سپورټ

سنرایز لوبډلې لمړنۍ بریا خپله کړه

د هندوستان د کورني کرکټ «IPL» یا انډین پریمېیر لیګ ۲۰ اوریزه تجارتي سیالیو کې د سنرایزرز حیدر اباد لوبډلې په خپلې لمړۍ لوبه کې د راجستان رایلز لوبډلې ته ماته ورکړه.
په سیالۍ کې حیدر اباد لوبډلې د ټاس په ګټلو راجستان لوبډلې ته د توپ اچونې پریکړه وکړه او د راجستان رایلز لوبدله یې د خپل پیاوړي بالینګ سره تر ۱۲۵ منډو را ایساره کړه.

په سیالۍ کې د راجستان لوبډلې په ګټه هندي سنجو سمسون ۴۹ منډې جوړې کړې، خو د سنرایزرز حیدر اباد لوبډلې لپاره بنګله دیشي شاکیب الحسن او هندي سیدرات کال دوه دوه، هندي بینیشوار کمار، اسټرالوي بیلي سټینلینک او افغان لوبغاړي راشد خان یو یو لوبغاړی وسوځولو.

حیدر ایاد لوبډلې په سیالۍ کې د راجستان رایلز لخوا د ۱۲۶ منډو هدف د لوبې په ۱۶ م اور کې د یو لوبغاړي په سوځیدو او د هندي شیکر ډاون د ۷۷ ناسوځیدلو منډو سره پوره کړ او خپله لوبډله یې بریا ته ورسوله.

د (آي پي ایل) سیالیو په روان لیګ کې له دې وړاندې په ترسره شویو ۳ لوبو کې چینايي لوبډلې ممبيي انډینز ته، پنجاب لوبډلې ډهلي ته او د کلکتې لوبډلې د رایلز چیلینجرز بنګلور لوبډلې ته ماتې ورکړې دي.
د سبا ورځ په سیالۍ کې به د کلکتې نایټ رایډرز لوبډله د چینایي سوپر کینګز لوبډلې سره د افغانستان پر وخت د ماښام په ۷ بجو مخامخ شي، چې دواړو لوبډلو تر اوسه په خپلو لمړیو لوبو کې بریاوې خپلې کړې دي.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

احسان الله ساپی