روغه سټه کرنه او طبیعت

سنځله، سنځل ګل او د استفادې ډولونه یې

لیکنه: شبانه محمدزۍ

سنځله ددې ترڅنګ چې ښکلی ګل او سکون بښونکی بوی لري، روغتیا پالان باور لري چې خوړل يې ځينې روغتیايي فایدې هم لري.

 روغتیايي ګټې

سنځله ویټامین سي ، ویټامین بي، یو اندازه ویټامین کې، او کلسیم لري، هغه کسان چې کمزوري هډوکي لري، یا هغه مېرمنې چې د پښو زنګانونه یې خوږېږي د سنځلې خوړل ورته ګټه رسوي.

ډېر عمر لرونکو کسانو ته هم ګټور دي، ځکه له عمر سره یې سم د دوي هډوکي هم خپل قوت له لاسه ورکوي.

همدارنګه سنځله هضمي سیستم سره مرسته کوي، او د نس ناستې ناروغې په مخنیوي کې ونډه لري، او که په ورځ کې مناسبه اندازه سنځلې وخوړل شي نود شکرې ناروغۍ په مخنیوي کې هم مرسته کولای شي.

 د سنځلې خوراک

هر خواړه چې روغتیا ته فایدې لري، ډېر خوراک يې روغتیا ته ستونزې هم پیدا کولای شي، که سنځله هم ډېره وخوړل شي، نو کېداې شي بډوډو ته زیان ورسوي.

ځکه روغتیا پلان لاروښونه کوي چې په مناسبه اندازه دې وخوړل شي، ځکه چې ډېر خوړل يې د ګټې پر ځای تاوان کوي.

د سنځلې لرګي

د سنځلې له لرګي نه ډول ډول توکي ، لوښې او ځنې نور شیان هم جوړېږي.

او له ګل نه یې د عطر جوړلو په صنعت کې هم کار اخیستل کېږي.

سنځلو بوی

کله چې سنځلې ګل شي نو تر لرې لرې سیمو پورې خپله خوشبويي خپروي او خکل ترینه خوند اخلي.

او په کلو بانډو کې به مشرانو باور درلودو چې ماران د سنځل ګل په بوي باندې مین دي او د سنځلو د ګل په وخت کې ماران ډېری د سنځلو ونو په شاخوا کې ګرځي.

د سنځلې د بوی او ګل تر څنګ د سنځلې ونه هم ډېره ښایسته ده او کله چې ګل شي نو ټوله سیمه ورسره ښایسته ښکاري.

افغانستان کې سنځلې
په افغانستان کې د سنځلو ګل ډیر مینوال لري، ان لوګر ولایت کې کلنۍ سنځل ګل مشاعره هم جوړېږي.

په مشاعرو کې خلک له بېلابېلو سیمو نه سره راټولېږي بیا د سنځلې ګل او نورو موضوعاتو په اړه شعرونه وایې.

د خوست سنځلي هم ښه نوم لري، په تېره بیا د خوست مازدیګر او د سنځلو ونې، د خوست له فرهنګ سره تړلې خبره ده.

ځکه خو خوستوال د سنځلو په اړه ګڼې کلیوالې سندرې او ټپې هم لري، لکه:

په انتظار ولاړه یمه سرې مې منګولي دي
ته به خوست ته کله راځې، پخې سنځلې دي

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */