سپورټ

سنرایز حیدراباد ویلمسن د وارنر پر ځای لوبډلمشر وټاکه

لیکنه: ابوبکر علیزی

د هندوستان د پریمیر لیګ سیالیو مخکښې لوبډلې سنرایزر حیدر اباد لوبډلې بلاخره د خلکو تلوسې ختمې کړې او خپل نوی لوبډلمشر یې خپلو مینوالو ته معرفي کړ.

نیوزلینډی کین ویلمسن د سنرایزر حیدراباد لوبډلې نوی کپټان وټاکل شو او د ډېرو تمې چې فکر یې کاوه د افغانستان محمد نبي، د بنګله دیش شکیب الحسن او یا هندوستاني شکر دهوان لوبډلمشر شي، خو برخلاف نه یوازې دا چې په دوی کې لوبډلمشر ونه ټاکل شو، بلکي نائب لوبډلمشر هم د دوی له جملې حساب نشو او ځوان هندوستانی توپ اچوونکی بین وشور کمار د دغې لوبډلې وایس کپټان وټاکل شو.

وروسته له هغې چې د اسټرالیا لوبډلې په لوبډلمشر او نایب لوبډلمشر د بال د خرابولو په وجه د لوبو بندیز ولګید، اوس دوی نشي کولی چې په ۲۰۱۸ ای پي ایل سیالیو کې هم ولوبیږي.

د سنرایزر لوبډلې لپاره تلوسې ځکه زیاتې وي چې ګومان کېده دغه لوبډله به محمد نبي عیسي خیل د ډيویډ وارنر پر ځای د دغې لوبډلې کپټان وټاکي، ځکه محمد نبي تر دې وړاندې د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې لوبډلمشري هم کړې وه او هم یې د بنګله دیش په پریمیر لیګ کې د ډاکا ډیټامیس د لوبډلې لوبډلمشري هم ورترغاړې شوې وه.

سنرایزر لوبډلې د پخواني لوبډلمشر ډيویډ وارنر په لوبډلمشرۍ کې یو ځل د هندوستان د پریمیرلیک د سیالیو اتلولي هم ګټلې وه، خو اوس فکر کیږي چې د وارنر نشتون به د دغې پياوړې لوبډلې په لوبغاړو هم منفي اثر پریباسي.

پر ډیويډ وارنر څو ورځې وړاندې د یو کال کرکټ بندیز ولګید، پر نوموړي تور دی چې د سوت افریقا په خلاف یې په وروستۍ سیالۍ کې د کرکټ د اصولو پر خلاف د توپ د خرابولو (ټمپرینګ) هڅه کړې وه.

د وارنر تر څنګ د استرالیا تګړه لوبغاړي او لوبډلمشر سټيوو سمیت او کیمرون بینکرفټ هم بندیز لګیدلی دوی درې واړه په دغه قضیه کې ښکېل ګڼل شوي.

که څه هم د بال ګرولو کار اسټرلیاوی بینګرافټ کړی، خو اعتراف یې کړی چې د لوبډلمشر او نائب لوبډلمشر په مشوره یې دا کار کړی چې له امله به یې سټیو سمیټ هیڅکله هم لوبډلمشري ونشي کړی.

دا چې سمیت او وارنر دواړه په هندوستان پریمیرلیک سیالیو کې لوبیږي، نو دواړه به ونشي کولی چې سږ کال په ای پي ایل کې برخه واخلي.

نو په همدې خاطر سنرایزر لوبډلې د ډیویډ وارنر پر ځای کین ویلیمسن وټاکه.

خو د سنرایزر دغې پریکړي ډېر شمیر هغه مینوال چې د افغان ستوری محمد نبي لوبډلمشرۍ ته په
ای پي ایل کې په تمه وه، مایوسه کړي.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی