موسیقي او تصویر

سنجي دت بیا زندان ته ځي

د هندي سینما د وتلي فلمي ستوري سنجي دت خلاف فلم جوړونکي شکیل نوراني د شکایت په اساس د ممبيي یوې محکمې د سنجي دت د نیولو حکم ورکړی دی.

د هندوستان ټامیز د راپور له مخې شکیل نوراني په ۲۰۱۳ کال کې محکمې ته شکایت کړی او ادعا يې کړې وه چې سنجي دت دده یو فلم نیمګړی پرېښی چې له امله يې ده ته ځينې جنايي ستونزې راولاړې شوي دي.

د شکیل نوراني په وینا سنجي دت د هغه په یو فلم “جان کې بازي” کې د لوبیدو وعده کړې وچې د هغه له پاره يې له ده ۴۰ لکه هندي کلدارې هم اخیستي دي، خو دت نه په فلم کې کار کړی دی او نه يې پیسې ورته بېرته ورکړي دي.

د فلم جوړونکي نوراني وکیل نیراج ګپتا وايي ددوی د شکایت په اساس په ۲۰۱۳ کې هم محکمې سنجي دت رابللی و چې باید پر هغې هم کتنه وشي.

د ناقانونه وسلو ساتلو په جرم تر زندان تېرولو وروسته سنجي دت اوس د خپل نوي فلم “بهومي” سره چې د زوی او پلار تر منځ پر اړیکو جوړیږي او چارې يې کابو راخلاصې شوي دي یو ځل بیا بالیووډ ته راستنیږي.

خو له اوږو يې لا د زندان ګردونه نه دي پرېوتي چې بیا يې محکمې د نیولو امر له دې له امله ورکړی دی.

د سنجي دت ویاند ویلي دي چې دا یوه مخکنۍ مساله ده چې دوی باید پرې د دت له وکیل سره صلاح مشوره وکړي.

هغه دا هم ویلي دي چې ددې مسالې د حل له پاره به ددوی له خوا جدي او سمدستي اقدامات وشي تر هغې چې ستونزه حل شي.

سنجي دت د هندي سینما هغه لوبغاړی دی چې وخت ناوخت يې د جنجالونو خبرونه د هندي رسنیو سرټکي جوړي.

نوموړی موده مخکې د ناقانونه وسلو ساتلو په تور له زندان تېرولو راخوشی شوی دی چې په خپل یو نوي فلم يې کار شروع کړی دی.

سنجي دت هغه سینمايي ستوری دی چې تر نورو هندي سینمايي لوبغاړو ډیر په شخړو کې راښکیل و.

د سنجي دت مور او میرمن په سرطان مړې شوې، ورپسې د ډیرو کلونو لپاره د ممبيي د ۱۹۹۳ م کال په چاودنو کې په لاس لرلو هم تورن وو او په کې څوکاله بندي هم شو.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */