او بیا یې چې اډویولیو ریډي نومیږي له لندن څخه د ویشا خاپټنام سیمې ته ځان سره راوست.

سنګیت کومار ټولنیزو رسنیو ته ویلي، چې د نوموړي کورنۍ د هغه په اړه ټول تحریري شواهد له منځه وړي او له اوږد مهالي جلا والي څخه وروسته، اوس غواړي له خپل مور ایشواریا رای بچن سره واوسیږي.

سنګیت کومار وايي: “په (۲۰۰۷) میلادي کال زما مور له ابیشیک بچن سره واده وکړ، خو اوس ترې جلا ده او جلا ژوند کوي
سنګیت کومار له خپل لومړني او منځني نوم څخه وروسته د رای (Rai) نوم زیاتوي. که څه هم سنګیت کومار د دې موضوع په اړه کره شواهد نه لري، چې خپل ځان د ایشواریا رای زوی ثابت کړي، خو بیاهم وايي چې، مخکې له دې چې ایشواریا رای بچن د نړۍ د ښکلا تاج پر سر کړي، دی یې شپږ کاله وړاندې دې نړۍ ته راوړی دی.

سنګیت کومار زیاتوي: “په کال (۱۹۸۸) میلادي کې په لندن ښار کې زه ایشواریا رای بچن دې نړۍ ته راوړم او له درې (۳) کلنۍ څخه تر اوه ویشت (۲۷) کلنۍ پورې مې په چوډاوارام (Chodavaram) کې ژوند وکړ. زما نیکه کریشناراج رای (Krishnaraj Rai) د (۲۰۱۷) کال په اپریل میاشت کې ومړ او تره مې اډیټیا رای ((Aditya Rai نومیږي.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

احمد فرهاد توتاخیل