لوبې

سنديپ لاميچاني د نیپال په کرکټ کې د ښاپیریو داستان

لیکنه: ياران

نوروز عمر اميد

د نيپال 17کلن ليګ سپنر سنديپ لاميچاني 2018کال اي پي ايل ته انتخاب د نيپال په کرکټ کې د ښاپيريو داستان شو.

دوه کاله مخکې هغه چا پيژندلو هم نه،ولې په لږ وخت يي دومره پرمختګ وکړ چې د ملي لوبډلې غړى شو، د19کلنو کپتاني يې وکړه،د هانګ کانګ په تجارتي لوبو کې ولوبيد،هلته يي د استراليا له پخواني لوبډلمشر مايکل کلارک سره وليدل اوس ورسره کلارک په هره برخه کې مرسته کوي.

هغه داځل “ديلي ډيرډيول” د 2018کال اي پي ايل لپاره د خپلې لوبډلې په سکواډ کې ځاى کړ.

سنديپ تير کال د 19کلنو په نړيوال جام کې د ايرلينډ په وړاندې هيټ ټرک هم کړى وو،چې دغه کارنامه تر ده وړاندې دده په همزولو کې يواځې 5کسانو تر سره کړې ده.

سنديپ په لږ وخت کې د کوچني اتل او ”د نيپال شين وارن“ القاب تر لاسه کړل.

اي پي ايل ته د سنديپ په انتخاب ددې هيواد په سوشل ميډيا ډيرې خبرې روانې دي، ځوانان يي يوبل ته مبارکۍ ورکوي،سنديپ ته د ښې وړتيا دعاګانې کوي او له ديلي لوبډلې څخه مننه کوي.

تردې پورې چې د نيپال وزيراعظم “شيربهادرډيوبا” هم په خپل ټويټر ليکلي’سنديپ مبارک شه! نه يواځې زه بلکې تمام نيپاليان پر تا فخر کوي_خداى دې وکړي چې راتلونكى سفر دې هم خوندور وي“

د سنديپ لاميچاني د کاميابۍ دغه خبر په داسې حال کې خپريږي چې د نيپال د کرکټ ملي اتحاديه د اي سي سي لخوا له بنديز سره مخ ده او کورنی کرکټ یې د تیرو دوو کلونو راهېسې په ټپه ولاړ دی.

په همداسې حال کې د سنديپ دغه خبر د نيپال د کرکټ مينوالو ته د دتازه هوا په شان دى، د کرکټ کارکونکي يي داسې ګڼي چې دې سره به د نيپال په کرکټ کې تبديلي راشي.

د نیپال د ملي لوبډلې پخوانى روزونکى راجو باسنيت وايي سنديپ يوازې يو مثال دى، دې نه معلوميږي چې نيپال کې نور هم داسې لوبغاړي شته چې ښه وړتيا لري له دې سره به په نورو ځوانانو کې هم جذبه رابيداره شي.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران