کلتور او هنر

سلمان خان وايي، د نوي فلم ( ریس 3) ټریلر به یې زر خپور شي

لیکنه: یونس تسکین

د بالیوډ ستوري سلمان خان د نوی اکشن فلم ريس۳(Race3) د ټریلیر د خپریدو نیټه اعلان شوه.

هندي رسنۍ وايي، چې د سلمان خان مینه وال د نوموړې دې فلم ته شېبې شمیري.

ویل کیږي له هغې وروسته چې د سلمان خان(ټیوب لائټ) فلم ناکام شو او ډېر لېدونکی او ګرم بازار یې پيدا نه کړ نو اوس سلمان خان د فلم په ټاکنه زیات محتاط شوی دی.

سلمان خان اوس مهال ۵۱ کال عمر لري او په بالیوډ کې د غوره فلمي ستورو د قطار په لومړیو کې شمېرل کیږي.

تر (ټیوب لائټ) وروسته بیا سلمان خان یو بل فلم هم جوړ کړ چې زیات کامیاب او ډېره ګټه یې هم وکړه.

دغه فلم(ټائیګر زنده هی) و، چې پکې سلمان خان د هندوستان د څارګرې اداري لپاره او مېرمن یې کټرینا کیف د پاکستان د څارګرې ادارې لپاره کارکوي .

د فلم کيسه یې په همدې په زړه پورې کړې وه چې پکې را او اۍ ایس اۍ یو ځای کارکوي او د خپل ۵۰ نرسانو د خوشي کولو لپاره له یو بل سره همکاري کوي.

د ټائیګر زنده هی له کامیابېدو وروسته اوس د سلمان خان هیلمن دی چې نوی ریس ۳ فلم به یې هم لیدونکی ولري او یو بریالۍ فلم به وي.

سلمان خان پر خپل ټوئټر د ریس۳ فلم یو بل تازه پوسټر لګولی او ورسره یې لیکلي چې مونږ د ریس۳ فلم د ټریلر د خپریدو لپاره نه یو چمتو نو همدا لامل دی چې د څو ورځو راهیسې یې یوازې د فلم پوسټر یا د فلم لپاره ځانګړی جوړ شوی تصویر خپور کړ.

سلمان خان زیاته کړې، چې د مینوالو د انتظار لپاره به د پای ټکی کیږدي او د فلم ټریلر به ۱۵ مې خپور شي.

دی وایې چې له ټولو سره وعده کوي چې انتظار به یې وړیا نه وي او د فلم به یې خوښ شي.

د یادولو ده چې د مشهور فلم جوړونکي ریموډي سوزا په لارښوونه باندې د جوړیدونکي فلم ریس دريېمه برخه کې سلمان خان او جیکولن فرنینډاس مرکزي رول لري چې تر څنګ یې دیسي شاه، انیل کپور، بوبی دیول او ثاقب سلیم هم په دغه فلم کار کړی.

ټاکل شوی دغه فلم د را روان اختر کې د سینما پر پرده ولګول شي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

یونس تسکین